د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګوترش: په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت موندنې په لټه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي

2 نوومبر 2025
ګوترش: په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت موندنې په لټه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي

عکس:‌ EPA-EFE

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ویلي، خبریالان په ټوله نړۍ کې د حقیقت موندنې په لار کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي او په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

رخشانه: ګوترش نن (یکشنبې د لړم ۱۱ مه) د «خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې» په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي «کله چې خبریالان غلي کېږي، موږ ټول خپل غږونه له لاسه ورکوو.»
هغه له مطبوعاتو د خپلواکۍ څخه د دفاع غوښتنه کړې وايي، «باید ډاډ تر لاسه کړو، هغه کسان چې واکمنانو ته حقیقت وايي، کولی شي له وېرې پرته دغه کار تر سره کړي.»

ګوترش خبریالانو ته د عدالت غوښتنه کړې ویلي یې دی، په ټوله نړۍ کې د خبریالانو له هرو لسو وژونو، ننه پېښې يې ناحل شوې پاتې شوې دي.

هغه لیکلي: «له سزا خوندیتوب په هر ځای کې نه یوازې چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو په حق کې بې عدالتي ده – بلکې د مطبوعاتو پر خپلواکۍ برید، لا زیات تاوتریخوالي ته بلنه او خپله د دېموکراسۍ لپاره ګواښ دی.»

ګوترش غزه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای وباله او یو ځل بیا یې غوښتنه وکړه، چې په غزه کې د وژل شویو خبریالانو د وژنو لپاره باید خپلواکه او بې پرې څېړنې تر سره شي.

هغه له ټولو دولتونو غوښتي، چې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د ځورونې او وژنو دوسیې وڅېړي او عاملین یې تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د آنلاین ناوړه ګټه اخیستنې ګواښمن زیاتوالي ته باید پاملرنه وشي، ځکه چې دا ډول کړنې په لویه کچه بې سزا پاتې کېږي او ډېری وختونه د حقیقي نړۍ د زیان لامل کېږي.

نوموړي لیکلي: «ډیجیټلي فضاوې باید د هغه کسانو لپاره چې خبرونه راټولوي او راپورونه ورکوي، خوندي شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ)څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، وروستي درې کلونه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړي وو او یوازې په تېر میلادي کال کې ۱۲۵ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی دی.

په افغانستان کې هم طالبانو پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د پراخو محدودیتونو لګولو سره د لسګونه رسنیو د بندېدو لامل شوي او یو شمېر خبریالان، او رسنیز کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه