د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: په افغانستان کې بشري حقونه واقعیت نه، بلکې یو ټپي او رټل شوی نوم دی

10 دسمبر 2025
معترضې ښځې: په افغانستان کې بشري حقونه واقعیت نه، بلکې یو ټپي او رټل شوی نوم دی

Reuters

د افغان ښځو د پیوستون غورځنګ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري حقونه یو واقعیت نه، بلکې یو ټپي او څنډې ته کړای شوی نوم دی.

رخشانه: دغه اعتراضي غورځنګ نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د بشري حقونو نړیوالې ورځې سره سم لیکلي، په داسې حال کې، چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان له حقونو او اساسي خپلواکیو برخمن دي، خو افغان ښځې او نجونې ان له خپلو تر ټولو لومړنیو انساني حقونو بې برخې دي.

د افغان ښځو د پیوستون غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د بشري حقونو په نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې له ګډو انساني ارزښتونو، عدالت، برابرۍ او آزادۍ څخه دفاع کېږي، خو په افغانستان کې بشري حقونه نور یو واقعیت نه، بلکې یو ټپي او څنډې ته کړای شوی نوم دی.

د دې غورځنګ غړو ویلي، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، د بیان د آزادۍ بندول، خپل سرې نیونې، ربړونې، غیرقانوني محاکمې او د طالبانو له لوري د مدني او رسنیزو فعالانو ځپل، د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

معترضو مېرمنو له نړیوالې ټولنې پوښتلي، چې ولې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې او ښکاره سرغړونې له عملي ګامونو سره مل نه دي او ولې د ښځو غږ، چې د ژوند، زده کړې او خپلواکۍ د حق لپاره مبارزه کوي، په پام کې نه نیول کېږي؟

هغوی له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او دولتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د بشريت پر وړاندې د جنایت په توګه د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې تر څنګ د بشري حقونو سرغړونې په رسمي ډول وڅېړي او مستندې یې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

معترضو ښځو دغه راز د حساب ورکولو کړنلارې په جوړولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د طالبانو د نړیوالې محاکمې په اړه ټينګار کړی دی.

د افغان ښځو د پیوستون غورځنګ غړو په پای کې د افغان مېرمنو، مدلي فعالانو، خبریالانو او کډوالو لپاره د قانوني، سیاسي او بشري ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه