د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هېواد شمال کې د زلزلې له امله له ۲۰ زیات کسان مړ او ۳۲۰ ټپیان شوي

3 نوومبر 2025
د هېواد شمال کې د زلزلې له امله له ۲۰ زیات کسان مړ او ۳۲۰ ټپیان شوي

ARCS Afghanistan

طالبانو اعلان کړی، چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس د هېواد په شمال سمنګان او بلخ ولایت کې د تېرې شپې په زلزله کې له ۲۰ زیات کسان مړه او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن سهار (دوشنبې د لړم ۱۲ مه) په یوه ویډیو کې ویلي، د تېرې شپې د زلزلې له امله په سمنګان ولایت کې له ۲۰ زیات کسان مړه او له ۳۲۰ زیات ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، د ژغورنې ټیمونه سیمې ته لېږل شوي او د دغې طبعیي پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول کېږي.

بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ هم ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې په دې ولایت کې ۴ تنه مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، تر اوسه د څلورو تنو جسدونه مزارشریف ښار کې د بوعلي سینای بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ځدراڼ په وینا، د دې طبیعي پېښې یو شمېر ټپیان هم د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

نوموړي د دغه کسانو کره شمېره او جنسیت نه دی مشخص کړی او د هغوی د روغتیايي حالت په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

په ورته مهال مزارشریف ښار کې د بوعلي سینا بلخي روغتون باوري سرچینې وايي، د ټپیانو منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي هره شېبه د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شي.

بلخ، سمنګان او د هېواد یو شمېر نور شمالي ولایتونه تېره شپه شاوخوا یوه بجه سختې زلزلې ولړزول.

د امریکا د زلزلې سنجونې مرکز د هېواد په شمال کې د تېرې شپې شوې زلزله د ریشتر په کچه ۶.۳ درجې سنجولې ده.

دې زلزلې ټکانونه په سمنګان، بلخ، فاریاب، سرپل، تخار، کابل او کندوز ولایتونو کې هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی او د شریکانو ټیمونه یې د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلې سیمه کې شتون لري، تر څو اړتیاوې وارزوي او بېړنۍ مرستې وړاندې کړي.

دغه بنسټ ویلي، د افغانستان په ختیځ کې له څو اوونیو وړاندې زلزلې وروسته دا دویم ځل دی، چې په دې هېواد کې سخته زلزله کېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه