زحل آزاد
د دوشنبې ورځې سهار د (لیندۍ ۱۷ مه) د ریحانې لپاره په روغتون کې د شپې نوکریوالۍ پای او د آرامتیا لپاره د یوې ورځې پیل وو. هغه همدا چې کور ته ستنه شوه، پورته پوړ ته خپلې کوټې ته وخته تر څو آرام وکړي. کابو درې ساعته وروسته، له غرمې مخکې ۱۱:۴۰ بجې یې د خور چیغو د کور چوپتیا ماته کړه: «مورجانې راشه چې ریحانه یې وژلې.»
۲۲ کلنه ریحانه د هرات په ولایتي روغتون کې د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) نرسه او کارکوونکې وه. د کورنۍ په وینا یې، هغه د خپل خاوند له خوا په بې رحمه ډول زندۍ او وژل شوې ده.
کورنۍ یې وايي، خاوند یې ټولې ګاڼې، د پېژندنې اسناد او ان یو نیم کلن ماشوم له ځان سره وړي او تر نن پورې نادرکه دی.
د ریحانې کورنۍ وايي، هغه یې لومړي په بالښت ساه بنده کړې او بیا یې د حمام تولیه تر غاړه ورپېچلې وه.
هغوی هرات کې د طالبانو مسوول بنسټونه په ناغېړۍ تورنوي او اندېښمن دي، چې د طالبانو په منځ کې د قاتل د نفوذ په دلیل به، دوسیه په جدي او عادلانه ډول ونه ارزول شي.
پېښه څه وه؟
د ریحانې ۴۱ کلنه مور افسون وايي، پېښه شاوخوا درې میاشتې وړاندې پیل شوه، هغه مهال چې د ریحانۍ کورنۍ د عبیدالله له کورنۍ، چې د هغې خاوند او په قتل تورن دی، خپل پور وغوښت.
نوموړې توضیح ورکوي: «د عبیدالله مشر ورور زموږ درې لکه افغانۍ پوروړی دی. کله مو چې خپلې پیسې ترې وغوښتې، له موږ سره ونښت او ویې ویل، که راسره هم وي، نه یې درکوم.»
دغه جنجال په اوونیو اوونیو دوام وکړ او سخت شو، تر دې، چې په جګړه واوښت.
د ریحانې مور وايي، له پېښې شاوخوا یوه مایشت مخکې، د «ش.ا.» په نوم د عبیدالله وراره د سوټي او بېلچې سره زموږ په کور برید وکړ او د کورنۍ غړي یې په مرګ وګواښل.»
د افسانې په وینا، منځګړو پرېکړه وکړه، چې د عبیدالله کورنۍ به پور پرې کړي: «لور مې یې نه وهله، خو یو غوړپ اوبه یې تر ستونې نه ښکته کېدې. ریحانې د میاشتې پنځوس زره افغانۍ تنخوا درلوده. عبدیالله ویل، پنځه زره افغانۍ ترې واخله او نورې راکړه، چې خپلې کورنۍ ته یې یوسم. کله به یې سره دعوا وه، چې ګاڼې د وپلوره، چې د ورور پور مې پرېکړم.»
هغه ادعا کوي، چې د ریحانې خاوند ان د کور ارزښت لرونکي توکي پلورلي وو. ان د ریحانې موټر چې په ۱۵۰ زره افغانۍ یې پېرلی وو، له سلا مشورې پرته وپلوره تر څو یې د ورور پورونه پرېکړي.
د مور په وینا یې، په پای کې د (لیندۍ ۱۷ مه) د دوشنبې په سهار کله چې ریحانه په روغتون کې له ۲۴ ساعت کار څخه ستړې کور ته ستنېږي، د خاوند له خوا د بالښت په واسطه ساه بندې او و وژل شوه.
افسون ویلي: «په اتو او شلو دقیقو کور ته راغله، خپله مې دروازه ورته خلاسه کړه. ویل یې ستړې یم ځم چې ویده شم. ماشوم یې په کوز پوړ کې له ما سره وو. د ریحانې له راتګه کابو یو یا یو نیم ساعت تېر شوی وو، چې عبیدالله له پاسه راغی او ویې ویل: «زوی مې راکړی، چې د باندې یې بوځم تر څو یې مور آرام وکړي.»
د ریحانې خاوند بله ښځه هم درلوده. افسانه وايي، عبیدالله له خپلې لومړنۍ ښځې او څلورو اولادونو سره نامعلوم ځای ته تللی دی.
د ریحانې وړې خور ۱۱ کلنې مریم و ویل: «په هغه ورځ د یوه شي د اخیستو لپاره پورته پوړ ته ولاړم، پیدا مې نه کړ او د ریحانې کوټې ته ورغلم، تر څو پوښتنه ترې وکړم. بړستن مې یې له مخ نه پورته کړه، ومې لیدل چې رنګ یې تور اوښتی او چیغې مې کړې.»
« تولیه یې تر غاړه ورپېچلې وه او شاه ته یې غوټه وراچولې وه. ویښتان یې خواره وو، شاوخوا یې هم منظم کړی وو، داسې چې هر چا لیدلی وای، فکر یې کاوه چې ویده ده.» دا افسون وايي.
افسون د خپلې لور د ژوندۍ پاتې کېدو په هیله، هغه د هرات ولایتي روغتون ته یوړه، خو په دې روغتون کې سرچینې وايي، ریحانې روغتون ته له رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکړی وو.
د هرات له عدلي طب نه یوه سرچینه د هویت پټ ساتلو په شرط له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي: «د قرباني کورنۍ ادعا لري، چې هغه په تولیه زندۍ شوې، خو هېڅ د کېمنډلو یا د هغې په غاړه او مخ د مقتول د لاس نښې نه دي لیدل شوې.»
د سرچینې په وینا، مرګ د زندۍ کولو له امله رامنځ ته شوی، او داسې ګمان کېږي، چې د ساه ایستلو لار یې په نرم شي، لکه پالښت باندې بنده شوې وي.
دغه سرچینه زیاتوي: «د عدلي طب د موندنو پر اساس، د پېښې له رامنځ ته کېدو، تر غاړې د تولیې پېچلو کارول منتفي نه دي، خو د مرګ اصلي علت یې هم د ساه ایستلو لارې بندول تشخیص شوي دي.»
ریحانې د ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د بې پولې ډاکترانو سازمان سره کار پیل کړی وو. هغې د نرسۍ په برخه کې زده کړې کړې وې او کابو دوه کاله یې د هرات په ولایتي روغتون کې د ماشومانو په څانګه کې د نرسې په توګه فعالیت درلود.
بې پولې ډکترانو هم په هغه پیغام کې، چې پر خپله وېب پاڼه یې خپور کړی، د دې پېښې په پخلي سره لیکلي، ریحانه رحیمي له بې پولې ډاکترانو سره تر دوه کلن صادقانه کار وروسته، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۸ مه نېټه، د تپل شوي تاوتریخوالي له امله، د خپل خاوند له خوا ژوند بایللی دی.
د ریحانې مور په ژړا سره و ویل: «له مرګ نه مخکې ورځو کې یې ویل: مورې عبیدالله به اخر ما مړه کړي. خیر دی زوی ته مې پام کوه. عبیدالله خطرناکه سړی دی او د پیسو لپاره هر کار کوي او ډېرو ته یې زیان رسولی دی.»

ښيخوا: د ریحانه رحیمي د جسد انځور، چپخوا: عبیدالله، د ریحانه رحیمي مېړه او د هغې د قتل په تور تورن شوی







