د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې سخت بحران خبرداری ورکړی دی

16 دسمبر 2025
ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې سخت بحران خبرداری ورکړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، په افغانستان کې د لوږې بحران د سختېدو په حال کې دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان د خبرداري پر اساس، افغانستان کې سږ ژمی له ۱۷ میلیونه تنه د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي، په داسې حال کې، چې د لوږې او خوراځواکۍ لمن مخ په زیاتېدو ده.

دغه بنسټ ارزولې چې تېر کال د ۱۴.۸ میلیونه وګړو باندې دا مهال درې میلیونه، ښځې، نارینه او ماشومان نور هم په سخته لوږې ورزیات شوي یا د (IPC3+) سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې، چې د ماشومانو خوراځواکي هم په زیاتېدو ده او په راتلونکي کال کې به څلور میلیونه ماشومان ترې اغېزمن شي.

دغه بنسټ ویلي، که د ماشومانو خوارځواکي درملنه نه شي، د ژمي په دې ساړه موسم او په داسې وخت کې، چې خواړه هم کم دي، ښايي د ماشومانو مړینه هم زیاتوالی وکړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس جان آیلیف ویلي دي: «د خوړو نړیوال پروګرام میاشتې کېږي، چې په افغانستان کې د ښاره او ژور انساني بحران د نښو په اړه خبرداری ورکوي.»

هغه زیاته کړې، د ماشومانو مړینه مخ په زیاتېدو ده او د هغو د ګواښ سختوالی په راتلونکو میاشتو کې شتون لري.

هغه ټينګار کړی دی، چې په وروستیو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره، د خوړو نړیوال سازمان نه شي کولی، چې په ورته وخت کې د ژمي په کچه لوی غبرګون پیل کړي او په ټول هېواد کې بېړنۍ او د تغذیې ملاتړ پراخ کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په پای کې ویلي، په بېړنۍ توګه ۴۶۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، تر څو د افغانستان د خلکو شپږ میلیونه زیانمنونکو کسانو ته د ژغورنې وړ خوړو مرسته ورسوي او هغوی سره د سخت ژمي په تېرېدو کې ملګري شي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنۍ ادارې (FAO) هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوړو د وضعیت له خرابوالي خبرداری ورکړی ویلي یې دي، کابو ۱۷.۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي.

د خوړو او کرنۍ ادارې لیکلي دي: «وړاندوینه کېږي، چې په افغانستان کې کابو ۱۷.۴ میلیونه وګړي به د ژمي په دې سخت او د اوبو د کمښت په موسم کې د لوړې کچې لوږې سره مخ شي.»

څه موده وړاندې یوناما په یوه راپور کې ویلي وو، د خوړو نه خوندیتوب همدارنګه سخت دی. د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ کچه ۱۵ سلنه لوړه شوې او په مخ کې ژمي کې میلیونه کسان بې مرستو پاتې کېږي.

یوناما په افغانستان کې بشري وضعیت «خورا بحراني» بللی وايي، د مرستو رسولو لپاره د بودجې کموالي زرګونه تنه په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان ګواښي. دغه بنسټ له مرستندویه بنسټونو د ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه