د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هغو ښځو د کیسو په لټه چې ۴۰ کاله د تاوتریخوالي په کړاو کې وې

۳ ليندۍ ۱۴۰۴
د هغو ښځو د کیسو په لټه چې ۴۰ کاله د تاوتریخوالي په کړاو کې وې

رویا ( مستعار نوم)/ عکس: رسانه‌ی رخشانه

سمیه آزاد

په یوه لرې پراته کلي کې ژوند کوي او له عمره یې شپږ لسیزې تېرې شوې دي. د دې په خپله وینا، له دې ۶۰ کلونو  یې کم تر کم ۴۰ کاله په کورني تاوتریخوالي او کړاو تېر شوي دي.

په دې راپور کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړولو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسب د هغو دو ښځو د ژوند کیسې راغلې، چې کلونه یې د کورني تاوتریخوالي کړاو زغملی دی. نومونه یې د دوی د خوندیتوب په پار مستعار راغلي دي.

که څه هم د طالبانو په واکمنۍ سره د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی، په تېر کې هم ژورې ریښې لري.

په (مستعار نوم) رویا ۶۲ کلنه ده چې اوس یې په زړتوب پښه ایښې ده، وايي له واده راهیسې تر اوسه پورې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې ده. د هغې په وینا: «کله مې چې له خاوند سره واده وکړ، دا واده بشپړ اجباري وو، خو کله چې د خاوند کور ته لاړ، نو په زړه کې مې و ویل، چې تقدیر همدا ډول غوښتي وو باید تېر یې کړم، خو هېڅکله نه پوهېدم چې تقدیر به ماته تر جبري واده لا بدې بدبختۍ راوړي.»

له رویا مې وغوښتل، چې له جبري واده پرته له زیاتو کړاونو یې موخه بیان کړي: «له همغه پیله چې زما له واده لا دوه میاشتې نه وې تېرې شوې، خاوند مې هر څه پلمه کول او وهلم ډبولم یې. یا یې هم سختې کنځاوې راته کولې. سره له دې، چې په ټولو کارونو کې مې مرسته ورسره کوله. خو بیا هم که کوم کار لږ وځنډېده سپکې سپورې به یې پیل کړې. کله ډبره راوخله کله لرګۍ. له ځان سره به مې ویل،  ای خدای که په دې کنځاوو خلاصه شم ښه به وي، داسې نه چې په ډبره یا لرګي مې ونه وهي.»

د رویا د کورنۍ کلیوالي ژوند په کروندګرۍ پورې غوټه شوی دی، خو د کورنیو ښځمنې تر نارینه وو زیات په دې کلیوالي ژوند کې مسوولیت په غاړه لري. د رویا خبرې د دې تریخ واقعیت ښکارندوی دی: «کله چې د یوې او تخم پاشلو کار پیل شي، له خاوند سره پټیو ته تلم، غرمه مهال به مې ورته ویل، باید کور ته ولاړه شم تر څو د غرمې ډوډۍ تیاره کړم، په کنځا به یې ځواب راکاوه، ولاړه شه بې له هغې دې هم ښه پلمه پیدا کړې، کله به چې کور ته راغلم، په بیره به مې دیګ پوخ کړ تر څو زر غرمنۍ چمتو شي، خو که خدای مه کړه لږ به وځنډېده، د پټو له سره به یې چیغې او کنځاوې پیل او کور ته به راتله او هر څه به چې لاس ته ورغلل، پرې وهلم یې.»

رویه چې کله د هغه وخت کیسه کوي، سترګې یې له اوښکو راډکې شي: «ډېر بد ژوند مې تېر کړی دی، هغه وخت مې چې تازه واده کړی و چاغه او تندرسته وم، خو دوه کاله وروسته ډنګره او مرګ ته نېږدې شوم. ان خپله حیرانه وم، چې غوښې مې ولې یو په بل پسې تویې او ورکې شوې.»

ملګرو ملتونو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی «د جنسیت پر بنسټ هر ډول تاوتریخوالی، چې ښځو ته فزیکي، جنسي، یا رواني زیان یا کړاو رسوي» تعریفوي.

خو د رویا د خبرو پر بنسټ، هغه له کړاوه ډک کلونه چې هغې په خپل سر تېر کړي، له هر تعریف څخه پراخه دي: «داسې وختونه مې هم یادېږي، چې سهار وختي له مانځه وروسته به چې ټول ویده وو، په داسې حال کې، چې یخنۍ به تیږې چولې (ماتولې) د لوښو وینځلو او اوبو راوړلو لپاره به د سیند غاړې ته تلم، سیند زموږ له کوره لرې وو، تر څو به چې د سهار چای برابرېده او هغه کسان چې کار ته تلوونکي وو، چای به یې خواړه او تلل به. دمره زیار مي ویست، خو کله به چې په کور کې کومه خبره راپیدا شوه، خاوند به مې ویل، زما ښځه وخوره وڅښه او ویده شبه پرته بل کار نه لري. ما له هغه وخته چې واده مې کړی او یادېږي مې ټول عمر له نورو وړاندې له خوبه پورته کېدم او کار ته به تلم او د شپې به تر نورو وروسته ویده کېدم.»

رویا اوس زړه او بې سیکه شوې او مخ یې داسې ګونځو ډک دی، چې له عمر سره یې هېڅ سمون نه لري: «د ژوند همدې سختیو زه زړه کړې زیم، له یوې خوا درد نه لرې، له بلې د کروندګرۍ سختې او ستونزې کاږې او تر ټولو بده د وهلو ټکو تل پاتې وېره.»

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یو عمده اصلي دلیل کلتور ویل کېږي. نارواکي د یوه دود په ډول له یوه نسله و بل ته لېږدول شوې ده.

د رویا اولادونه اوس غټ شوي دي. هغه نه غواړي، چې د اولادونو په اړه یې ډېر څه په دې راپور کې راشي. که څه هم خوښ ده، چې اولادونه یې لوی شوي. خو وايي: «همغه د پلار تاوتریخوالی، بد چلند او سپکاوی یې په میراث وړی دی.»

د رویا خاوند پنځه کاله وړاندې له دې نړۍ کوچېدلی دی، خو د رویا ردونه او کړاونه د هغې په خپله وینا لا هم تازه دي.

د رویا برخلیک د ګڼو ښځو د ژوند موټی له خرواره دی، چې ژوند یې له تاوتریخوالي سره غوټه شوی دی.

په (مستعار نوم) ۴۸ کلنه رحیمه یوه بله ښځه ده، چې له واده تر اوسه د خاوند د تاوتریخوالي، بد چلند، سپکاوي او پرلسپې کنځاوو سره مخ ده.

د رحیمې برخلیک هم د رویا له برخلیک سره بې ورته والي نه دی، رحیمه وايي، خاوند یې سپون دی او یوازې د شپې کور ته راځي، خو په راتګ سره یې کور سور دوزخ جوړ کړي.

د خوندیتوب په خاطر د دواړو ښځو د استوګنې ولایت په دې راپور کې نه دی راغلی.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

رحیمې و ویل: «هر وخت مې چې خاوند له غره راځي، موږ ټول له وېرې لړزېږو، ان کوچینان (ماشومان) هم کله چې پلار یې راځي، په کونج کې غلي کېني تر څو یې پلار په قهر نه شي. کله مې چې خاوند په غوسه شي، بیا یې څوک مخه نه شي نیولی، هر څه یې چې لاس ته برابر شي وهل کوي، له ګیلاسه نیولې تر چای جوښې، ترمور او هر څه نور.»

رحیمه وايي، د واده له پیله تر نن پورې د خاوند له بېلا بېلو تاوتریخوالیو او بدو چلندونو سره مخ شوې ده: «په رښتیا زه په خپله ګناه نه پوهېږم، هر وخت مې چې خاوند له غره راځي، په تروه تندي او ګونځو ورځو کور ته راځي. یوه دوې ورسره نه ویل کېږي. خدای دې نه کوي چې ورته و وایم پلانکی شي خلاص شوي دي، که نه سل کنځاوې په لیکه کوي او ما وهي ډبوي. په پړي، لرګي، ګیلاس یا بل هر شی چې پیدا یې کړي.»

«داسې وختونه مې هم یادېږي، چې زه یې د مرګ تر بریده وهلې یم، یو ځل مې چارشاخه ونه مونده، په همغه غوسه شو. اول یې په لرګي او ورسته یې د ترښځ (هغه وسیله چې لرګي پرې ماتېږي) په لاسي په سر و وهلم. په دې یې هم بسنه ونه کړه، بیا یې خپله ترښځ په سر او پښو و وهلم، چې کابو دوه اوونۍ له ځایه شور نه شوای خوړلی او په بستره کې وم. کله چې دا خبرې کوي نه شي کولی خپل غرېو کابو کړي.

له دې پېښې زیات وخت تېر شوی دی، خو رحیمه لا هم هغه درد له ځان سره لېږدوي. دوه کاله وړاندې له ورور سره کابل ته ولاړه، ډاکتر له معاینې وروسته ورته و ویل، سرخوږۍ یې د هغې ضربې له امله دی، چې رحیمې مخکې په سر خوړلی دی: «څو ځلې مې ورته و ویل، چې تا زه دې حالت ته رسولې یم، د خپل خدای شکر باسه چې ته مې ژوند پریښې یې.»

د رحیمې ژوند له تاوتریخوالي او ناروغۍ سره تېرېږي، هغه نه شي کولۍ د خپلې درملنې یا د تاوتریخوالي له کړاو څخه د خلاصون لپاره کوم ګام پورته کړي.

د ښځو د حقونو د فعالانو له نظره، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په کلیوالي او لرو پرتو سیمو کې لا هم په قوت سره په خپل ځای پاتې دي. د طالبانو ښځې ځپوونکو سیاسیتونو دغه اندېښې لا زیاتې کړې، چې ښايي وضعیت تر دې لا بد شي.

په (مستعار نوم) مدینه تلاش چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله ده له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «په کلیوالي سیمو کې لا هم د خلکو پخوانی دود پر ځای پاتې دی، او د طالبانو بیا راتګ د ښځو ځپل او تاوتریخوالی لا زیات کړی دی.»

د ښځو د حقونو دغه فعاله باوري، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید د ټولنې ذهنیت بدلون وکړي. هغه وايي، لومړی ګام دا دی، چې ټولنه دې درک ته ورسېږي، د ټولنې د یوه پاړکي په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی یوه بده او غیر انساني پدیده ده.: «تاوتریخوالی له ځانه یو ځانګړی ارټ لري. د کورنۍ له نارینه او لویانو سرچینه اخلي او ماشومانو ته لېږدول کېږي، هر څوک چې ځان پیاوړی احساسوي، د ځان څخه د کمزور کسانو په وړاندې تاوتریخوالی کوي، مشر ورور د کوچیني ورور په وړاندې یا ورور د خور په وړاندې او داسې نور تر پایه پورې، نو دا مهمه ده، چې د تاوتریخوالي لړۍ د بندلو لپاره باید هڅې وشي.»

اړوندې لیکنې

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه