د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې خبریالان د طالبانو له دوه ګوني چلنده شکایت لري

2 دسمبر 2025
کونړ کې خبریالان د طالبانو له دوه ګوني چلنده شکایت لري

کونړ ولایت کې یو شمېر خبریالان ادعا کوي، چې په دغه ولایت کې سیمه ییز طالب چارواکي له دوی سره دوه ګونی او له «تبعیض ډک» چلند کوي.

رخشانه: دغه خبریالان وايي، په دې ولایت کې سیمه ییز طالب چارواکي د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د مهمو پېښو د خبري پوښښ لپاره په پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي او یوازې د دوی ملاتړو خبریالان ته د پېښو د پوښښ اجازه ورکوي.

د کونړ د سیمه ییزه خبریالانو په خبره، په دې ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي نه یوازې د دوی وضعیت ته رسېدنه نه ده کړې، بلکې په ډېرو پېښو کې یې دوی ګواښلي هم دي.

کونړ کې یوه سیمه ییز خبریال د هویت پټ ساتلو سره و ویل: «څو ورځې وړاندې یوه دولتي برنامه جوړه شوې وه، په دولت پورې تړلو د [طالبانو] رسنیو په هغه پروګرام کې حضور درلود. خو ما او د خصوصي رسنیو نورو خبریالانو ته یې په دې پروګرام کې د ګډون اجازه ورنه کړه. ان موږ ته یې خبر هم نه وو راکړی.»

دغه راز د کونړ خبریالان شکایتلري، چې طالبانو په دوه میاشتې وړاندې خونړۍ زلزله کې چې په دې ولایت کې وشوه، د خصوصي رسنیو خبریالانو ته «په اسانۍ [زلزله ځپلو سیمو] ته د داخلېدو اجازه ورنه کړه.»
په کونړ کې د سعیدالله په (مستعار نوم) سیمه ییز خبریال ویلي دي: «هغوی [طالبان] د زلزلې پر مهال زموږ کال ډېر سخت کړی وو. د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون او نورو ټولو طالب پلوه رسنیو په اسانۍ سره راپورونه چمتو کول، خو هغوی [طالبانو] موږ ته د راپور چمتو کولو اجازه نه راکوله او که یې راکوله هم، په ډېره سختۍ او ان په پلمو او زاریو.»

کونړ کې یو بل خبریال هم د هویت پټ ساتلو سره ویلي، په دې ولایت کې سیمه ییز طالب چارواکي د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د «کوچینو» پېښو د پوښښ اجازه ورکوي، چې دغه پروګرامونه د دې ډلې په «ګټه له تبلیغ» پرته بل خبري ارزښت نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

طالبانو پر هېواد په خپله په تېر څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې پر رسنیو، خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي.

دغې ډلې د محدودیتونو په لګولو سره د لسګونو رسنیو د تړل کېدو او د ګڼ شمېر خبریالانو د بېکاره کېدو لامل شوي او معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت یې خورا سخت کړی دی.

اړوندې لیکنې

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
خبر

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026
د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی
خبر

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

16 اگست 2026
د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه