د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان شمال کې زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو سره د مرستې په موخه ښځینه مرستندویانې لېږل شوې

3 نوومبر 2025
د افغانستان شمال کې زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو سره د مرستې په موخه ښځینه مرستندویانې لېږل شوې

AFP

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی، چې د افغانستان په شمال کې له زلزلې د زیانمونو ښځو او نجونو سره د لومړنیو مرستو په خاطر د ارزونې ښځینه مرستندویانې ورلېږلې دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۱۲ مه) پر اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې له زلزلې وروسته یې د خپلو سیمه ییزه شریکانو سره یو ځای د ښځو او نجونو د بېړنیو اړتیاوو لپاره همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، له مرستندویه ښځو چې د زیانمونو ښځو او نجونو سره د لومړنیو مرستو د ارزونې په خاطر لېږل کېږي، ملاتړ یې کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خبرولو سره ویلي، د افغانستان په شمال کې له شوې زلزلې په ژوره توګه اندېښمن دي.

دغه بنسټ د یادې طبیعي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او له ملګرو ملتونو او خپلو شریکانو یې غوښتي، چې په بېړنۍ توګه «د زیانمنو ټولنو» ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ پر خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په لیکلو سره د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږښي ښودلې او د بشردوستانه غبرګون غوښتنه یې کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د طالبانو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د ۶.۳ درجې زلزلې له امله ۲۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه طبیعي پېښې پر ځاني زیانونو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم د دې طبعي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو سره د مرستې په موخه یې خپل چمتوالی اعلان کړی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه