د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې

9 نوومبر 2025
لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې

لوګر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی، چې د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې یوه زړه ښځه او یوه ماشومه نجلۍ په «ناوړه» ډول وژل شوې دي.

رخشانه: لوګر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغه پېښه د جمعې په شپه (د لړم ۱۶ مه) د دې ولایت مرکز پل علم ښار کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه دوه تنه غله یوه کور ته اوښتي او یوه ۶۰ کلنه ښځه او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ یې لومړی بې هوښه کړې او وروسته یې په تبر باندې وژلې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه کسانو دوه میلیونه افغانۍ او ۴ زره امریکايي ډالر له دې کوره غلا کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

لوګر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ لیکلي، د پېښې په تړاو دوه تنه نن (شنبې د لړم ۱۷ مه) د دې ولایت د مرکز پل علم ښار د عمر آباد له سیمې څخه نیول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

امنیه قوماندانۍ د دې دوه کسانو هویت په ډاګه کړی وايي، هغوی په لړمړنیو پلټنو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
طالبانو ویلي، د دې دوه کسانو دوسیه «د قانوني تعقیب» لپاره د دې ډلې عدلي او قاضيي بنسټونو ته سپارل کېږي.

له دې وړاندې هم په ورته پېښو کې د د ښخو او ماشومانو په ګډون څو تنه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې قرباني شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه