د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعداموي

2 دسمبر 2025
طالبان خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعداموي

عکس: شبکه‌های اجتماعی.

خوست کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې سبا به یو تن د دې ولایت مرکز خوست ښار کې د خلکو په وړاندې اعدام کړي.

رخشانه: خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دا کس په قتل تورن دی.

هغه لیکلي، دغه سړی به سبا غرمه مهال لس بجې د دې ولایت مرکز خوست ښار په سپورتي لوبغالي کې د خلکو په وړاندې اعدام کړای شي.

خوست کې د طالبانو د والي ویاند، له خلکو غوښتي، چې د اعدام حکم د نندارې لباره سبا سپورتي لوبغالي ته ورشي.

هغه له خلکو دا هم غوښتي، چې د تلېفونونو او نورو هر ډول انځور اخیستوونکو توکو له راوړلو ډډه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

په قتل د تورن کس، چې ټاکل شوې سبا اعدام شي، هویت، او عمر نه دی معلوم.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۱۱ تنه د بېلا بېلو تورونو له کبله د خلکو په وړاندې اعدام کړي دي.
په وروستي ځل دغې ډلې د تلې میاشتې په وروستیو کې یو تن د قتل په تور په بادغیس ولایت کې د خلکو په وړاندې اعدام کړی وو.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه