د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه په دورو وهلي

21 نوومبر 2025
طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانه اوونۍ، په کابل، بلخ، زابل، پروان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه د بېلا بېلو تورونو له کبله په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «لواطت، نامشروع اړیکې، د نشه کوونکو ګولیو او الګولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق، غلا او له واده بهر جنسي اړیکې» په تورونو په دې شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (لړم ۲۵ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه په کابل او بلخ کې د «لواطت او نامشروع اړیکې» په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د «لواطت» په تور په کابل کې ۳۵ دورې وهل شوی او په درې کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

یوه ښځه بیا «د نامشروع اړیکې» په تور په مزارشریف ښار کې د لکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوې ده.

خو دا معلومه نه ده، چې دغه ښځه په څومره بند محکومه شوې ده.

دوشنبې د (لړم ۲۶ مه) د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنه د «لواطت، نامشروع اړیکې، د نشه کوونکو ګولیو او الګولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق، غلا او له واده بهر جنسي اړیکې» په کابل او زابل ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

۱۱ تنه د « د نشه کوونکو ګولیو او الګولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق» په تورونو په کابل ښار کې له ۱۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو ضد ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، له اوو میاشتو تر اوو کلونو پورې د تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

د یوې ښځې په ګډون ۱۹ تنه د «غلا، له واده بهر جنسي اړیکې، لواطت او نامشروع اړیکې» په تورونو په زابل ولایت کې د خلکو پر وړاندې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

دغه کسان زابل کې د طالبانو د محکمې له خوا له لسو میاشتو تر شپږو کلونو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (لړم ۲۸ مه) د دوه ښځو په ګډون پنځه تنه د «نامشروع اړیکې، اخلاقي فساد او غلا» په تورونو په پروان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه نیم کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.
یوه ښځه د «اخلاقي فساد» په تور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوې او په یوه کال تنفذي بند هم محکومه شوې ده.

اړوندې لیکنې

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام
دسته‌بندی نشده

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه