د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: خوست کې د یو تن د اعدام حکم د یوه ۱۳ کلن هلک له خوا تر پلی شوی دی

3 دسمبر 2025
بنټ: خوست کې د یو تن د اعدام حکم د یوه ۱۳ کلن هلک له خوا تر پلی شوی دی

شبکه‌های اجتماعی

خوست کې د یو تن د اعدام حکم تر پلي کېدو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، دغه حکم د یوه ۱۳ کلن هلک له خوا پلی شوی دی.

رخشانه: بنټ تېره ورځ ناوخته (سه شنبې د لیندۍ ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دې کس د اعدام حکم پلي کېدو پر مهال «د ماشومانو په ګډون زرګونه خلک صحنې ته راټول شوي وو.»

د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو د وژنې په تور د خوست ولایت په سپورتي لوبغالي کې د زرګونه نندارچیانو په حضور کې د یو تن د اعدام حکم پلي کېدود خبر ورکړی وو.

بنټ د خلکو په وړاندې د افرادو په اعدام محکمول غندلي او د هغې پلي کېدل یې له« بشري حقونو او انساي کرامت څخه سخت سرغړاوی او د اسلامي قوانینو سره ناسم عمل» بللی دی.

په ورته وخت خوست کې سیمه ییز طالب چارواکو ویلي، د منګل چې تېره ورځ اعدام شو، دوه زامن هم له خپل پلار سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شوي دي.

خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې منګل او دوه زامنو یې کابو شپږ میاشتې وړاندې د دې ولایت د «علي شېر» ولسوالۍ په «بوخاني» کلي کې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي په «بې رحمه او مرموزه» توګه وژلي وو.

ګربز لیکلي دي، «د شرعي قوانینو سره سم، څرنګه چې د مقتول وارثان له هېواده بهر دي، د منګل پر زامنو د «قصاص» حکم ځنډېدلی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د هغه په وینا، که چېرې د مقتول وارثانو شتون درلودای، د منګل زامن به هم اعدام کړای شوي وو.

سره له دې، چې د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د افرادو د اعدام د درېدو غوښتنه کړې، خو دغې ډلې په تېرو څه باندې څلورکلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه د خلکو په وړاندې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه