د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو بلخ کې زده کوونکي دې ته اړ کړي چې د تعلیمي اسنادو لپاره «پګړۍ لرونکي» انځورونه وروسپاري

9 دسمبر 2025
طالبانو بلخ کې زده کوونکي دې ته اړ کړي چې د تعلیمي اسنادو لپاره «پګړۍ لرونکي» انځورونه وروسپاري

Social Media

په بلخ کې یو شمېر زده کوونکي هلکان وايي، په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي ښوونځینو ادارو د تعلیمي اسنادو لپاره پګړۍ لرونکي انځورونه اجباري کړي دي.

رخشانه: بلخ کې د بېلا بېلو ښوونځیو لږ تر لږه پنځو تنو زده کوونکو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ښوونځیو مسوولانو دوی ته ویلي، چې د تعلمي اسنادو تر لاسه کولو لپاره پګړۍ لرونکي انځورونه ادارې ته وسپاري.

د زده کوونکو په وینا، دغه امر د ښوونیز کال له پای ته رسېدو او د کلنیو ازموینو له ختمېدو وروسته صادر شوی دی.

هغوی ویلي، د دولتی او خصوصي ښوونځیو ادارو هغه انځورونه، چې بې پګړۍ اخیستل شوي وو، نه دي منلي او دوی ته یې امر کړی، تر څو په پګړۍ کې نوي انځورونه ورته چمتو کړي.

د دې امر پر بنسټ، د دولتي او خصوصي ښوونځيو په ټولو تعلیمي اسنادو کې، که ستاینلیکونه دي او که د ازموینو پایلې، د زده کوونکو انځورونه باید له پګړۍ سره وي.
زده کوونکو د دې محدودیت په لګولو په نیوکې سره زیاته کړې، چې د دې قانون پلي کېدل د دوی د لالهاندۍ لامل شوی دی.

بلخ ولایت کې د یو ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکي محمد ویلي، د ښوونځي ادارې دوی ته ویلي، چې له «پګړۍ پرته انځور» باندې دوی ته «اطلاع نامې» نه ورکوي.

هغه ویلي دي: «زموږ ښوونکي یوه پګړۍ ټولګي ته د ننه راوړه او ویل یې همدا په سر کړی او ټول د خپلو نمرو د پایلو په خاطر په دې پګړۍ کې انځورونه واخلۍ. زموږ ښوونکي ویل له پګړۍ پرته انځور د منلو نه دی.»

د طالبانو د پوهنې وزارت د روان کال په لومړیو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو د جامو په اړه یوه ۹ مادیزه لایحه صادره کړې ده.

د دې لایحې پر بنسټ د ښوونکو جامې کمیس او پرتوګ له پګړۍ یا خولۍ سره او د دیني مدرسو د ښوونکو لپاره هم کمیس او پرتوګ او د دیني عالمانو سره مناسبه پګړۍ ټاکل شوې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو واک ته په بیا رسېدو سره د هېواد د پوهنې ښوونیز نصاب ته بدلون ورکړی دی. د دې ډلې له خوا د ښوونیز نصاب بدلون، د زده کړو د فعالانو او شنوونکو اندېښنې له ځان سره درلودې.

د زده کړو د فعالانو په باور، د دې ډلې له خوا د کتابونو د منځپانګې بدلون ښايي د دې لامل شي، چې ماشومان لا د «دیني افراط» لوري ته وهڅول شي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه