د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونیز کال پای، د هلکانو لپاره خاطره، د نجونو لپاره خواشیني

10 دسمبر 2025
د ښوونیز کال پای، د هلکانو لپاره خاطره، د نجونو لپاره خواشیني

عکس: رسانه‌ی رخشانه.

په هېواد کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پای ته رسېدو سره سم، د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او له زده کړو پاتې نجونو له اوښکو په ډکو سترګو او خواشینۍ سره زده کوونکو هلکانو ته له ښونځيو د فارغېدو مبارکي ویلې ده.

رخشانه: «که مې د زده کړې اجازه درلودای نن ما هم جشن نیوه» دا لنډه جمله په انسټاګرام په یوه ویډیو کې لیکل شوې ده.

د خواله رسنیو د کاروونکو په اند دغه جمله له زده کړو د زرګونو بې برخو نجونو کیسه ښيي، هغه نجونې چې په لېوالتیا سره د زده کوونکو هلکانو د فراغت جشن په ویډیوګانو کې ننداره کوي.

فارغو شویو زده کوونکو هلکانو له ښوونځي خپل فراغت په ګډا او نڅا سره جشن نیولی، خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه نجونې په کور او انزوا کې له دغه ورځ په اوښکو او خواشینۍ سره تېره کړې ده.

د خواله رسنیو یو کاروونکي اشاره کړې، که نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه درلودای، هغوی هم سږ کال کولی شوای جشن ونیسي.

هغه له ښوونځي څخه د فارغو شویو هلکانو د فراغت جش اړوند یوه ویډیو کې لیکلي دي: «هغه خواشیني، چې د عمر تر پایه زموږ افغان نجونو په زړو پاتې شوه، هغه حق چې له موږ د نجلۍ توب په جرم اخیستل شوی دی.»

د خواله رسنیو یو شمېر نورو کاروونکو هم لیکلي، د دغه ویډیوګانو په لیدو د زرګونو نجونو زړونه مات شول، خو چا یې درد ته پاملرنه نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

له دې کاروونکو یو تن لیکلي دي: «د څو میلیونه نجونو زړونه په سینه کې اور واخیست، خو څوک یې په یاد نه دي.»
هلکان خپل فراغت په داسې حال کې لمانځي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له اوښکو په ډکو سترګو خپل ښوونیز کال پای ته رسوي.

یو بل کاروونکي د زده کړو له حق نه د نجونو بې برخېتوب ته په نیوکې سره لیکلي: «د میلیونو نجونو هیلې، ای کاش چې زموږ ټولو نجونو [خپل فراغت] لمانځلی. زموږ کم عمره نجونې له شپږم ټولګي په اوښکو ډکو سترګو فارغېږي.»

کاروونکو ټینګار کړی دی، چې زده کوونکو هلکان د طالبانو په تېره څلورکلنه واکمنۍ کې پرلپسې له ښوونځي د فراغت جشنونه نیولي، خو د نجونو سختۍ او لېوالتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې.

یو کاروونکي لیکلي: «په هغه هېواد کې، چې جهالت [په هغو کې] چپې وهي باید ] وناڅو. زرګونه نجونې د درس ویلو په هیله پاتې شوې، خو دوی [هلکان] ناڅي. تاسو (څه ډول) وجدان لرۍ. بیا وايي، ولې هېواد پرمختګ نه کوي، موږ شا ته ځو او ګناه مو هم خپله ده.»

یوه کاروونکې نجلۍ نجوا پر خپله فسبوک پاڼه له زده کړو د نجونو د محرومیت په غبرګون کې په «زغم» توصیه کړې لیکلي یې دي: د هېواد وړتیا لرونکې لوڼې له زده کړو بې برخې پاتې شوې، خو تاسو زموږ د ملاتړ پر ځای جشن نیسۍ؟ افسوس د افغانستان د نارینه وو په غیرت او همت… موږ کلونه وجنګېدو، که ریښتینې پوه وای، یو ځل به مو زموږ له حق نه په رښتیا دفاع کړې وه.»

خو یو شمېر نجونو نارینه زده کوونکو ته د خواست پیغامونه لېږلي او له هغوی یې غوښتي، چې دوی ونه ژړوي. د خواله رسنیو یو کاروونکي لیکلي: جشن ونیسۍ خو آرام، پام هغه نجونې چې تاسو یې د ژوند په تر ټولو سخته مبارزه کې یوازې پرېښودې دي، د اوښکو توییدو لامل مه کېږۍ.»

د طالبانو د ډلې مشر په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو لومړنیو محدودونکو اقداماتو په لړ کې امر وکړ، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ دې په ټول هېواد کې د ښوونځیو دروازې وتړل شي. د طالبانو د مشر دغه محدودیت په نړیواله کچه غبرګونونه له ځا سره لرل.

طالبانو پر هېواد په خپله څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړي. دغې ډلې په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړې بندیز هم نه دی پای ته رسولي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه