د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

6 نوومبر 2025
ننګرهار کې یوه ښځه د خپلې خور د خاوند له خوا وژل شوې

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت په رودات ولسوالۍ کې د راکټ یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند اخیستی او یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دغه پېښه نن (چهارشنبې د لړم ۱۴مه) د دې ولایت د رودات ولسوالۍ په «تاتنک» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د حماد په وینا، څو تنو ماشومانو د راکټ یوه پخوانۍ مرمۍ کور ته راوړې او هغه یې د تناره اور ته اچولې، چې چاودنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې، د دې چاودنې په ترڅ کې یو ماشوم وژل شوی او یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي. د دې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د وژل شوي ماشوم د هویت، جنسیت او عمر او دغه راز د یادې پېښې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

هر کال په ځانګړې توګه ماشومان د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړو د مهال پاتې شویو ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او ټپیان کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

څو میاشت وړاندې د ماین پاکولو هلو ترست سازمان په یوه راپور کې لیکلي وو، په افغانستان کې د ماینونو قربانیان ۸۰ سلنه ماشومان دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم اعلان کړی وو، چې یوازې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶۴ تنو په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه