د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مستند راپور، پر هزاره ګانو د داعش خراسان هدفي بریدونه «د نسل وژنې ثبوت»

9 دسمبر 2025
مستند راپور، پر هزاره ګانو د داعش خراسان هدفي بریدونه «د نسل وژنې ثبوت»

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان (AHRDO) د افغانستان د هزاره ګانو او شیعه وګړو په وړاندې، د داعش خراسان ډلې د هدفي بریدونو په اړه یو مفصل او مستند راپور خپور کړی دی.

دغه راپور په شاوخوا ۱۰۰ مخونو کې نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه) د «۲۰۱۶- ۲۰۲۴ پورې په افغانستان کې د داعش خراسان ولایت نړیوال جرمونه» تر نامه لاندې خپور شو.

د دې بنسټ په راپور کې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ، په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه وګړو په وړاندې د داعش خراسان ډلې له خوا، د هدفي بریدونو او «پراخو جرمونو» په اړه معلومات او لاسوندونه مستند کړای شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ داعش پورې اړوند خپرونو او رسنیو څخه د هزاره ګانو په وړاندې د بریدونو په اړه نقل قولونه هم مستند کړي دي.

دا راپور د قربانیانو او عیني شاهدانو، څېړونکو، پخوانیو افغان امنیتي چارواکو، د داعش خراسان په اړه شنوونکو او کارپوهانو، د ملګرو ملتونو د څار کمېټې د غړو او داعش سره تړلو رسنیو د ارزونې پر بنسټ جوړ شوی دی.

د نسل وژنې بېلګه

د راپور د حقوقي شننې پر بنسټ، ډېری دا بریدونه د انسانیت پر وړاندې جرمونه ( د دین او توکم پر بنسټ وژنې او ځورونې)، جنګي جنایت (د غیرنظامیانو قصدي وژنه او پر خوندي ځایونو بریدونه) او په ځینو شرایطو کې، د یوې ډلې د لمنځه وړلو د اثبات په صورت کې نسل وژنه ګڼل کېدای شي.

د AHRDO راپور ښيي، چې د افغانستان هزاره او شیعه ګان په تېره کابو یوه لسیزه کې له تاوتریخوالي ډک او له وړاندې پلان شوي کمپاین موخه ګرځېدلي دي، هغه بریدونه چې ژورې انساني، رواني، ټولنیزې او ډلیزې پایلې یې درلودې، چې د خپلواکې نړیوالې پلټنې او په نړیوال کچه د جرمي حساب ورکولو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي، د اسنادو، لاسوندونو او له قربانیانو سره د مرکو د ارزونې پر بنسټ، په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه وګړو په وړاندې د داعش خراسان څانګې بریدونه د نسل وژنې، نسل وژنې ته د نېغې او عامې هڅونې، د انسانیت پر وړاندې جرمونو او د دې قومي او مذهبي ډلې پر وړاندې د جنګي جرمونو یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.

د دې راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې په خپلو عقیدتي اسنادو کې، په افغانستان هزاره ګان او شیعه ګان «رافضي، مرتد، کافر، مشرک او سرپېچي» بللي او د خپلو ایډیالوژیکو عقایدو پر بنسټ یې، د دې قومي او مذهبي ډلې وژنه روا کړې ده.

دې بنسټ ویلي، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې د ګڼلو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او خپل ملاتړي یې د دې قومي او مذهبي ډلې پر وړاندې بریدونو ته رابللي دي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، د داعش خراسان څانګې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ میلادي کلونو تر منځ په عمومي او نېغه توګه نور خلک دې ته هڅولي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شعیه وګړو نسل وژنه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

په راپور کې راغلي، د هزاره ګانو او شیعه ګانو په وړاندې د داعش خراسان ډلې کړنې د روم کنوانسیون د ۶ مې مادې د الف بند له مخې د قتل له لارې د نسل وژنې عناصرو سره سمون لري او د کنوانسیون د ۲۵ مې مادې د الف بند له مخې د احتمالي مرتکبینو له خوا د جرم مستقیمې کړنې په ګوته کوي.

د دې راپور موندنې ښيي، چې په داعش ډلې پورې تړلې خپرونې او رسنۍ په افغانستان د هزاره ګانو او شیعه ګانو په وړاندې رواني جګړه مخ ته وړي، چې د هر برید تر سره کولو «توجیه او ستاینه» کوي.

د دې راپور پر بنسټ، د داعش خراسان ډلې په خپلو عقیدتي اسنادو کې په افغانستان کې هزاره ګان د «رافضي، کافر، مرتد، مشرک او سرپيچې» په نومونو یاد کړي او د خپلو عقیدتي باورونو پر بنسټ یې، د دې قومي او مذهبي ډلې وژل روا بللي دي.

په راپور کې راغلي: «د داعش د نسل وژنې اراده د دوی په رسنیو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي، کوم چې د دوی د پوځي عملیاتو د یوې څانګې په توګه کار کوي. د جرم د قانوني تعریف لپاره، هغه څه چې د پام وړ دي، هغه د هزاره ګانو او شیعه ګانو په وړاندې د دوی د ادعا شوي ارداې یا شرک پر بنسټ د بریدونو توجیه او ستاینه ده.»

په هزاره او شیعه ټولنې د داعش ډول ډول بریدونه

په راپور کې راوړل شوي، داعش ډلې د هزاره ګانو پر وړاندې په تکرار سره له بېلا بېلو کړنلارو، لکه ځانمرګو بریدونو، چاودنو، موټربم بریدونو، د سړک د غاړې بمي چاودنو او ډلییز وسله وال یرغل په څېر، لسګونه قصدي او پلان شوي بریدونه تر سره کړي دي.

دې بنسټ د داعش تر ټولو مهم بریدونه په ۲۰۱۶ کې د دهمزنګ څلورلاري ډلیزه وژنه، په ۲۰۱۷  کې په جوادیه جومات خونړۍ برید، په ۲۰۲۰ کې د کوثر دانش په ښوونیز مرکز برید، په ۲۰۲۱ کې د دشت برچي په زېږنتون برید، د سید الشهدا او عبدالرحیم شهید په ښوونځیو بریدونه، په ۲۰۲۴ په کابل کې په کاسټر موټر برید او په ۲۰۲۴ کې په دایکنډي کې، له کربلا د راستنېدونکو زیارت کوونکو پر وړاندې کمین او بریدو ته اشاره کړې ده.

په دې بریدونو کې سلګونه ملکي وګړي، لکه ماشومان، نوي ځوانان، امیدواره ښځې، زده کوونکي، ښوونکي، ورزشکاران، زیارت او لمونځ کوونکي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ ویلي، د ملګرو ملتونو د اټکلیزه شمېرو له مخې، د داعش خراسان ډلې له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې، په افغانستان کې کابو دوه زره کسان وژلي دي. دغه شمېر کسان د دې ډلې له خوا په ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، نقلیه وسایطو بریدونو او هدفي وژنو کې قرباني شوي دي.

په راپور کې راغلي: په افغانستان کې د هزاره او شیعه ټولنه د وژنو، ټپي کېدو، په ښوونیزو، کلتوري او مذهبي ځایونو باندې بریدونو په ګډون د وژنو له یوې څپې سره مخ شوي دي، چې د روغتیا، زده کړو او نورو خدماتو څخه د محرومیت او همدارنګه د رواني صدمې او نه جبرانېدونکو اقتصادي زیاتونو په ګډون هغه پېښې دي، چې د فرقه ييزې کرکې پراخوالی او ژوروالی ښيي او په دې ټولنه یې ویجاړونکی اغېز کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ د موندونو پر اساس د ۲۰۲۴ میلادي کال په اکتوبر کې د داعش ډلې سره تړلې یوې خپرونې په دایکنډي ولایت کې د کربلا څخه راستنېدونکو زیارت کوونکو باندې د برید په اړه لیکلي وو: «د افغان رافضیانو په وړاندې وروستۍ اتلولي د غور او دایکنډي ولایتونو په ګډه سرحدي سیمه کې وشوه، چېرې چې له شلو ډېر رافضیانو ته مرګ ژوبله واوښته. دې [بریدونو] په سیمه ییزه او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول، د مومنانو زړونه ارام او د مرتدانو، منافقانو او اوازې خپروونکو زړونه له غمه ډک شول.»

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ د دې راپورونو او ورته اسنادو د ارزونې غوښتنه کړې، تر څو په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه وګړو په وړاندې د داعش خراسان ډلې د نسل وژنې کړنو او ارادو د په رسمیت پېژندنې زمینه برابره شي.

دغه راز یاد بنسټ د یوې خپلواکه او بې پرې کړنلارې د جوړولو او ملاتړ غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په ګډون د ټولو مجرمینو له خوا د تر سره شویو جرمونو په اړه شواهد راټول کاندي.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ دغه راز د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور وروکوونکي ریچارد بنټ او جرمونو ضد نړیوالې محکمې څخه غوښتي، چې «ډاډ تر لاسه کړي، چې په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو په اسنادو او شواهدو راټولولو او تحلیل کې قومي او مذهبي ځورونو ته لومړیتوب ورکړي.»

یادونه: د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ بنسټ یو خپلواک، غیر دولتي او غیر انتفاعي سازمان دی، چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ، بشري حقونو او عدالت د ترویج او ملاتړ برخه کې فعالیت لري. دا بنسټ په افغانستان کې د خونړیو او سازمان شویو جنایتونو د مستند کولو او پلټنو لپاره هڅې کوي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه