د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو د شتون مخنیوی په افغانستان کې ژوغورونکي خدمات لا زیانمنوي

7 دسمبر 2025
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو د شتون مخنیوی په افغانستان کې ژوغورونکي خدمات لا زیانمنوي

UN Women

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي دي، د ښځینه کارکوونکو د شتون مخنیوی په افغانستان کې ژوغورونکي خدمات لا زیانمنوي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (یکشنبې د لیندۍ ۱۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځينه کارکوونکو د نه پرېښودو څخه درې میاشتې تېرې شوې دي.

په افغانستان کې د UN Women ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، د دې درې میاشتو په موده کې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو له خپلو کورونو «د افغانستان خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو حیاتي کار ته دوام ورکړی دی.»

هغې ویلي، ښځينه کارکوونکو په دې موده کې د هېواد په ختیځ او شمال کې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو، له ایران او پاکستان څخه د را ایستل شویو کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړی او خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو، خوندي سرپناه اړمنو ښځو او ماشومانو ته، کرنیز ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو زغمولو برخه کې مرستې رسولې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې په هېواد کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې د ښځينه کارکوونکو حیاتي رول ته اشاره کړې وايي، هر څومره چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه غځېږي، په همغه کچه به ژوغورونکو خدماتو ته ګواښ زیاتېږي.

هغې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو لپاره د ښځینه کارکوونکو ځای ناستي امکان نه لري او یوازې د هغوی په شتون کولی شي، په خوندي توګه ښځو او نجونو ته لاسرسی ولري.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فرګوسن د ملګرو ملتونو د دفترونو د ښځینه کارکوونکو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د «ملګرو ملتونو په منشور کې د بشري حقونو او برابرۍ د بنسټیزو اصولو سرغړونه» وبلله وايي، دغه محدودیتونه ملګري ملتونه د خپل ماموریت د ترسره کولو برخه کې کمزوری کوي.

ملګرو ملتونو د دې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو بندیز لرې کولو او کاري ساحو ته د دوی خوندي لاسرسي ډاډمن کولو غوښتنه کړې، تر څو «هغو ښځو او نجونو ته چې تر نورو ډېرې اړمنې دي مرستې ورسېږي.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه