د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بادغېس کې ماین چاودنې د درې ماشومانو ژوند واخیست

13 نوومبر 2025
بادغېس کې ماین چاودنې د درې ماشومانو ژوند واخیست

رادیو نریمان

بادغېس کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې د یو«خوشه ای» ماین چاودنې د درې ماشومانو ژوند واخیست.

رخشانه: بادغېس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پېښه نن مازیګر (پنشنبې د لړم ۲۲ مه) د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، دغو درې ماشومانو د څارویو څرولو پر مهال خوشه ای ماین پیدا کړی او د لوبو پر مهال یې چاودنه پرې کړې ده.

بادغېس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، دغه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي دي.

د دې ماشومانو عمر او هویت نه دی معلوم شوی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د بادغېس بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماشومانو د خوشه ای ماین چاودنې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړی وو.
څو میاشتې وړاندې هلو ترست ماین پاکولو سازمان په یوه راپور کې لیکلي وو، چې افغانستان کې د ماینونو قربانیان ۸۰ سلنه ماشومان دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور پر اساس، یوازې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون کم تر کمه ۵۶۴ تنو په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله ژوند بایللی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه