د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو د طالبانو خوا پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه

16 دسمبر 2025
ملګرو ملتونو د طالبانو خوا پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه

Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې، د طالبانو له خوا د دې سازمان اړوند بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو، د لګول شویو محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: یاد بنسټ نن (سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د دې محدودیت له لګېدو ۱۰۰ ورځې تېرېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې له طالبانو غوښتي، چې دغه ټول محدودیتونه لرې کړې، تر څو د دوی حیاتي ملاتړ ټولو اړمنو کسانو ته ورسېږي.

دغه بنسټ ټينګار کړي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

یوناما څو ورځې وړاندې په خپل درې میاشتي راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت بندېدو ته اشاره کړې ویلي یې وو، دغه محدودیتونه د دې سازمان د ځينو فعالیتونو د ځڼد سبب شوي دي.

یاد بنسټ ویلي وو، له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو جبري ایستلو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوي، د اړمنو خلکو وضعیت ته رسېدنه ستونزمنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

که څه هم په ملګرو ملتونو پورې تړلو دفترونو کې، د ښځینه کارکوونکو د شتون او فعالیت په اړه د محدودیتنو لرې کولو پرلپسې غوښتنې شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی تر سره کړی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه