د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مور یې لومړنۍ څوک وه، چې د نوروز «غلبېل غلبېل» بدن ته یې ځان ورساوه

۲۳ ليندۍ ۱۴۰۴
مور یې لومړنۍ څوک وه، چې د نوروز «غلبېل غلبېل» بدن ته یې ځان ورساوه

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

تمنا تابان

په هغه ورځ چې نوروز او رحمت د وسله والو کوچیانو تر برید لاندې راغلل، له درې ښځو پرته نور چا د دایمیرداد ولسوالۍ د «قوتوی پاین» په کلي کې شتون نه درلود. د نوروز او رحمت الله مشر ورور د دایمیرداد بازار ته تللی وو او  تر ټولو کوچینۍ ورور یې نورالله هم د کتاب لوستلو په یوه سیالۍ کې د ګډون په موخه څو کلي ښکته تللی وو.

د سرچینو په وینا، د پېښې په ورځ، نوروز علي او رحمت الله د ژمي د سونګ بوټو لپاره د کلي مخامخ غبره ته تللي وو.

د روان کال د لړم په ۲۳ مه د جمعې په ورځ، وسله والو کوچیانو د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د «قوتوی پایین» کلي دوه وروڼه ۱۹ کلن رحمت الله «ګل میری» او ۲۶ کلن نوروز علي «ګل میری» په ناتار ډوزو و وژل. په دې پېښه کې نوروز علي ژوند له لاسه ورکړ او رحمت الله د سر په برخه کې ژور ټپي شو، چې تر اوسه په کوما حالت کې دی.

رخشانه رسنۍ وتوانېده، چې په دې راپور کې د پېښې جریان د دغو دو قربانیانو د مور او ځینو نورو خبرو سرچینو له خولې بیان کړي. په دې پېښه کې د یادې کورنۍ یو بل ۱۴ کلن زوی هم، یوه اوونۍ وروسته د لړم په ۳۰ مه له دې پېښې د ورپېښ شوي شوک له امله ژوند له لاس ورکړی دی.

«غلبېل غلبېل» شوی بدن

د سرچینو په وینا، د دې دوه قربانیانو مور لومړنۍ څوک وه، چې ځان یې د پېښې ځای ته رسولی وو. سرچینې چې له رخشانې رسنۍ سره یې خبرې کړې دي، د نوروز د مور له قوله ویلي: «نورو یې په مرمۍ غلبېل غلبېل «سوری سوری» کړی وو. کله چې ورنېږدې شوم لا ژوندی وو او له خولې یې وینې راتلې، غوښتل یې څه و وايي، خو هېڅ یې ونه شوای ویلای، څو ځلې یې ژبه واړوله خو خبرې یې ونه شوای کولی.»

روښانه نه ده، چې په برید کې څو تنه دخیل وو. خو د قربانیانو مور ویلي، پر زامنو یې له څلورو لوریو برید شوی وو. رحمت الله د ډبرې تر شا پټ ژوندۍ پاتې وو، خو سخت ټپي وو.

د یوې بلې سرچینې په وینا، طالبانو د نوروز علي کورنۍ ته ویلي، چې له کوچیانو یې پنځه تنه د نوروز د وژلو او د رحمت الله د ټپي کولو په تور نیولي دي.

د نوروز مور د پېښې د اصلي لیدونکو څخه یوه ده، چې ویلي یې دي، کله یې چې د ډزو غږونه واورېدل اندېښمنه شوه. په لوړ غږ یې د نوروز نوم واخیست: «نوروز مې په ځواب کې و ویل، مورجانې صبر وکړه.»

د ناتار ډزو غږونه چې غلي شول، هغه له دوه نورو ښځو سره د پېښې د ځای پر لور ځي او له یوه ناورین سره مخ کېږي. د سرچینې په وینا: «په هغه ورځ د نوروز مور دوه انتخابه لرل، یا به پیاوړې پاتې کېږي او خپل بل زوی چې ټپي وو، ژغوري یا به د نوروز سر ته چې وینې ترې روانې وې، په ژړا او واویلا درېږي او خپل تاب او توان به له لاسه ورکوي، چې په دې صورت کې رحمت الله چې وینې ترې روانې دي، له منځه تللو، هغې اوله لار وټاکله، نوروز او رحمت الله یې پر هغه خروو،  چې د بوټو لپاره یې راوستي وو، سواره کړل او کلي ته یې راوړل.»

قربانیان وروسته د موټر په واسطه د درملنې یوه مرکز ته یوړل شول، چې نوروز د پېښې په ځای کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

په (مستعار نوم) ۳۶ کلن سلیم د رحمت الله د وضعیت په اړه ویلي، د پېښې پر مهال رحمت الله منډې وهلې او وسله والو کوچیانو پر هغه ډزې کولې، چې یوه مرمۍ په سر ولګېد: «له نېکه مرغه مرمۍ یې مغزي ته نه وه رسېدلې، خو د جمجمې په منځ کې یې پاتې ده، د رحمت الله بېهوښي هم له همدې خطر څخه ده. ډاکتر ویلي، که مرمۍ ځینې وباسو ښايي د رحمت الله لید او هوښیاري د تل لپاره له منځه لاړه شي، په همدې خاطر یې هغه بستر کړی او هڅه کوي، تر څو مرمۍ د درملو په واسطه له منځه یوسي او یا یې هم راوباسي.»

«آخر ګناه یې څه وه، د کار او غریبۍ په خاطر غره ته تللي وو، نه یې په چا کار درلود او نه پر چا غرض.» دا هغه پوښتنه ده، چې د نوروز مور په وار وار په ژړا سره له ټولو کړې ده، خو څوک هغې ته ځواب نه لري.

دایمیرداد کې د الله داد صالحي په (مستعار نوم) ټولنیز فعال د دې پېښې په اړه وايي، له دې کاره د کوچیانو موخه، د خلکو په زور کډه کول او د هغوی د کورونو نیول وو.

هغه ویلي دي: «په دې سیمه کې د قوتوی بالا او پاین په نومونو دوه کلي دي، مخکې ډېری کورنیو په قوتوی بالا کلي کې ژوند کاوه، کابو ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې کورنۍ وې، خو په خواشینۍ سره د جګړو او څنډې ته د دې سیمې د بد جغرافیايي موقعیت څخه، خلکو له وېرې دا کلی پرېښود تر دې چې کلی ټول تش شو. په قوتوی پاین کې هم څو کورنیو ژوند کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره له نوروز او ورڼو پرته یې، چې شپږ وروڼه وو، ټول ترې لاړل. دا ځوانان ډېر مېړني او نه وېرېدونکې وو، چې یوازې د خپلې خاورې د ساتلو په موخه یې ونه غوښتل، کلی پرېږدي، ځکه د پرېښودو په صورت کې دا کلی او د قوتوی بالا کلی دواړه د کوچیانو لاس ته لوېدل. اوس کوچیان د دې پېښې په رامنځ ته کولو سره غواړي، دغه وروڼه هم له قوتوی پاین کلي څخه کډه کړي.»

هغه باوري دی، چې کوچیانو د خلکو د اجباري کډوالۍ لپاره په دې کار لاس پورې کړی دی: «کوچیان په دایمیرداد ولسوالۍ کې ان یو متر ځمکه هم نه لري. له بلې لوري دا ادعا هم نه شي کولی، دلیل چې ډېری جګړې په دایمیرداد کې د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ پېښږي، دا دی، چې دغه ولسوالۍ په حقیقت کې د هزارستان د دروازې حیثیت لري، یعنې کله چې کوچیان له دې ځایه تېر شي، کولی شي د هزارستان ټولو سیمو ته په آسانۍ سره سفر وکړي او کېږدۍ ودروي. مخکې هم چې کومې جګړې شوې، خلکو هڅه کړې، کوچیان ونه توانېږي دې دروازې ته ننوځي.»

که څه هم د نوروز مور د بشري حقونو له بنسټونو او طالبانو غواړي، چې غږ یې واوري، خو لږ تر لږه د الله داد صالحي له نظره، د طالبانو لاس هم په دې وینو ککړ دي.

ښاغلي صالحي ویلي دي: «هېڅکله کوچی له طالبه بېلتون نه لري او که نن کوچیان غورځي، د طالبانو په زور غورځي.»

هغه ماشوم چې «زره چاودی» شو

د نوروز مور د نورالله د مرګ په اړه ویلي، هغه د پېښې په ورځ په کلي کې نه وو. هغه ۱۴ کلن ماشوم چې د کتاب لوستلو په یوه سیالۍ کې د ګډون په موخه کابو څلور ساعته پلی څو کلي کوز د «عطايي ښوونځي» په نوم ښوونځي ته تللي وو.

له دې پېښې یوه خبره سرچینه، په (مستعار نوم) ۳۳ کلن ګل علم وايي، نورالله لا هم د ازموینې په صحنه کې وو، چې کورنۍ یې د ښوونځي زده کوونکو ته د پېښې د رامنځ ته کېدو وايي. هغه ته ویل شوي وو، چې د مور یې په کار دی او کور ته ولاړ شه. کله چې پلی څلور ساعته وروسته کور ته رسېږي، د وضعیت په لیدلو سره شاک ته ځي.

ګل علم ویلي: «په لومړیو ورځو کې یې ډېر ژړل، ناآرامه وو، ورو ورور آرام شو، ډېر غلی شوی وو، نه یې ډوډۍ خوړله او نه یې خبرې کولې، یوه اوونۍ داسې تېره شوه.»

په دې اړه نور ولولئ...

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

مور یې د ۱۴ کلن زوی د مرګ د وروستیو شېبو په اړه ویلي دي: «نورالله زوی مې د نوروز د مرګ او رحمت الله د ټپي کېدو حالت ونه زغملی شو او زره چاودی شو. په هغه شپه چې نورالله ژوند له لاسه ورکړ، زړه یې څو ځلې په خوب کې ژورې چیغې وهلې، ما ویل ښايي بد خوب یې لیدلی وي، په وروستي ځل یې یوه چیغه او ژور آه وکړل او پښې یې اوږدې وغځولې، کله چې ورنېږدې شوم، ومې لیدل، چې له خولې یې توره او ټینګه وینه راغلې ده. په لاس او پښو مې چې لاس ورته و واهه ساړه وو. ډېره ورخطا شوم، په زړه مې یې لاس کېښود ومې لیدل، چې نه غورځي، زوی کی مې زړه چاودی شو، د وروڼو مرګ د هغه زړه وچاوه. کوچیانو زما دوه زامن له ما واخیستل، هغه بل زوی مې هم بېهوښه په روغتون کې پروت دی.»

د دې وضعیت زغمل د هر چا لپاره سخت دی. د دې پېښې د قربانیانو مور هم سختې ورځې تېروي. ګل علم چې د نورالله او نوروز له کورنۍ سره له نېږدې په اړیکه کې دی وايي: «که څه هم د نوروز مور یوه پياوړې او مېړنۍ ښځه ده، چې خپله یې د ځوان زوی جسد له غره راکوز کړ او ټپي زوی یې کور ته راوړ او وروسته یې د قومیانو په مرسته روغتون ته لېږدولی دی، خو د دې مېړانې او غیرت سره سره د ځوان داغ او د دوه خوږو مرګ دغه ښځه له پښو غورځولې او په خفګان اخته ده.»

دا لومړی ځل نه دی، چې وسله وال کوچیان د ملکي هزاره ګانو په وژنې لاس پورې کوي. مخکې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي. د طالبانو د واکمنېدو سره، پر هزاره مېشتو سیمو د کوچیانو یرغلونه زیات شوي او له بل لوري د ځايي خلکو په زور کډه کولو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) د سیمه ییزه خلکو د اجباري کډوالۍ او ملکیتونو د غصب په اړه ویلي، طالبان د وسلې او ګواښ په زور خلک کډوالۍ ته اړ باسي.

ګل علم، رخشانې رسنۍ ته ویلي: «تاسو فکر وکړۍ، د هغې مور وضعیت به څه وي، چې دوه ځوان زامن یې بې له کومې ګناه یوازې د هزاره توب په جرم د کوچیانو په نوم کسان له خوا په رڼا ورځ او د هغې د سترګو په وړاندې په ناتار ډزو وژل کېږي، او هغه اړ کېږي چې په یوازې ځان د خپل ځوان زوی مړی په اوږو له غره راکوز کړي، له بل لوري د طالبانو حاکمیت چې د امنیت او عدالت نارې وهي، خو به دې ډول پېښو کې هېڅ کله هم قاتلین د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي.»

اړوندې لیکنې

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده
خبر

طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه