د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

وروستۍ دوه لسیزې افغانستان کې د ۲۰ ښځینه خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالانو او رسنیز کارکوونکو ژوند بایللی

2 نوومبر 2025
وروستۍ دوه لسیزې افغانستان کې د ۲۰ ښځینه خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالانو او رسنیز کارکوونکو ژوند بایللی

ایکس: Mod

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې په ورستیو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د ۲۰ ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۳۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي د جنګي پېښو او سازمان شویو جرمونو له امله ژوند بایللی دی.

رخشانه: دغه مرکز نن (یکشنبې د لړم ۱۱ مه) د «خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه اعلامیه کې دغه شمېره خپره کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه د ۲۰ ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۳۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په هېواد کې وژل شوي دي.

دغه مرکز لیکلي، د سزا د خوندیتوب فرهنګ په دلیل په دې له ۹۰ زیاتو پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلی شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، پر هېواد د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د حقوقي سرغړونو ۶۴۰ پېښې ثبت کړې دي.

دغه مرکز زیاته کړې، په دې موده کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلوېزیون د دوه کارکوونکو په ګډون پنځه خبریالانو د پاکستاني ځواکونو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنګه یاد بنسټ د خبریالانو د نیونې ۲۶۵ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي «د خبریالانو پر وړاندې له سزا د خوندیتوب فرهنګ د دې قربانیانو د عدالت موندنې پر وړاندې خنډ جوړ شوی او د خبریالۍ او رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې محدویتونه بې مخینې زیات شوي دي.

اعلامیه کې راوړل شوي، په داسې حال کې، چې په هېواد کې د ننه د رسنیزو فعالیتونو او خبریالۍ ځپنه سخته شوې، او طالبانو هم د غلطو معلوماتو خپرولو او په بهر کې د کارکوونکو خبریالانو د بدنامولو سره د مبطبوعاتو آزادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته یو له جدي ګواښونو څخه ګرځېدلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، په افغانستان کې له سزا د خوندیتوب فرهنګ واکني، د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو د زیاتوالي سره، د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره ناوړه پایلې لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته د درناوي تر څنګ د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین په موخه اړین اقدامات وکړي.

دغه راز د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، هغه کړنلارې چې د رسنیو آزادي یې بې مخینې محدوده کړې، لغوه کړي او خبریالانو او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې پېښې خپرې کړي او حقیقتونه بیان کړي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه