د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتې شبکې، افغانستان کې د جنستي توپیر د پای ته رسولو لپاره د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه

9 دسمبر 2025
د ښځو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتې شبکې، افغانستان کې د جنستي توپیر د پای ته رسولو لپاره د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه

د ښځو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتې شبکې (WCRAN) ، کاناډا کې د یوې غونډې په جوړولو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره غوښتنه وکړه.

رخشانه: دغه غونډه نن (سه شنبه د لیندۍ ۱۸ مه) «له کابل نه تر اوتاوه: په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو نړیوال پیوستون» تر نامه لاندې د کاناډا په پارلمان کې جوړه شوې وه.

په دې غونده کې د کاناډا پارلمان غړو، د نړیوالو بنسټونو استازو، سفیرانو، ديپلوماتانو، څېړونکو، د ښځو د حقونو فعالانو، د پوهنتون استادانو او خبریالانو ګډون کړي وو او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې پاملرنې غوښتونکي شول.

غونډه په افغانستان کې د جنسیتي توپير د پېژندنې او جرمي کولو لپاره، د نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو، د نړیوال حساب ورکولو کړنلارو د پیاوړتیا او د نړیوال سیاست جوړونې پروسو کې د هېواد د ښځو د رول روښانه کولو په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د کاناډا پارلمان غړي علي احساسي د ښځو د حقونو د تحقق لپاره د فعالانو د دوامداره ملاتړ ستاینه وکړه او د کاناډا د حکومت او پارلمان پر ژمنې یې ټینګار وکړ، چې د افغان مېرمنو ملاتړ به کوي.

د ښخو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتنې شبکې مسوولې زرقا یفتلي هم په دې غونډه کې د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره د پیوستون پر اړتیا ټینګار وکړ او د عدالت د خوندیتوب لپاره یې د دوامداره نړیوال عمل، همکارۍ او عدالت غوښتنې، غوښتنه وکړه.

د ښځو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتنې شبکې د کاناډا له دولت نه غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې لپاره د مبارزې نړیواله مشري پر غاړه واخلي.

دې بنسټ د کاناډا حکومت ته د افغان ښځو لپاره د سملاسي ګام پورته کولو، د نړیوال عدالت کړنلارو پر پیاوړي کولو او افغانستان پورې اړوند ټولو سیاسي بحثونو کې د ښځو د حقونو ځای پر ځای کولو پر اړتیا ټینګار کړی دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د دې ناستې ګډونوالو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغان ښځې د تصیم نیولو پروسه کې د ننه کړي او «د ښخو د فرصتونو او راتلونکې قصدي تخریب، د جنسیتي توپیر د بېلګې په توګه» په رسمیت وپېژني.

طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او بنسټیزو خپلواکیو په وړاندې په پراخو محدودیتونو لګولو د ښځو سره «په جنسیتي توپیر» تورن دي. د ښځو د حقونو فعالانو په وار وار له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د جنستي توپیر د په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه