د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د بشري حقونو د اعلامیې په وړاندې د جګړې اعلان

۲۰ ليندۍ ۱۴۰۴
افغانستان کې د بشري حقونو د اعلامیې په وړاندې د جګړې اعلان

www.globalvillagespace.com

حوا جوادي

د هغه اعلامیې له خپرېدو کابو اتیا کاله تېرېږي، چې ټاکل شوې وه، نړۍ د انساني برابرۍ لپاره په یوه کور بدله کړي. د ۳۰ مادو لرونکې بیانیه، چې هره یوه یې هغه حقونه شمېري، چې هر انسان يې د ده، د خواصو او ځانګړتیاوو په پام کې نیولو پرته لري، باید ترې برخمن وي، لکه، توکم، رنګ، جنس، ژبه، مذهب، سیاسي لیدلوری، ملیت یا ټولینز اصل.

خو په افغانستان کې له څلورو کلونو زیاته موده کېږي داسې یو نظام واکمن دی، چې د دې اعلامیې د هېڅ یوې مادې پلي کولو ته تړلی نه دی. ټول هغه ځانګړنې او خصلتونه چې د بشري حقونو په اعلامیه کې جرم نه ګڼل کېده، اوس په افغانستان کې د انساني تبعیض او نابرابرۍ بنسټ ګرځېدلی دی. دلته په ټولو مسلو رڼا اچول ناشونی کار دی. خو که یوازې هغه سیستماتیک تبعیض ته چې د ښځو په وړاندې دوام لري وګورو. وینو چې طالبان په ټول توان سره د دې اعلامیې پر وړاندې ولاړ دي او له هغو د خپرو شویو ارښتونو په وړاندې، په ښکاره توګه جګړې ته د ننه شوي دي.

د ښځې او نارینه د برابرۍ په وړاندې جګړه

د جنسیت له مخې، افغانستان دا مهال د جنستي تبعیض تر ټولو غیر انساني نښه ده. په معاصر تاریخ کې جنسیت ډېر لږ تر دې بریده د غوره والي او ښه توب لپاره داسې یو بنسټ وو. «نروالی» د مطلق امتیاز په توګه او «ښځتوب» د جرم په توګه د ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکو بنسټ جوړوي. پخوا که په ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو کې جنسیتي تبعیض ریښې درلودې، اوس واکمن سیاسي نظام خپل ټول ځواک کارولی، تر څو دا تبعیض د انفرادي او ټولنیز ژوند ټولو برخو ته وغځوي.

د ښځو لپاره له زده کړو نیولې تر کاره او له جامو نیولې تر کورنیو اړیکو پورې جرم جوړونه ښيي، چې افغانستان کې دا مهال د بشري حقونو د اعلامیې او په کې د درج شویو اصولو پر وړاندې په بشپړه توګه جګړه روانه ده. دلته موضوع د شاتګ یا تېر ته د ستنېدو نه ده، ان د پخوانیو اړیکو بیارغونه هم نه ده. هغه څه چې روان دي، د فکر کولو د یوې لارې پر وړاندې جګړه ده، چې انساني ارزښتونه د «انساني کېدو» بنسټ ګڼي.

دغه ډول لید لوری ښايي په پخوانیو ټولینزو – کلتوري دودونو کې ریښه ولري، خو اصلي موضوع د دویز کلتور او ټولنې د بیارغونې نه ده. ان که دغه ډول دودونو په تېر کې شتون هم ونه لري، بیا شرایط بدلون نه کوي، ځکه چې واکمن نظام له انسان څخه د متفاوت تعریف پر ستنې ولاړ دی او اصولآ له انسان څخه یو لاسی او یو شان تعریف نه مني.

انساني درجه بندي

د طالبانو په فکري نظام کې د «یوه انسان» پر ځای «څو ډوله انسان» شتون لري. دغه انسانان د هغو صفتونو او ځانګړنو په تناسب چې لري یې، له بېلا بېلو انساني درجو برخمن دي.

د دغه صفتونو او ځانګړونو ځینې هغه یې د بدلون وړ دي، یعنې د دې امکان شته، چې یو کس په خپله ځانګړنه کې په بدلون سره، خپل انساني مقام ته بدلون ورکړي، د بېلګې په توګه له ۲ مې یا ۳ مې درجې انسان څخه په ۱ درجې انسان بدل شي. یا مخښکته لار ونیسي او له ۱ درجې انسان څخه ۳ مې درجې ته راولوېږي.

خو د ځانګړنو یوه بله برخه بیا ثابته ده. له هغه ځایه چې دغه ځانګړنې بدلون نه مومي، هغه انسانان چې له دې ځانګړنې برخمن دي، هم ثابت دي او بدلون نه کوي. یو له دغه ځانګړونو هم چې بدلون نه مومي او ثابته ده «جنسیت» دی.

پرته له دې چې ښځه په کومې قومي، ژبنۍ او مذهبي ډلې پورې اړه ولري، له زېږون سره سم د انساني حیثیت تر ټولو ټیټ درجې څخه برخمنه کېږي. دغه مقام د ژوند په اوږدو کې بدلون نه کوي، او ښځه چې تر څو ژوند ده، نارینه وو  پورې تړلې، تر لاس لاندې او تابع پاتې کېږي.

ښځه حق نه لري، چې خپلواکه وي، زده کړې وکړي، کار ولري او په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي. د ښځې واک له نارینه وو سره دی او نارینه پوهېږي، چې د ښځو ښه توب په څه کې دی، د هغوی د حقونو لمن تر کومه ځایه ده او څه ډول دغه حقونه هغوی ته ورکړل شي.

ښځې د نارینه وو په چوپر کې

له دې نظره، د ښځو د پیدایښت فلسفه د نارینه وو د پیدایښت له فلسفې ځانګړې ده. نارینه نړۍ ته راځي تر څو ژوند وکړي. عیش او عیاشي وکړي، ځواک ولري او د فردي او ټولیز ژوند چارې مخ ته یوسي، خو ښځې نړۍ ته راځي تر څو د نارینه وو چوپر و وهي. چېرته چې نارینه کوم کمښت پیدا کړي او هغو ته اړتیا ولري، ښځې باید د هغوی اړتیا ورپوره کړي د دې اړتیا لمن خورا بې پولې او بې دېواله ده.

که نارینه خوند او شوهت ته اړتیا ولري، ښځې د نارینه وو د خوښۍ او شهوت توکي دي. که نارینه د ځواک او سیاست غوښتنه ولري، ښځې باید له هغوی سره مرسته وکړي تر څو واک ته ورسېږي. که چېرې نارینه تاوتریخوالي او د زور عملي کولو ته لېواله وي، ښځې باید قرباني شي او د نارینه وو تاوتریخوالی وزغمي.

ښځه په خپل ذات کې د انساني حقونو نه لرونکې ده. د ښځو انساني حقونه له هغه ځایه راځي، چې کولی شي له نارینه وو سره مرسته وکړي تر څو بشپړ ژوند وکړي. ښځه د نارینه وو د ژوند د نظم کمال ته رسولو لپاره پیدا شوې ده. ژوند نارینه طبعیت لري او ښځه د نارینه د دې ارټ د ښه څرخېدو لپاره رامنځ ته شوې ده. په هره کچه چې ښځه وتوانېږي د نارینه د ارټ په پراختیا او کمال ته رسولو کې رول ولوبوي، په همغه کچه له بشري حقونو برخمنه کېږي.

په افغانستان کې اوسنی واکمن نظام ښخې له نارینه وو سره د پرتلې وړ او برابر انسان نه بولي، ښځې انسان دي، خو «نیمګړي انسانان» چې د نارینه وو په پرتله له ډېر ټیټ مقام څخه برخمنې دي. په دې ډول لید لوریو کې انساني برابرۍ له بېخه بې مانا ده، ځکه چې برابري په خپل ذات کې د دوو طبعي برابرو موجوداتو تر منځ مانا لري. ښځې او نارینه په ذات کې سره برابر نه دي او په پای کې نه شي کېدای، چې د دغو دوه جنسونو تر منځ برابري رامنځ ته کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

ښځې له «څارویو سره د برابرۍ» مستحقې دي

انساني برابري د نارینه وو تر منځ د برابرۍ په مانا ده، نه له ښځو سره د نارینه وو برابري. د ښځې او نر برابري له دې امله د نابرابرۍ ثبوت دی، ځکه چې ټيت او نیمګړی جوړښت نه شي کولی له غوره او بشپړ جوړښت سره برابر شي. په پایله کې د یو ډول برابرۍ د طرحې پر ځای باید له څو ډوله برابرۍ څخه خبرې وکړو. کله چې له انساني برابرۍ نه خبره کېږي، موخه د نارینه وو تر منځ برابري ده او که چېرې ښځې له نارینه وو سره د برابرو حقونو او مقام څخه برخمنې نه وي، دا برابري نه نقض کېږي.

د ښځو برابري د انساني برابرۍ له جنسه نه ده، طالبانو د ښځو له برابرۍ کوم ځانګړی تعریف نه دی وړاندې کړی. که چېرې د دوی فکري ځانګړنو او خصویتونو ته وګورو، د ښځو برابري «د څارویو د برابرۍ» له جنسه یو شی دی.

لکه څنګه چې څاروي له حقونو برخمن دي، ښځې هم له حقونو برخمنې دي. هغوی په ټولنه کې د ژوند حق لري. خو د حقونو دا ټولګه د هغو حقونو بڼه نه ده، چې نارینه ترې برخمن دي.

د ښځو لپاره انساني حقونه په پام کې نیول د (انساني برابرۍ» ماتونه ده او د طالبانو د فکر لوري له مخې، ټولنه او د انساني ژوند نظم د تباهۍ او ورکېدو لور ته راکاږي. له همدې هبت الله اخوندازده دم په دم تازه فرمانو صادروي، هغه فرمانونه چې هر یو یې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د درج شویو اساسي انساني حقونو یوه برخه له ښځو تروړي. د هبت الله له لیدلوري د دې حقونو تروړل د انساني برابري د خوندیتوب لپاره دي، نه د هغو ماتول.

له ښځو باید انساني حقونه واخیستل شي، ځکه چې دا حقونه په هغوی پورې تړاو نه لري. د ښځو شان او مقام دا نه دی، چې د نارینه وو سره برابرې وي، لکه څنګه چې څاروي نه شي کېدای له انسانانو سره برابره وګڼل شي، د انساني برابرۍ په پلمه نه شو کولی غوا، مېږې او ښځې ته همغه حقونه ورکړو، چې یو نارینه ته ورکول کېږي.

د افغانستان وګړي د انساني برابرۍ یا د ښځو د حیواني حقونو په دوه لارې کې

طالبان د هغه څه په جوړښت سره چې «اسلامي امارت» یې بولي، په ښکار د «د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې» پر وړاندې جګړه کوي، هغوی دا اعلامیه د انساني برابرۍ پر ضد اعلامیه بولي.

د طالبانو حکومت په عمل کې د افغانستان او نړۍ خلک په ښکاره دوه لارې کې درولي دي، د انسانانو په توګه د ښځو منل او په پایله کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د مادو منل، یا د ښځو منل د نیمګړو انسانانو په توګه، چې هېڅکله د نارینه وو سره برابر حیثیت او کرامت نه شي لرلای، دا یعنې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ردول او د هغې پر ضد جګړه.

طالبانو د ملا هبت الله په مشرۍ په تېرو څلورو کلونو کې ګام په ګام د ښځو بنسټیز حقونه له هغوی اخیستي دي. په دې موده کې د افغانستان خلک او نړیواله ټوله په وحشتناک ډول له دې وضعیت سره جوړه او مل شوې ده.

دغه وضعیت ګڼې پوښتنې بې ځوابه پرېږدي. آیا د افغانستان خلک په رښتیا د ښځو په انساني حقونو باور نه لري؟ آیا هغه ټولنه چې په هغې کې تر دې کچې ښځو ته په انسان ضد او سپک نظر کتل کېږي، کولی شي په نننۍ نړۍ کې دوام وکړي؟

آیا په رښتیا د افغانستان لپاره د یوه هېواد په توګه د ښځو حقونه د تباهۍ او ورکېدو تومنه ده؟ نړیواله ټولنه تر کومه ځایه کولی شي، د ښځو د انساني حقونو په وړاندې جګړه وزغمي؟ آیا له ښځو انسانیت تروړنه یوازې تر افغانستان پورې محدوده پاتېږي او دا لید لوری د افغانستان له پولو د باندې، نور هېوادونه ته چې په کې اسلامي افراطي ډلې شتون لري، هلته نه خورېږي؟ آیا اوسنۍ زمانه کې له ښځو د انسانیت بربنډه تروړنه، په نړۍ کې د ښځو د برابرۍ کړنلاره نه اغېزمنوي؟

اړوندې لیکنې

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه