د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بیان د آزادۍ مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تلوېزیونونو وروستۍ سلګۍ دي

22 نوومبر 2025
د بیان د آزادۍ مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تلوېزیونونو وروستۍ سلګۍ دي

AFJC

د بیان آزادۍ مرکز (FSC) د تلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تصویري رسنۍ خپلې وروستۍ سلګۍ باسي.

رخشانه: دغه مرکز پرون (جمعه د لړم ۳۰) په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، هېواد کې د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ پر مهال پر تلوېزیونونو محدودیتونه په بې مخینې توګه زیات شوي دي.

د بیان آزادۍ مرکز په اعلامیه کې راغلي، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ تلوېزیونونه د طالبانو په نېغه لارښوونه تړل شوي دي.

دغه مرکز راوړي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د تلوېزیونونو د فعالیتونو په اړه ۲۳ امرونه صادر کړي دي.

د بیان آزادۍ مرکز لیکلي: «پر ښځینه خبریالانو د ماسک اغوستل، د بهرنیو تلوېزیونونو خپرونې بندول، د سیاسي ګردیو مېزونو بندول، د سیاسي شنوونکو نه رابلل، د مدني اعتراضونو نه پوښل، د رسنیو له خوا د طالبانو د «افغانستان حکومت» ویلو الزامي کول، د موسیقۍ منع کول او له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ منع کول، هغه اساسي موارد دي، چې د رسنیو په ځانګړې توګه د تلوېزیونونو په فعالیتونو یې جدي اغېز کړی دی.»

د بیان آزادۍ د مرکز رییس نجیب اصل د طالبانو له خوا په رسنیو محدودیتونو ته په اشارې ویلي: «که دغه چلند په همدې ډول سخت او ګړندیتوب سره دوام وکړي، دا احتمال شته، چې راتلوونکی کال په هېواد کې ټول تلوېزیونونه په بشپړه توګه ودرېږي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول بند کړي دي. دغه محدودیتونه په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات ولایتونو کې په رسمي ډول د طالبانو له لوري لګول شوي دي.

دغې ډلې په تېرو له څلورو کلونو زیاته موده کې د رسنیو او رسنیو د فعالیتونو په وړاندې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، د لسګونو، غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو سبب شوي او څو تنه خبریالان، کارکوونکي او رسنیو د فعالان یې نیولي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه