د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سرپل کې د مور او ماشوم د مړینې د بحران او روغتیايي خدماتو د کمښت راپور

۲ مرغومی ۱۴۰۴
سرپل کې د مور او ماشوم د مړینې د بحران او روغتیايي خدماتو د کمښت راپور

زیبا بلخي

د سږ کال د (لړم ۲۰ مه) د سې شنبې په مازیګر په (مستعار نوم) د مدینې پر مشره خور د زېږون درودونه راغلل. کورنۍ یې هغه په بېړه د سرپل ولایتي روغتون ته یووړه، خو هلته هېڅ ولادي نسايي ډاکتر شتون نه درلود او  د قابلو له وسه هم د مرستې توان نه وو.

ناروغ د سزارین عملیاتو ته اړتیا درلوده او د سرپل په روغتون کې داسې څوک نه وو، چې دغه کار تر سره کړي. کورنۍ یې د زېږون په حال کې مور، جوزجان ولایت کې یوه شخصي روغتون ته چې یو نیم ساعت لرې وو، ولېږدوله.

۳۶ کلنې مدینې ویلي: «کله چې روغتون ته ورسېدو ډاکترانو ویل، په خواشینۍ سره ماشوم مړ شوی دی. که مو لږ نور څنډ کړی وای، امکان یې درلود، چې مور یې هم ژوند له لاسه ورکړی وای. ډاکترانو زر عملیات وکړ، خور مې وژغورل شوه، خو په خواشینۍ سره چې ماشوم یې مړ شوی وو.»

د سرپل اوسېدونکي د دې ډول وضعیت د مخ کېدو سره روږدي دي. د سرپل په ولایتي روغتون کې یوې باروي سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، هر میاشت په اوسط ډول کابو څلور  میندې او اته ماشومانو، په دې روغتون کې د روغتیايي خدماتو او متخصصو ډاکترانو د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سرچینې چې د هویت پټ ساتلو سره یې خبرې وکړې ویلي: «په خواشینۍ سره د سرپل په روغتون کې د نسايي ولادي یوه ډاکتره شته، چې هغه هم د سهار له ۸ د غرمې تر ۱۲ پورې په روغتون کې وي او کار کوي او له دې ساعت وروسته، هر عاجل ناروغ چې راشي نور ډاکترې نشته، چې رسېدنه ورته وکړي… په دې ځای کې په نسايي ولادي برخه کې وضعیت ډېر خراب دی.»

افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له پلوه په نړۍ کې اووم لوړ ځای لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د سږ کال د وږي میاشتې په شپاړسمه نېټه ویلي وو: «د مور او ماشوم د مړینې خطر مخ پر زیاتېدو دی، په ځانګړې توګه د ماشومتوب د ودونو له امله په تنکیو ځوانانو کې.»

دغه وضعیت په لرې پرتو او محرومو ولایتونو کې تر دې زیات دی. سرپل کې یوې روغتايي سرچینې ویلي: «زیاته هڅه کوي، چې د مور او ماشوم د مړینې شمېره پټه کړي. ان د راپور ورکولو په غونډه کې، چې د سهار په وخت کې ده، هېڅ نه وايی، چې څومره ماشومان یا میندې مړې شوې دي، ځکه چې د روغتون نوم بدېږي.»

مدینه وايي، که د سرپل په روغتون کې د نسايي ولادي متخصصه وای، اوس به یې د خور ماشوم ژوندی وای: «خور مې دوه زامن درلودل او دا ماشوم یې نجلۍ وه، تل به یې ویل، چې دا په خیر وزېږوم نور مې بس دي ماشومان نه راوړم، خو د ډاکتر د نه شتون او روغتون کې د نه پاملرنې له امله یې ماشوم مړ شو.»

په (مستعار نوم) ۲۸ کلنه بېګم چې د سرپل ولایت اوسېدونکې ده، تازه یې درې میاشتنۍ جنین له لاسه ورکړی دی. هغې ویلي: «تش په نوم روغتون دی، خلکو ته په ځانګړې توګه ښځو ته هېڅ ډول خدمت نه کوي. زما خپله هم درې میاشتنی ماشوم سقط شو. ماښام کابو ۶ بجې وې، چې خونریزي مې درلوده. فشار مې ټیټ شو او بې هوښه شوې وم. خاوند مې د دې ځای ولایتي روغتون ته یووړم، خو قابلو هېڅ پاملرنه ونه کړه. مېړه بېچاره مې اړ شو په همغه شپه کې مې جوزجان ولایت ته یوسي.»

سرپل ولایت کې ښځې د روغتیایي خدماتو  په ځانګړې توګه په نسايي ولادي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د امکاناتو کمښت، د متخصص کادر نه شتون، د لارو لرېوالی او د لوړ لګښت ورکولو ته د ناروغانو مجبورېدلو، د مور او نوزېږدو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د سرپل ولایتي روغتون یوه بله روغتیايي سرچینه له یوې بلې دردوونکې پېښې یادونه کوي، چې په هغه ځای کې یوې ځوانې ښځې ته ورپېښه شوې ده.

د سرپل په ولایتي روغتون کې د مونسه ماندګار په (مستعار نوم) یوه کارکوونکې کیسه کوي، چې کابو درې میاشتې وړاندې یوه ښځه چې لومړی زېږون یې وو روغتون ته راغلې وه. له غرمې وروسته درې بجې د مور وضعیت خراب شو او  د سزارین بېړني عملیات ته یې اړتیا درلوده.

د دغه سرچینې په وینا، د دې ښځې د لېږدولو پر مهال، د ښځو او زېږون متخصصې ډاکترې شتون نه درلود او د روغتون قابلو چې ښوونه یې نه ده لیدلې او کافي تجربه یې نه درلوده، د سزارین عملیات تر سره کړل. د عملیاتو په جریان کې ماشوم ژوند له لاسه ورکړ او قابلې د مور د خونرېزۍ په درولو ونه توانېدې.

مونسه توضیح ورکوي چې په پای کې د مور د ژغورنې لپاره، د روغتون یو عمومي جراح نارینه ډاکتر لاس په کار شو. د مونسې په وینا، دا چې عمومي جراح ډاکتر د دې مور د وینې د درولو توان نه درلود، د وضعیت له ارزولو وروسته، اړ شو، چې د ښځې رحم ترې لرې کړي تر څو خونریزي کابو شي.

هغې و ویل: «نجلۍ شاوخوا ۲۵ یا ۲۶ کلنه معلومېده، د امیدوارۍ لومړی ماشوم یې وو، کله یې چې روغتون ته یوړه، نسايي متخصص ډاکتران نه وو، سزارین عملیات یې قابلو تر سره کړل او قابلې تر ډېره بې تجربې دي. د عملیاتو په جریان کې ماشوم مړ شو او هم یې مور شدیده خونریزي درلوده او قابلې یې د وینې په درولو نه توانېدې.»

مونسه ماندګار وايي، دغې ښځې د تل لپاره د بیا امیدواره کېدو فرصت له لاسه ورکړ: «د بېچاره ښځې راتلونکې برباد شوه، نور حمل نه شي اخیستی. خدای پوهېږي، چې بېچاره ښځه به د عمر تر پای د خاوند او خسرخېلو څومره پېغورونه وزغمي، ځکه دا ځای سرپل دی، خلک وروسته پاتې دي. که همغه مهال روغتون کې سم ډاکتران وای، اوس به هم ښځه روغمنه وه او هم به یې ماشوم ژوندی پاتې وو.»

د افغانستان په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو درملنه وړیا ده، خو مونسه ماندګار وايي، د سرپل په دولتي روغتون کې د عملیات لپاره د اړینو درملو او وسایلو لګښت عمومآ د ناروغانو په غاړه دی: «په روغتون کې د ناروغ لپاره هېڅ شی وړیا نه دي. یو ناروغ ان له یوې ستنې نیولې تر بنداژ او ګازپټ پورې ټول باید وپېري او څوک چې بېوزله دي، په رښتیا ورته ستونزمنه ده.»

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې په هرو دوه ساعتونو کې یوه مور د مخنیوي وړ اختلاطاتو له امله ژوند له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق (UNFPA ) اجرايي مرستیال آندره سابرتون ویلي، په افغانستان کې د مرستندویه بودیجې کمښت د ژوند له لاسه ورکولو او د کم ژوند کولو په مانا شوي دی.

د لارو اوږدولی د مور او ماشوم د مړینې له لاملونو

سرپل له کابله ۶۰۳ کیلومتره واټن کې د افغانستان په شمال کې پروت ولایت دی. غرنی ولایت او پېچلې لارې.

کوهستانات د سرپل ولایت یو له ولسوالیو څخه ده. په دې ولسوالۍ کې د خلکو د سرچینو په وینا، له هغې ځایه د ولایت تر مرکز پورې تګ شاوخوا درې تر پنځه ساعته او ان کلیو ته په پام له دې زیات وخت نیسي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، که زېږون له خطره ډک او یا سزارین عملیاتو ته اړتیا ولري، د نسايي متخصص ډاکتر د نشتوالي له کبله، د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم دی او په ډېری پېښو کې ماشوم یا یې مور روغتون ته له رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکوي.

نذیر د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د «ګنجي های» کلي اوسېدونکی دی. هغه وايي: «دلته ډېری زېږونونه په کور کې کېږي، ځکه روغتون نشته، یو سم کلېنیک نشته، د غونډۍ پر سر یو کلېنیک دی، اړ یو چې خپل ناروغ په خره کلېنیک ته یوسو او هغه ښځې چې امیدواره وي، ورتلای شي. په همدې خاطر دلته ډېری ښځې په کور کې زېږون کوي. له دې ځایه د سرپل تر مرکز پورې کابو څلور ساعته لار ده. تر څو چې دومره لار وهو مور او ماشوم مړه کېږي او د موټر کرایه هم زیاته ده، موږ ټول غریب کاره یو او پیسې هم نه لرو.»

نذیز وايي، د ورو مېرمن یې چې ټاکل شوې وه خپل پنځم ماشوم نړۍ ته راوړي، او غوښتل یې د زېږون لپاره د سرپل ولایت مرکز ته ولاړه شي، د روان کال د تلې په میاشت کې د لارې په اوږدو کې د خونریزۍ له امله تر زېږون وړاندې ژوند له لاسه ورکړ او ماشوم یې هم له منځه ولاړ.

هغه همدارنګه و ویل: «زموږ په کلي کې د مور او ماشوم مړینه زیاته ده. زما د ورور مېرمنې زېږون کاوه، وضعیت یې خراب وو، ان بې هوښه شوې وه، شدیده خونریزي یې درلوده، د نورو کلیو کلېنیکونه هم که د ښځې وضعیت ډېر خراب وي ورته رسېدنه نه شي کولی، په همدې خاطر یې د سرپل مرکز ته یووړه، خو د لارې په اوږدو کې هم ماشوم مړ شو او هم مې د ورور ښځه. زموږ لارې خرابې دي، ټول غرونه دي، تر مرکزه پورې تګ خورا سخت دی. کاش دلته ته پوه ډاکتران راوړلي، تر څو زموږ ښځې او ماشومان مړه نه شي.»

د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې هم وضعیت دومره ښه نه دی. تر مرکز پورې د دې ولسوالۍ لار، کابو دوه تر څلورو ساعتونو پورې ده، هغه وخت چې په بېړنیو حالاتو کې د امیدواره ښځو لپاره ډېر خطرناک ګڼل کېږي.

همدارنګه د سرپل ولایت د یوې بلې لرې پرتې بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې له ولسوالۍ تر مرکز پورې شاوخوا اووه ساعته لار ده او له سختو کوتلو د تېرېدو په دلیل، ډېری وخت د ناروغانو لېږدول امکان نه لري.

د هغوی په وینا، د مجهزه روغتیايي مرکزونو او متخصصو ډاکترانو نه شتون، د دې لامل شوی، چې ډېری ښځې اړ کېږي په کور کې زېږون وکړي، هغه زېږونونه چې د روغتیايي امکاناتو پرته او په سختو له خطره ډکو شرایطو کې تر سره کېږي، د میندو او ماشومانو د مړینې سبب کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی مبین، چې خپل څلورم ماشوم یې د زېږون پر مهال له لاسه ورکړ او د تره لور یې هم ژوند وبایله، ویلي دي: «کلېنیک او سم ډاکتران نشته، کلېنیکونه یو عادي زېږون تر سره کوي، خو که چېرې د مور او ماشوم وضعیت خراب وي، وايي مرکز ته یې یوسۍ. لارې خرابې دي، تر مرکز پورې اووه ساعته لار او د موټرو کرایه هم لوړه ده. موږ یې توان نه لرو، تر څو خپلې ښځې د زېږون پر مهال تر مرکز پورې یوسو. په خدای که د زېږون پر مهال مور یا ناروغ ته لږ ستونزه پیدا شي، دوی ورته رسېدنه نه شي کولی.»

او ویلي یې دي، ډېری وخت د خدای دربار ته له دعا کولو پرته بل کار د چا په توان کې نه دی: «زما خپل ماشوم څلورم باري وو. د زېږون پر مهال ومړ. د تره نږور مې هم همداسې د لومړي زېږون پر مهال مړه شوه او ماشوم یې ژوندی پاتې شو. څوک نشته چې زموږ ولسوالۍ ته سمه پاملرنه وکړي.»

اړوندې لیکنې

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵
په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې
دسته‌بندی نشده

په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې

۲۶ وری ۱۴۰۵
یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

۲۵ وری ۱۴۰۵
ذکیه احمد، هغه نجلۍ چې غواړي اورست څوکه د افغان نجونو په نوم فتحه کړي
دسته‌بندی نشده

ذکیه احمد، هغه نجلۍ چې غواړي اورست څوکه د افغان نجونو په نوم فتحه کړي

۲۵ وری ۱۴۰۵
هرات کې په شعیه ګانو برید، «زما د دوه میاشتني لمسي مور یې و وژله»
راپور

هرات کې په شعیه ګانو برید، «زما د دوه میاشتني لمسي مور یې و وژله»

۲۴ وری ۱۴۰۵
«هر ځای چې لاړه شې ته مجرم پېژندل کېږي»، کورني تاوتریخوالي او طالبانو بې عدالتۍ کې د بندې حمیرا کیسه
دسته‌بندی نشده

«هر ځای چې لاړه شې ته مجرم پېژندل کېږي»، کورني تاوتریخوالي او طالبانو بې عدالتۍ کې د بندې حمیرا کیسه

۲۲ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه