د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یو ماشوم له خپل پلار سره د بدخشان کوکچې سیند کې ډوب او ژوند یې وبایله

26 دسمبر 2025
یو ماشوم له خپل پلار سره د بدخشان کوکچې سیند کې ډوب او ژوند یې وبایله

بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت مرکز فیض آباد ښار کې یو تن له خپل زوی سره یو ځای د کوکچې سیند ته لوېدلی او ژوند یې بایللی دی.

رخشانه: فیض آباد ښار کې دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه پېښه تېره ورځ (پنشنبې د مرغومي ۴ مه) د بدخشان ولایت مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو شپږ کلن ماشوم د کوکچې پر سیند تړلي پله باندې تېرېده او د اوبو منځ ته ولوېده.

سرچینو زیاته کړې، د دې ماشوم پلار د خپل زوی د ژوغورنې لپاره ځان اوبو ته غورځوي، خو د اوبو د ګړندیتوب له امله دواړه ډوبېږي او ژوند له لاسه ورکوي.

د سرچینې د خبرو له مخې، دغه ماشوم له پله د تېرېدو پر مهال د نه «پاملرنې» له امله سیند ته ولوېده.

یوې سرچینې ویلي، دغه سړی اسلام الدین نومېده او د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکي، چې په فیض آباد ښار کې یې د خوراکي توکو هټۍ درلوده.

د هغه په وینا، اسلام الدین د خپل کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ موندونکی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

د دې ماشوم د پلار جسد له اوبو را ایستل شوی، خو د ماشوم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی.

سیمه ییز طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه