د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په ننګرهار کې لېوه د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان کړل

12 دسمبر 2025
په ننګرهار کې لېوه د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان کړل

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت په نازیان ولسوالۍ کې یو لېوه د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان کړي دي.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي ویلي، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د دې ولایت د نازیان ولسوالۍ په سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړې، دغه لېوه د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا، د یادې کورنۍ دغه اووه غړي د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

معلومه نه ده، چې لېوه څه ډول د دې کورنۍ اووه غړي داړلي دي.

له بل لوري د سیمې اوسېدونکي وايي، د لېوه له لوري داړل شوي کسان د دریو کورنیو غړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، څلور تنه د یوې کورنۍ، دوه تنه د بلې کورنۍ او یو تن بیا د بلې کورنۍ وو. له دې کسانو څلور تنه د مخ په برخه کې ټپیان شوي دي.

هغوی زیاته کړې «په غالب ګمان لېوه لیونی شو او کولای یې شوای زیات کسان ټپیان کړي.»

د سیمې اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره په ډېری سیمو کې لېوان له غرونو راکوز شوي او د سیمې اوسېدونکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزه اداره غواړي په ژمي کې د لېوانو د مهارولو لپاره ګام پورته کړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه