د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو ماتول: د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه د دې ډلې پر ضد حکم صادروي

18 نوومبر 2025
ولسي محکمه (People’s Tribunal) څه ده او ولې ارزښت لري؟

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د افغان ښځو لپاره ولسي محکمې اعلان کړی، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو ماتولو په دلیل د دې ډلې په وړاندې ښايي حکم صادر کړي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۲۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو په وړاندې حکم به د روان میلادي کال د دسمبر په ۱۱ مه د هالنډ په هاګ ښار کې تر صادر شي.

د محکمې د حکم د اعلان غونډه به د پاتې کسانو او عیني شاهدانو، نړیوال قضايي پلاوي او بشري حقونو، ښځو حقونو او جنستي عدالت د وتلو شخصیتونو په شتون کې جوړه شي.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په اعلامیه کې راغلي، د دې غوندې په جوړېدو سره به د دې محکمې کار هم پای ته ورسېږي.

د افغان ښځو لپاره ولسي محکمې ویلي، د دې غونډې اجنډا به په نېږدې راتلونکې کې اعلان شي.
دغه محکمه څه موده وړاندې د «هراړخیزه» بشري حقونو د بنسټ او بشري حقونو د درې نورو بنسټونو په نوښت، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو له حقونو د سرغړاوي په پار جوړه شوې وه.

په دې محکمه کې څارنوالان، پاتې شوي، عیني شاهدان، د بشري حقونو مدافعان او د نړیوال حقوقي کارپوهان راټول شوي وو تر څو د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو منظم سرغړاوي افشا کړي او د جنسیت پر بنسټ د جرمونو او ځورونې لپاره د حساب ورکولو غوښتنه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

په دې محکمه کې ښځو او عیني شاهدانو د طالبانو له لوري د ظلمونو، ربړونې او اساسي حقونو څخه د سرغړاوي کیسې وکړې او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه