د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ستارې او هغې د مور کړاوونه، بدني معلولیت، ټولنیزې ځورونې، بې کوري او بېوزلي

۴ مرغومی ۱۴۰۴
د ستارې او هغې د مور کړاوونه، بدني معلولیت، ټولنیزې ځورونې، بې کوري او بېوزلي

تمنا تابان

په سختۍ سره له اوبو ډک لوښي، چې تازه یې له چینې راډک کړي، ځای پر ځای کوي. د هغې لپاره دا کار خورا ستونزمن دی، ځکه بدني معلولیت لري او د لاس او پښوو له کوږوالي کړېږي، خو مجبوره ده، چې هره ورځ دا ټول کارونه تر سره کړي.

په (مستعار نوم) ۲۵ کلنه ستاره د افغانستان د مرکز د یوه لرې پراته کلي اوسېدونکې ده، د دې په خپله غوښتنه په دې کیسه کې یې د استوګنې کره ځای نه ښودل کېږي.

ستاره په یوې درې کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي، دا، مور یې او عمر خوړلی پلار، چې له ناروغۍ کړېږي. د ستارې پلار کابو څلووېښت کلن دی، خو د خوځېدو توان نه لري او مور یې هم د دې په څېر بدني معلولیت لري.

د ستارې او د هغې د مور د ژوند کړاو یوازې معلولیت نه دی، هغوی سخته بېوزلي او ټولینزې ځوروونې هم پر غاړه وړي: «د کلي ماشومان زیاتره وخت موږ ته د ګوډانو «هغه څوک چې په لار نه شي تلای» او شل «فلج» غږ کوي. نه یوازې ماشومان، کله چې د هغوی لویان هم موږ و ویني، په همدې نامه غږ کوي او دا کار یې زموږ لپاره ډېر ځوروونکی دی.»

د ټولینزې ناپوهۍ په دلیل له ټولینزې ځورونې د معلولیت لرونکو کسانو شکایت کول په افغانستان کې تازه خبره نه ده. ځینې د هغوی شکایت لري، چې په ټولنه کې په ناسمو نومونو یادېږي.

په هغه ځای کې، چې ستاره او  د هغې کورنۍ ژوند کوي، اوس په کې سخت ژمۍ رارسېدلی دی. خو هغوی نه دي توانېدلي، چې سږ کال د کور د ګرمولو لپاره په دې ژمي کې کوم کار وکړي.

ستاره وايي: «موږ سږ کال د ډبرو سکاره او لرګي ونه شوای پېرودلی، ځکه د سونګ توکو د پېرلو لپاره پیسې نه لرو، ان دومره پیسې نه لرو، چې خواړه پرې چمتو کړو څه دا چې د سونګ توکي دې واخلو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د سږ کال د لیندۍ په دوولسمه د جسمي معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې معلولیت لروونکې ښځې او نجونې له سختو ننګونو  او «نه پاملرنې» سره مخ دي.

په افغانستان کې د دې بنسټ ځانګړې استازې سوزان فرګوس ویلي وو: «په افغانستان کې معلولیت لروونکې ښځې او نجونې له تر ټولو سختو تبعیضونو او د یوې ښې او کرامت لرونکې زندګۍ لپاره اړینو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له تر ټولو سترو خنډونو سره مخ دي.»

ستاره او مور یې وايي، د بېوزلۍ بار د دوی پر اوږو ډېر دروند دی: «موږ له هغو ټولو مرستو چې موسسې یې کوي، محروم یو، ځکه نه څوک پېژنو او نه واسطه لرو، د موسساتو مرستې هم تر ډېره بډایه خلک اخلي او اړمنو او بېوزله خلکو ته څه شی نه رسېږي، ان د پلاوی د شورا رییس زموږ کور ته نه راولي، تر څو مو سروې کړي.»

د نېک بخت په (مستعار نوم) د ستارې ۵۵ لکنه مور هم وايي، چې دې او لور یې تر اوسه پورې ډېرې سختې او له کړاوه ډکې ورځې تېرې کړې دي: «خاوند مې له زیات وخت راهیسې ناروغ پروت دی، د جمهویت په وخت کې هم موږ چندان ښه ورځ نه درلوده، که څه ما او لور مې د معلولیت کتابچې درلودې او هغه ښې وې یو څه خرڅ او خوراک کېده، خو دا چې خاوند مې ناروغ وو، کار یې نه شوای کولی، اوس چې د معلولیت له حقونو هم بې برخې شوي یو او د خاوند وضعیت مې هم ډېر خراب شوی دی، ورځ تر بلې مو ژوند خرابېږي.»

نېک بخت خپلو لاسونو ته په اشارې وايي، چې هغه د لاسونو برخه کې معلوله او فلج ده: «زما لاسونه فلج دي او د لور مې لاس او پېښې ستونزه لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ

ګانیون: پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه د ټولو خلکو لپاره زیان راوړونکي دي

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د سږ کال د لیندۍ په ۱۲ مه ویلي دي، طالبانو د معلولیت لرونکو کسانو ملاتړي خدمتونه له منځه وړي دي.

نېک بخت رخشانې رسنۍ ته و ویل: «تر اوسه مو یوازې ننداره کوله، چې څه ډول د موسساتو هغه مرستې چې د بېوزلو لپاره دي، ماړه خلک اخلي، موسسات هم خپل ټول کارونه د شورا سره په همغږۍ مخ ته وړي، زموږ شورا هم تل زموږ په څېر کسانو په فکر کې نه ده، موږ له موسساتو غواړي تر څو زموږ په شان معلوله، بېچاره او بېوزله کسانو ته پاملرنه وکړي.»

ستارې او مور یې ویلي دي: «موږ د ۱۴۰۱ کال په پسرلي کې ډېره خواري او زحمت وکښ تر څو د پخوا په شان د معلولیت کتابچه واخلو، خو دا چې واسطه مو نه درلوده، زور مو ونه رسېده.»

یوه تازه پلټنه چې په افغانستان کې د معلولیت لروونکو کسانو د حقوقي او ټولنیز وضعیت په اړه تر سره شوې ده، ښيي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هغوی د بشري حقونو وضعیت «د پام وړ له خرابوالي» سره مخ شوی دی. برېتانیا کې د دې پلټنې چمتو کوونکي «نوښت او لار موندونکي» بنسټ چې هغه یې د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی، په خپلو موندنو کې ویلي دي، ستونزې په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو لپاره خورا زیات شوی دی.

نېک بخت و ویل: «له خپل خدایه ګله کوم، چې دا څه سخته ازموینه وه، چې له موږ یې واخیسته، خاوند مې نارو او «پر ځای پروت« دی خپله مې لاسونه فلج دي، لور مې له لاسو او پښو، دا د ژوند څه خوارۍ او سختۍ دي، چې خدای زموږ په سر راوستې دي.»

ستاره هر سهار د دوه کوچینو ۳ بوشکې بټریو سره له چینې د اوبو راوړلو هڅه کوي. هغه وړې بوشکې، چې د نورو لپاره کوم وزن نه حسابېږي، ډېرې په سختۍ او څو ځلې دمې کولو سره تر کوره رسوي. د ورځې ډېره برخه یې هم د سونګ لپاره د خځلو راټولولو ته ځانګړې کړې ده.

ستاره وايي: «مخکې له دې، چې ایران او پاکستان افغان کډوال راوباسي، زموږ کور کرایه نه درلوده، کله چې کډوال زیات شول، د کور خاوند موږ ته و ویل: «یا د میاشتې زر روپۍ کرایه راکړۍ، یا له کوره ووځۍ» موږ اړ شو چې په کرایه اوسېدل ومنو، ځکه اوس د کور پیدا کول خورا سخت شوی دی، بیا هم دا کور ښه دی، چینې ته نېږدې دی.»

اړوندې لیکنې

سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي
خبر

سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي

۱۹ كب ۱۴۰۴
ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران باید د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني
خبر

ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران باید د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني

۱۸ كب ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: د افغانستان په کاري ځواک کې یوه لویه جنسیتي تشته شتون لري
خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په کاري ځواک کې یوه لویه جنسیتي تشته شتون لري

۱۸ كب ۱۴۰۴
د مارچ اتمه: ولې نجونې د خطرونو منځ کې پرېکړه کوي، چې واټونو ته راووځي؟
دسته‌بندی نشده

د مارچ اتمه: ولې نجونې د خطرونو منځ کې پرېکړه کوي، چې واټونو ته راووځي؟

۱۸ كب ۱۴۰۴
د مارچ اتمه، استرالیا او اروپايي ټولنې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ ټینګار وکړ
خبر

د مارچ اتمه، استرالیا او اروپايي ټولنې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ ټینګار وکړ

۱۸ كب ۱۴۰۴
د بیان د آزادۍ مرکز: د بیان د آزادۍپه ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري
خبر

د بیان د آزادۍ مرکز: د بیان د آزادۍپه ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري

۱۸ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه