د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو له آزادۍ د سرغړونې او تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت شوې دي

27 دسمبر 2025
په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو له آزادۍ د سرغړونې او تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت شوې دي

عکس: AFP

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د رسنیو له آزادۍ د سرغړونې او تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت شوې دي.

رخشانه: دغه مرکز نن (سه شنبې د مرغومي ۶ مه) د ۲۰۲۵ کال د کلني راپور په خپرولو سره روان کال په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت خورا تت او محدودونکی اعلان کړی دی.

د خبریالانو مرکز ویلي، د افغانستان رسنیزه فضا روان میلادي کال د طالبانو تر سخت کنټرول او ځپنې لاندې ده.

دغه مرکز زیاته کړې، روان کال دوه خبریالان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي او په دې موده کې ۱۶۶ ته د ګواښلو پېښې، له هغې جملې ۳۴ پېښې د خبریالانو د نیولو ثبت شوې، چې د هغو پنځه تنه لا هم په زندان کې دي.

د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو له لوري د زنداني خبریالانو په زور اعتراف خپرول او په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو د شتون مخنیوی او سانسور د «وېرې، ډار او سخت جنسیتي توپیر د دودولو بېلګې دي، چې تر اوسه یې په هېواد کې مخنیه نه درلوده.»

په راپور کې راوړل شوي، په تېر یوه کال کې په رسنیو کې د ساه کښو انځورونه نه خپرول ۱۷ ولایتونو ته رسېدلي، چې دا په دغه ولایتونو کې د لږ تر لږه ۲۰ تلوېزیونونو د بندېدو سبب شوي او تر اوسه دا قانون په ۲۳ ولایتونو کې پلی شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

راپور کې راغلي چې «په تېرو دوولسو میاشتو کې دوه نور تلوېزیونونه او دوې راډیوګانې هم د سیاسي یا امنیتي دلایلو له امله تړل شوې او کم شمېر رسنۍ چې پاتې دي، هغه هم له ښځو سره د جنسیتي توپیر بنسټ د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د دې ډولو پېښو لامل طالبان بولي وايي، دغو پېښو د تېر میلادي کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

دغه بنسټ ویلي، طالبانو دولتي رسنۍ په تبلیغاتي او پروپاګند توکو بدل کړي او خپلواکه او آزادې رسنۍ یې ځپلې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د رسنیو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی وايي، د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د رسنیو او بیان د آزادۍ راتلونکې پراختیا له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه