د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې معلوله ښځې او نجونې له جدي ننګونو سره مخ دي

3 دسمبر 2025
ملګري ملتونه: افغانستان کې معلوله ښځې او نجونې له جدي ننګونو سره مخ دي

RFE/RL

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، افغانستان کې معلوله ښځې او نجونې له جدي ننګونو او «نه پاملرنې» سره مخ دي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو دغه بنسټ نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه) د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې سره سم د یوې اعلامیې په خبرو سره په افغانستان کې د «د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو بېړنۍ او ډېری وخت له پامه غورځول شوې اړتیاوو» باندې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د دې بنسټ د ارزونو پر اساس «ښځې د نارینه وو په پرتله ۲۰ سلنه ډېرې احتمال لري، چې د معلولیت سره د ژوند کولو راپور ورکړي او نېږدې په هرو شپږو مېرمنو کې یوه یې شدید معلولیت لري.»

په افغانستان کې د یاد بنسټ ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي دي «په افغانستان کې معلولیت لرونکې ښځې او نجونې له سختو تبعیضونو او د یوه غزته ډک ژوند لرلو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له لویو ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د معلولیت لرونکو ښځو زیاتوالی، روغتیايي خدماتو او بشري مرستو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو د زیاتوالي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتوالي ګواښ، او د دوی په حقونو باندې د محدودیتونو ژور رواني اغېزو په څېر عواملو پورې اړه لري.
دغه بنسټ زیاته کړې، په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، ډېری معلولیت لرونکې ښځې او نجونې د مرستو د وېش مرکزونو ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو «د ښځو تر منځ د رواني روغتیا سخت بحران رامنځ ته کړی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دغه بنسټ ویلي، روان کال له دوه زره زیاتو ښځو څخه د یوې ټولپوښتنې پر اساس د هغوی درې پر څلورمې برخې خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ او د خدماتو په برخه کې د بېړنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی او د دوی اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره یې د بشري خدماتو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر هم نن اعلان کړی، چې په افغانستان کې کابو ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي او ډېری له دغه معلولیتونو د څو لسیزو جګړو زېږنده ده.

دغه بنسټ ویلي وو، معلول ماشومان د جګړې اړوند معلولیتونو تر ټولو زیات درد زغمي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه