د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې یوه ښځینه ډاکتره څو ساعته نیولې او وروسته یې خوشې کړه

10 نوومبر 2025
طالبانو هرات کې یوه ښځینه ډاکتره څو ساعته نیولې او وروسته یې خوشې کړه

شبنم فضلي

د هرات حوزوي روغتون کې د ډاکترې او عمومي جراحۍ متخصصې شبنم فضلی خپلوان وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو دغه ښځینه ډاکتره څو ساعته نیولې او وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.

رخشانه: د شبنم فضلي خاوند قدوس خطیبي نن سهار (دوشنبې د لړم ۱۹ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، هرات کې د دې ښځینه ډاکترې د نیول کېدو خبر ورکړی وو.

ښاغلي خطیبي لیکلي: «مېرمن مې ډاکتر شبنم فضلي، چې هرات کې عمومي جراح ډاکتره ده، د [طالبانو] د امربالمعروف ځواکونو له خوا د روغتون په دروازه کې نیلو شوې او په خواشینۍ سره چې تلېفون ته ځواب نه راکوي.»

معلومه نه ده، دا ښځینه ډاکتره په کوم دلیل نیول شوې او چېرته لېږدول شوې ده. ګمان کېږي، چې هغه د چادرۍ نه اغوستو په تور نیول شوې وي.

څو ساعته وروسته ښاغلي خطیبي په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوست په کولو سره د خپلې مېرمنې د خوشي کېدو خبر ورکړ او لیکلي یې دي: «مېرمن مې یوه ډاکتره ده، کلونه کلونه یې خپل ښه ژوند د خلکو په خدمت کې تېر کړی دی.»
د دې ښځینه ډاکترې خاوند ساعت وړاندې هم په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د هرات حوزوي روغتون په دروازه کې ولاړ دي او بې چادرۍ ښځې د روغتون د ننه نه پرېږدي.

پرون یو شمېر رسنیو لیکلي وو، چې د هرات حوزوي روغتون ته د بې چادرۍ ناروغانو او ښځینه ډاکترانو د نه ننوتو بندیر لرې کړای شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د چهارشنبې له ورځې راهیسې، دولتي ادارو او عمومي روغتون ته له ننوتلو منع کړې وې. رخشانې رسنۍ ته رسېدلې ویډیو ښيي، چې څو پرلپسې ورځې د طالبانو ګمارل شوي کسان د هرات د یو شمېر دولتي ادارو او حوزوي روغتون په دروازه کې په تاوتریخوالي سره د ښځو د ننوتو مخنیوی کوي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه