د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې دولتي ادارو او حوزوي روغتونو ته د بې چادرې ښځو پر ننوتو بندیز لګولی

5 نوومبر 2025
طالبانو هرات کې دولتي ادارو او حوزوي روغتونو ته د بې چادرې ښځو پر ننوتو بندیز لګولی

عکس: رسانه‌ی رخشانه

هرات ښار کې سرچینې وايي، په دې ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست، په تازه امر کې دولتي ادارو او حوزوي روغتونو ته د «بې چادرۍ او عربي تورټکري نه لروونکو مېرمنو» په ورتګ بندیز لګول شوی دی.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه څلورو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه محدودیت نن سهار (چهارشنبې د لړم ۱۴ مه) لګول شوی او بې چادرۍ ښځې دولتي ادارو ته له ننوتلو راګرځول شوې دي.

د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو د دې ډلې د اداري کمپلېکس، شپېته بستریز روغتون او په هرات کې د پوهنې ریاست په دروازو کې شتون درلود او د «چادر نماز او مانتو جامو اغوستونکو ښځو او نجونو» د ننوتلو مخنیوی یې کاوه.

په خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، هغه ښځو او نجونو چې چادرۍ یې نه وې اغوښتې، د هرات حوزوي روغتون ته د ننوتو اجازه نه تر لاسه کوي او د دروازې تر شاه ولاړې دي.

په ورته وخت هغو مېرمنو، چې د اداري اسنادو د طی مراحل لپاره یې دولتي ادارو ته مراجعه کړې، ویلي، په ساعتونو ساعتونو د دولتي ادارو د دروازو تر شاه درول شوې او د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

هرات ښار کې یوې سرچینې چې همدا نن د خپلې برېښنايي پېژندپاڼې د پاڼو د طی مراحلو لپاره، د طالبانو د احصایې ادارې ته مراجعه کړې وه ویلي، په ساعتونو ساعتونو د اداري کارونو د ترسراوي لپاره د تړلو دروازو تر شاه انتظار ولاړه وه.

هغې ویلي: دا [طالبان] هره ورځ یوه نوې ستونزه راپیدا کوي. یوه ورځ انټرنېټ پرېکېږي او اوس هم وايي له چادرۍ پرته حق نه لري، چې خپل کارونه مخ ته یوسۍ، زه څنګه بېرته کور ته لاړه شم او چادري له کومه کړم؟»

هرات کې د طالبانو د دولتي ادارې یوه کارکوونکې هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځینه مراجعینو، بلکې د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته هم وضع شوي دي.

د هغې په وینا، ډېره هغه ښځو ته چې په دولتي ادارو کې کار کوي او چادرۍ یې نه وې اغوستې، هم ادارې ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغې و ویل: «تېره ورځ غرمه دولس بجې یې موږ رخصت کړو، تر څو لاړې شو او د ځان لپاره چادرۍ واخلو، خو موږ دا امر جدي ونه ګاڼه، نن سهار چې کله ادارې ته لاړم، موږ ته یې د ننوتو اجازه رانه کړه او ویل یې باید چادرۍ واغوندۍ.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

یوې بلې سرچینې هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، هرات ښار کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو ښاري موټر چلوونکو ته امر کړی وو، چې بې چادرۍ ښځې په خپلو موټرو کې سپرې نه کړۍ.

په ورته وخت یوې بلې سرچینې ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تېره ورځ د پلورنځیو صنفي غړو سره، د هراتي ښځو او نجونو د حجاب په تړاو غونډه کړې وه او هغوی ته یې امر ورکړی، چې «هېڅ ښځه حق نه لری، له چادرۍ یا عربي حجاب او مول پرته هټۍ ته ننوځي.»

هرات ښار کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو څه موده وړاندې، د دې ښار په ۶۴ متره سړک کې «جمعه بازار» ته د ښځو او نجونو د ورتګ مخنیوی کړی وو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه