زېبا بلخي
«پلار مې راته ویل نور اړتیا نشته، چې کلېنیک ته لاړه شې. ویل یې په طالبانو هېڅ باور نشته. نن دې پر حجاب خبرې کوي، سبا پورته کېږي وايي، دا بې حجابه وه. په خپل موټر کې به دې پورته کړي او وړي دې، هغه وخت به د خلکو له خبرو خلاصون نه لرم.»
د اسما په (مستعار نوم) ۲۶ کلنه نجلۍ چې سرپل ولایت کې، په یوه خصوصي روغتون کې د معلوماتو ورکولو څانګه کې کار کوي، خو یوه میاشت وړاندې اړ شوه، چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله خپل کار پرېږدي.
هغه له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني اړیکه کې وايي، د کار د پرېښودو لامل یې د طالبانو سخت محدودیتونه او په هغه کلېنیک چې دا په کې کار کوي، د کارکوونکو پر حجاب د امربالمعروف ځواکونو شدید څار او نظارت وو.
د دې څارنو له سختېدو وروسته د اسما کورنۍ د هغې د خوندیتوب په اړه اندېښمنه شوه، چې په دې ډول شرایطو کې کار کول ورته ګواښوونکی دی: «سرپل کې د طالبانو ځواکونه د څار لپاره کلېنیکونو او د روغتیاپالانو کتنځایونو ته راځي، زموږ کلېنیک ته هم تل او کله یوه ورځ تر منځ راځي او پلمې لټوي. زه د معلوماتو په څانګه کې وم، تل یې زما پر حجاب، وېښتانو، نوکانو او سینګار خبرې کولې، د یوې ورځې کار نه وه، هر ځل چې راتلل همدا یې کار وو، د ګڼو ناروغانو او ناروغ لرونکو او ډاکترانو په وړاندې یې بې عزته کولم او سپکاوی یې راته کاوه.»
دغه راز هغه وايي، سره له دې چې بشپړ حجاب یې درلود او تل یې له مخ بند څخه هم ګټه اخیسته، خو د طالبانو د امربالمعروف مامورینو لپاره دا کافي نه وو، چې له خپلو وخت ناوخت مزاحمتونو لاس واخلي: « په هغه ورځ یې چې پر ما چیغې و وهلې او سپکې سپورې یې راته و ویلې، همغه ورځ د دې لامل شوه، چې دنده له لاسه ورکړم، د معلوماتو په ځانګه کې وم، دوه سپینو چپنو ولا راغلل، نوکان مې ډېر کم رسېدلي وو، زه یې ورټلم، چې بې ادبه ښځې له اخیرته هېڅ خبر نه لرې، نوکان دې ګوره، تاسو ښځې سینګار سینګار وایۍ، دین مو بېخي هېر کړی دی، نور دا ډول رانشې، چې نوکان دې له بېخه باسو.»
سرپل د افغانستان یو له دودیزه ولایتونو شمېرل کېږي او ان د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم ډېرې لږ کورنۍ دې ته چمتو وې، چې ښځو او لوڼو ته له کوره بهر د کار اجازه ورکړي.
اسما وايي، کورنۍ یې چې له دې موضوع خبره شوه، نور یې پرېنښوده، چې کار ته لاړه شي. اسما و ویل: «پلار مې په ننګ راغی او ویې ویل، دا کار پرېږده، نور مه ځه، ځکه سرپل کوچینۍ ښار دی. خلک له هرې خبرې ژر خبرېږي. که کومه ورځ تر دې جدي پېښه رامنځ ته شي، خلک خو نه وايي چې طالبان پلمې لټوي، وايي، خدای پوهېږي، څه ډول ښځه وه، پر تا او پر ما خبرې کوي.»
اسما له دې امله چې کار یې له لاسه ورکړی نا آرامه ده او منځ ته راغلی وضعیت د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو محدودیتونو او د سرپل د حاکمې دودیزې فضا پایله بولي.
هغې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «په پرمختللو ولایتونو کې ښايي کورنۍ په داسې شرایطو کې له ښځې او لور څخه ملات وکړي، خو زمو په شان ولایت کې پر عکس، کورنۍ دندې ته د نجونو د تګ خنډ ګرځي، ځکه دودیز ولایت دی، له طالبانو وېرېږي.»
د نوامبر ۲۵ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ ده. خو هغه ښځې چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې وايي، په کور او کوڅو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی تر پخوا څو برابره زیات شوی دی.
لکه په (مستعار نوم) ۳۲ کلنه زهرا برنا او د سرپل ولایت په یوه خصوصي روغتون کې ډاکتره چې وايي، دا هم د دې کار ځای ته د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له تګ راتګ او د ښځو پر حجاب د دې ډلې د سخت څار له امله تر پورزې راغلې ده.
زهرا د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ځورونو څخه ترخې تجربې لري: «یو ناروغ مې درلود او معاینه کولو مې، د ټکري پیڅکې مې د غاړې دواړو خواو ته اړولی وو، ځکه چې د معاینه کولو پر مهال مزاحمت راته ونه کړي، همدا وخت کې د امربالمعروف واله راغلل او راته ویل یې، بې شرمه اندامونه ښکاروې، سم غټ ټکرۍ په سر او سم حجاب مراعت کړه، که نه له بېخه به دې کلېنیک دربند کړو.»
زهرا وايي، د سخت څار تر څنګ د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له دوی غوښتي، چې ښځینه ناروغان دې ښځینه ډاکترانې او نارینه ناروغان دې نارینه ډاکتران ګوري: «بېخي یې خلک تر پوزې راوستلي دي، هره ورځ راځي وايي، سم حجاب واغوندۍ، ماسک واچوۍ، ان وايي د کور په اوږدو جامو کې له سینګار او فېشن پرته راځۍ، ناروغان یې هم په عذاب کړي دي.»
طالبانو د ښځو د جامو اړوند سخت قوانین لګولي دي او ښځې یې د چادرۍ اغوستو او یا د مخ پټولو ته اړ کړې دي. که څه هم دغه کړنلارې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې یو شان نه دي پلې شوې، خو د ډاکتر زهرا برنا په وینا، د سرپل په څېر دودیزه ولایتونو کې له ښځو سره د طالبانو چلند د هغوی د جامو اغوستو په اړه ډېر سخت دی.
هغې ویلي دي: «په خدای پلمې یې زیاتې دي، که دې جامې منظمې وي، په ماسک دې خبرې کوي، که دواړه منظم وي، په سینګار، وېښتانو او نوکانو دې خبرې کوي.»
د سرپل ولایت په روغتون کې یو شمېر ډاکتران هم وايي، طالب ځواکونو په دې روغتون کې ځینې کسان ګمارلي، تر څو د ښځینه کارکوونکو او ناروغانو د پایوازانو حجاب وڅېړي.
په دې روغتون کې یوې ښځینه کارکوونکې د هویت پټ ساتلو په شرط ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د روغتون هغه کارکوونکو ته چې د دوی د خوښې حجاب یې نه وي کړی، د کار کولو اجازه نه ورکوي او هم د ناروغانو هغه پایوازانو ته چې د دوی د خوښې حجاب نه لري، له ناروغ سره د پوښتنې کولو اجازه نه ورکوي.
دغه ښځینه کارکوونکې چې د ملکې په مستعار نوم له رخشانې رسنۍ سره خبرو کولو ته حاضره شوه و ویل: «هره ورځ د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه چې درې تنه وسله وال پسې وي، په روغتون او دهلېزونو کې ګرد راګرد ګرځي او ګوري چې حجاب لري که نه. روغتون یې د خپل تبلیغ مرکز جوړ کړی دی. هره ورځ په جلسه کې د ډاکترانو راپورونه راځي او نیم ساعت د حجاب په اړه خبرې کوي، تبلیغ کوي، هېڅ نه ګوري، چې د ډاکترانو وخت تلف کېږي او عاجل ناروغان رسېدنې ته اړتیا لري.»
دغه راز ملکه وايي: «هره ورځ د دوی په خبرو او سپکاوي تېروو، کله له ډاکتر سره جګړه کوي، کله له نرس او قابلې سره او کله هم د ناروغ له پایواز سره، چې ولې سم حجاب نه لرۍ، یا مو وېښتان معلومېږي یا ماسک نه لرۍ.»
ملکه خپله هم د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د بد چلند تجربه لري او هم یې له نور ښځو سره د دې ډلې د ځواکونو له تاوتریخوالي ډک او بد چلند لیدلی دی: «دوه ورځې مخکې یې زه د روغتون په دهلېز کې ولیدم، په تروه ټنډه او لوړ غږ یې پوچې خبرې راته وکړې، چې څه ډول کورنۍ لرې، چې نصحیت نه درته کوي. تاسو ښځې شیطانانې یاستۍ. په خبرو نه کېږي (خبرې نه اورۍ) او راته ویې ویل، کله چې ماسک نه لرې، کور کې کېنۍ دا د بې حجابو ځای نه دی.»
هغې همداراز د طالبانو د مامورینو له خوا د مراجعینو سره د تاوتریخوالي ډک چلند د سترګو لیدلي حال په اړه ویلي دي: «د یوه ناروغ پایواز راغلی وو، ځوانه نجلۍ وه، ډېر منظم ماسک او اوږده چپنه یې درلده. یوازې د مخ وېښتان یې لږ معلومېدل. د وسلې په ګواښ یې بې چاره له کوټې وایستله. اصلآ یې هېڅ روښانه نه کړه او ویل یې زر له کوټې ووځه «د باندې شه» که نه په مرمۍ به دې په دې سر وولم. نجلۍ خورا یو ډول لړزېده، ژر ووتله، کله چې ووته، ټکرۍ دې مخ ته راکش کړه او نور دا ډول بې حجابه ونه ګرځې.»
ملکه وايي، که دغه وضعیت دوام ومومي نو دا به د سرپل په ولایتي روغتون کې د ښځینه کارکوونکو په کمېدو تمام شي: «د امربالمعروف د همدې قیوداتو په خاطر، زما څو تنه همکارانې دي، چې پرېکړه یې کړې دنده پرېږدي، څنګه تر پورزې راغلې دي.»
د بښنې نړیوال سازمان له دې وړاندې هرات کې پر ښځو د چادرۍ اجباري کېدو په غبرګون کې اعلان کړی وو، چې طالبان د دې محدودیت په وضع کېدو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ژوند د نه زغم وړ کړی دی.
دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي وو، طالبانو د دې محدودیت په لګولو سره، ښځې کابو د ژوند له ټولو برخو لرې کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي، نړۍ باید د «افغانستان د ښځو او زړورو نجونو» په ملاتړ د طالبانو ځواب ویونکو کولو کې پیوستون وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د ښځو ځورول د دې ډلې د خوښې وړ حجاب نه درلودلو له امله یوازې د سرپل په ولایتي روغتون او خصوصي روغتیايي بنسټونو پورې نه تمامېږي. په سرپل ولایت کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي، د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا په ښار او باز کې د هرې ورځې په تېرېدو د سختو ځورونو او فشارونو له کبله تر پوزې راغلې دي.
دغه ښخې بیانوي، چې دوی د طالب ځواکونو له خوا په هټیو کې د پېرودو، د تګ راتګ په لارو ، واټونو او ان هغه ځایونو کې، چې هلته ښځې ډېرې وي، د دغه ډلې د خوښې وړ حجاب نه لرلو له امله تر سپکو سپورو ویلو لاندې راځي.
کنځاوې، سپکاوی او رټل
لکه د سرپل ولایت اوسېدونکې په (مستعار نوم) ۲۱ کلنه عالیه چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د یوې میاشتې مخکې ترخې پېښې تجربې کیسه کوي.
عالیه وايي، دا له دوه ملګرو سره یو ځای د پېر لپاره یوه پلورنځي ته تللې وه، چې د پلورنځي په دهلېز کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د دوی مخې ته ودرېدل: «دوه مې ملګرې او زه وم، د جامو اخیستو لپاره تللې وو، بشپړ منظم حجاب مو کړی وو، ماسک اوږده چپنه او هر څه مو سم وو، یوازې د وېښتانو ځونډي مو سست شوي او د شا وېشتان مو خوشي شوي او معلومېدل. رښتیا خپله هم نه وم ورته متوجه شوې، یو دم مو مخه دغه دوه سپینې چپنې لرونکو سړیو ونیوه او ویل یې، له دینه بې خبره په حال په ښار کې ګرځي. دې ځای ته د اروپا فکر کوي.»
دغه راز هغه وايي، سپکاوی، رټک او زیاتې کنځاوې یې واورېدلې: «په کور کې نارینه لرۍ که نه؟ څنګه بې ننګه دي، تاسو ته یې څه ډول اجازه درکړې، چې په دې وضعیت د باندې راووځۍ، بې حیاوو. او ویې ویل، بیا په دې ډول په ښار او باز کې ونه ګرځۍ، که یوه دوه ورځې به مو زنداني کړو، بیا به تاسو انسانې شۍ.»
عالیه وايي، هغه شېبه چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو دا رټله او سپکاوی یې ورته کاوه، ګڼ شمېر نارینه او ښخې راټولې شوې وې، خو هیچا هم دا جرات نه کاوه چې له دې دفاع وکړي: «نر او ښځې رانه تاوو وو، خو هر یوه راته ویل، چې غلې شه څه مه وایه، یو تن نه وو چې له ما دفاع وکړي او و وايي، چې د دې حجاب خو هېڅ ستونزه نه لري. د دومره خلکو په منځ کې یې زه یوازې په دې خاطر چې لږ وېښتان مې معلومېدل سپکه کړم. ډېر بد اغېز یې راباندې وکړ او تر اوسه چې کله د باندې وځم او هغوی وینم بد احساس رامخ ته کېږي.»
د دغو ښځو په وینا، د طالبانو محتسبان په ټولو ځایونو کې چې ښځې شتون لري، له بازر او پلورنځیو نیولې تر هوټلونو او ان د ډاکترانو تر کتنځایونو پورې ځي راځي او له ښځو سره د جامو په اړه له تاوتریخوالي ډک چلندونه لري. لکه کنځاوې، رټل او سپکاوی.
د سرپل ښار د یو شمېر اوسېدونکو د لیدنو پر بنسټ، د طالبانو د امربالمعروف محتسبان په ښار کې ګزمې کوي او ښځې د جامو د ډول په اړه پوښتي، رتي یې سپکوي یې او ان وهي یې.
د سرپل ولایت اوسېدونکی په (مستعار نوم) ۳۸ کلن محمد یوسف وايي، ده لیدلي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو یوه ښځه د ماسک نه لرلو له امله له ناوړه چلند سره مخ کړه او د دغه ډلې یو له مامورینو هغه د توپک په میل په پښو و وهله.
محمد یوسف و ویل: «تېره اونۍ ښار ته د پېرودو لپاره تللی وم، یوې نسبتآ ځوانې ښځې له رېړۍ میوه اخیسته، ماسک یې ښکته وو، امربالمعروف ځواکونو هم ګزمه کوله. ناڅاپه همدې ښځې ته ورنېږدې شول او له خبرو کولو پرته یې وسله له اوږې راکښته کړه او په میل یې دغه بېچاره ښځه و وهله. ښځې مخ راواړاوه او ډېره وېرېدلې وه. امربالمعروف ښځې ته په کنځاوو پیل وکړ، ولې ماسک نه اغوندې او حجاب دې سم نه دی.»
محمد یوسف وايي، دا ډول چلندونه یې زیات لیدلي دي: «په خواشینۍ سره په ښار او بازار کې د ښځو دا ډول رټل او سبکاوی زیات دی.»







