د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په اتو ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۹ تنه په دورو ووهل

18 دسمبر 2025
طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانه اوونۍ پر بېلا بېلو تورونو په ننګرهار، فاریاب، بدخشان، غزني، بلخ جوزجان او کابل ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۹ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وول.

رخشانه: دغه کسان د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، غلا، جوارګرۍ او نامشروع نکاح په تورونو په دغه اتو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (لیندۍ ۲۲ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دغه کسان په څومره بند محکوم شوي دي.

یکشنبې د (لیندۍ ۲۳ مه) د دوه ښځو په ګډون ۱۱ تنه د نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، غلا او جوارګرۍ په تورونو په فاریاب او تخار ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د دوه ښځو په ګډون څلور تنه د نامشروع اړیکې او له واده بهر جنسي اړیکې په تور د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۲۵ دورو وهل شوي دي.

دغه څلور تنه د محکمې د پرېکړې پر اساس په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

اوه تنه، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، غلا او جوارګرۍ په تورونو د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې، ۱۵، ۲۰ او ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې له مخې، د یوه کال تر یوه کال او شپږو میاشتو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

سه شنبې د (لیندۍ ۲۵ مه) د یوې ښځې په ګډون څلور تنه، د نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې او د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تورو په بدخشان او غزني ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو ووهل شول.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې ۲۵ دورې و وهل شول.

معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره وخت بند محکوم شوي دي.

دوه تنه د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او له واده بهر د جنسي اړیکې په تور د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۳۵ تر ۳۹ پورې دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (لیندۍ ۲۶ مه) د دوه ښځو په ګډون څلور تنه د الکولي مشروباتو د لېږد، له واده بهر جنسي اړیکې او د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د الکولي مشروباتو د لېږد په تور د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شو.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

معلومه نه ده، چې دا کس په څومره بند محکوم شوی دی.

د دوه ښځو په ګډون درې تنه له واده بهر د جنسي اړیکې او نامشروع نکاح په تور د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۱۵ تر ۳۹ پورې دورې وهل شوي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې له مخې له یوه تر درې کلونو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

پنشنبې د (لیندۍ ۲۷ مه) ۱۸ تنه د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق په تور په کابل ولایت کې له ۱۰ تر ۳۰ پورې دورې و وهل شول.

دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې له خوا د ۷ میاشتو او درې کلونو تر منځ په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه