د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بیان د آزادۍ مرکز: په افغانستان کې د خبریالانو او بیان آزادۍ د مدافعینو وضعیت د اندېښنې وړ دی

11 دسمبر 2025
د بیان د آزادۍ مرکز: په افغانستان کې د خبریالانو او بیان آزادۍ د مدافعینو وضعیت د اندېښنې وړ دی

AFP

د بیان د آزادۍ مرکز(FSC) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو او بیان آزادۍ د مدافعینو وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی.

رخشانه: دغه مرکز تېره ورځ (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې لیکلي، د مدني خپلواکیو ځپل، رسنیز محدودیتونه، د خبریالانو نیول او ګواښل او د خپلواکه غږونو غلي کول، له بشري حقونو ښکاره سرغړاوی دی.

د بیان د آزادۍ مرکز په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د ننه او ګاونډیو هېوادونو کې لسګونه خبریالان په سختو، بې برخلیکه او وړ ملاتړ پرته شرایطو کې ژوند تېروي او له پاکستان او ایران څخه د خبریالانو ایستل له ګډوالو سره د بشري حقونو، جینوا کنوانسیون او نړیوالو معیارونو او اصولو سره په ټکر کې دي.

د بیان د آزادۍ مرکز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې، لیکلي یې دي، ډېری د هغو دا مهال په بې سرپنايۍ او د طالبانو د مستقیمو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او لسګونه خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي او زنداني شوي دي.

د دې مرکز په وینا، لارښود شوي سانسور او ځان سانسورۍ، د تحلیلي خپرونو محدودول او د خپلواکو رسنیو د غږ غلي کول خلک اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم کړي، د بیان آزادۍ یې عملآ فلج کړې او ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې د طالبانو د سیستماتیکو فشارونو او تبعیض قرباني شوې دي.

د بیان د آزادۍ مرکز د بیان د آزادۍ او خبریالانو د حقونو د دفاع غوښتنه کړې او د بیان د آزادۍ او رسنیو د خپلواکۍ د سرغړونو په په مستندولو یې ټينګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دغه راز یاد مرکز په بېړنۍ توګه له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو د غیرقانوني ایستلو د درېدو، د خبریالانو د حقونو د دفاع لپاره له نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ پیاوړي کولو او د طالبانو له زندانونو د بندي خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه