د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او ژور انساني بحران په اړه خبرداری ورکړ

12 دسمبر 2025
فایق په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او ژور انساني بحران په اړه خبرداری ورکړ

عکس: صفحه‌ی ایکس نصیراحمد فایق.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او ژور انساني بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.

رخشانه: فایق تېره ورځ (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ویلي، افغانستان د جوښتي ځپنې، اقتصادي پاشلتیا، سختې انساني اړتیا، په زور کډوالۍ، د مدني فضا بندېدو او د سیمه ییزه کړکېچونو سره مخ دی.

هغه ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اساسي حقونو قصدي او سیستماتیکې سرغړونې، ښکاره اعدامونه، بدني ربړونې، خپل سرې نیونې، د رسنیو سانسور او له محکمې پرته وژنې دوام لري.

فایق زیاته کړې، په افغانستان کې د مدني خپلواکیو فضا په جدي توګه محدوده شوې او اطلاعاتو ته لاسرسی له هغې ډلې انټرنېټ، ته په پرلپسې توګه محدود شوی، ښخې او نجونې د ځورونې او سیستماتیک تبعیض له سختې کچې سره مخ دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه په پراخه کچه د جنستي ځورونې لپاره د دې ډلې قصدي پرېکړې وبللې، چې کولی شري د بشریت پر وړاندې جنایت وبلل شي.

فایق زیاته کړې، د طالبانو محدودیتونو «د انسانانو ژوند اخیستی، هویتونه یې حذف کړي، نیمايي وګړي یې له کرامت، شتون او راتلونکې محروم کړي او د هېواد راتلونکې ګواښي.»

هغه دغه راز ټينګار کړی، چې افغانستان له ژور انساني ناورین سره مخ دی. له ۲۳ میلیونه زیاته وګړي مرستو ته اړتیا لري، بېوزلي، بېکاري، وچکالي، د خوړو نه خوندیتوب او پر ژوند د طالبانو محدودیتونو، د کړاو او بېوزلۍ کچه لا ژوره کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

فایق له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې ویلي، دغه په زور ایستنې، تر ډېره په ښځو، نجونو او لږکیو اغېز کړی دی.

نوموړي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې ثباته او اندېښمنوونکی وباله ویلي یې دي، افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت لري او ځواکونه جذبوي او زده کړې ورکوي. هغې د افراطي مدرسو پراختیا د افغانستان د راتلونکې ځوان نسل او سیمې د بې ثباتۍ لپاره جدي ګواښ وباله.

فایق زیاته کړې، طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه، بشري حقونو ته په درناوي او سیاسي کړنلارې پر مخ وړلو کې ناکام پاتې شوي او اوس باید د دې ژمنو د نه ترسراوي په اړه ځواب و وايي.
هغه د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې افغانستان به په انزاو، زور او واکمنۍ تپلو سره ثبات ته ونه رسېږي. ده ټينګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له خپل مقام او وسیلو څخه ګټه واخلي، تر څو طالبان سیاسي، مشروع ځواک او افغانستان د استازو سره خبرو اترو ته وهڅوي.

فایق پر دوام ټینګار کړی، چې د طالبانو، ښځو، مدني ټولنې او ځوانانو په ګډون د ټولو باوري ګوندونو په ګډون د یوې ریښتینې سیاسي پروسې د پیل لپاره باید زمینه برابره شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ سرپرست، له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې طالبان د دوحې تړون او امنیت شورا پرېکړه لیک ژمنو ته ځواب ویوونکي کړي.

همدارنګه هغه د افغانانو تر منځ د مشروع حکومت د جوړلو لپاره د خبرو اترو پروسه کې د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا او ملاتړ لپاره د همغږو معیارونو پر بنسټ د چوکاټ جوړولو غوښتنه وکړه ویې ویل، ښځې او نجونې د دغه تعاملاتو په مرکز کې وي.

فایق د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د بشري مرستو پر برابرولو ټینګار او د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو د ځورونې او جنسیتي ځورونې لپاره یې د طالبانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه