د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ځان وژنې زیاتې شوې

29 دسمبر 2025
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ځان وژنې زیاتې شوې

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد (HRAU) په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د نجونو منځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د مرغومي ۸ مه) لیکلي، ۱۶۰۲ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد ویلي، د نجونو پر زده کړه د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي، چې د نجونو تر منځ د ځان وژنې، اجباري او کم عمر ودونو پېښې زیاتې شي او د څو ښځو درلودل هم په یوه عادي کار باندې بدل شوی دی.

د دې بنسټ په وینا، د دې محدودیتونو له لګېدو وروسته، له ښوونځي او پوهنتون څخه پاتې نجونو تر منځ ناهیلي او ژورخفګان هم زیات شوی دی.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد، په هېواد کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړه او تحصیل لګول شوي محدودیتونه «کلتوري نسل وژنه» بللې وايي، دغه محدودیتونه کولی شي، د دې ډلې په وړاندې د نویو حقوقي دوسیو د ثبت لامل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

دغه بنسټ لیکلي: «طالبانو د نجونو له زده کړې په بې برخې کولو، د هغوی په وړاندې د پوهنتونونو په تړلو، د علمي مضامینو له منځه وړلو، د خپلواکه ښوونکو په لرې کولو، د پوهنتونونو او ښوونځیو څخه د مضامینو په لرې کولو، د ښوونځیو په مدرستو بدلولو، د ښوونیزو پروګرامونو څخه د عصري علومو په له منځه وړلو، د کتابونو په سانسور، په کتابونو د بندیزونو لګولو، د لرغونو آثارو په ویجاړولو، د ملي او سیمه ییزه ژبو د ځپلو او له منځه وړلو او کلتوري جشنونو د مخنیوي له لارې کلتوري نسل وژنه کړې ده.»

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد، له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د طالبانو چلند د کلتوري نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژني او نړیوالو بنسټونو ته د دوسیو د مستند کولو پروسې باید پیاوړې کړي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه