د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي

6 نوومبر 2025
ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي

عکس: Kiana Hayeri

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش په یوه ناسته کې ویلي، په نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي.

رخشانه: هغه دغه څرګندونې تېره ورځ (چهارشنبې د لړم ۱۴ مه) قطر کې د نړیوالې ټولنیزې پراختیا په دویمه غونډه کې مطرح کړې او ویې ویل: «زده کړې د نوي ټولنیز تړون بنسټ او د بېوزلۍ له منځه وړلو کیلي ده.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې ناسته کې ویلي، د نړۍ د زده کړو په نظام کې شته درځونه هره ورځ ژورېږي او په نړۍ کې په ځانګړې توګه په بېوزله هېوادونو کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي.

طالبانو د محدودیتونو په لګولو او له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړلو سره ۲۰۲ میلیونه نجونې زده کړو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.

د ګوترش په وینا، په جګړیزه سیمو کې میلیونونه ماشومان ښوونځي ته له تګ پاتې کېږي او ان هغه کسان چې ښوونځیو ته ځي، د کار او ژوند لپاره له وړ مهارتونو بې برخې دي.

نوموړي په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې له هراړخیزه او کیفیت لرونکو زده کړو پرته، بېوزلۍ ته د پای ټکی اېښودل او ټولنیز عدالت امکان نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ملګرو ملتونو سرمشني په دې ناسته کې په ټوله نړۍ کې د زده کړو په برخه کې د ۴۴ میلیونه ښوونکو کموالی «یو جدي بحران» بللی او ټینګار یې کړی، چې هېوادونه باید د زده کړو سکتور پر وده پانګونه وکړي.

دغه راز ګوترش له پرمختللو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي، چې له بېوزله هېوادونو سره مرسته وکړي، تر څو وکولی شي د زده کړو برخه کې پانګونه وکړي.

هغه د خپلې وینا په پای کې زده کړې د اودږمهال پراختیايي موخو تر لاسه کولو لپاره تر ټولو پیاوړې وسیله وګڼله او په ټوله نړۍ کې یې ماشومانو ته د کیفیت لرونکو زده کړو د برابرولو غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه