د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

11 جنوري 2026
طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

عکس‌: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د اورانوس تلوېزیون او کندوز راډیو خبریالې ناظره رشیدي ته نېږدې سرچینې وايي، چې هغه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوې ده.

رخشانه: یوې خبرې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه ښځینه خبریاله د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۹ مه) کندوز ښار کې له خپل کوره تر وتلو وروسته نیول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دې خبریالې «د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له لوري تر یوې اړیکې وروسته له کوره وتلې او څو ورځې لپاره ناردکه شوې ده.

سرچینې ویلي، د دې خبریالې د کورنۍ غړي روغتونونو او د طالبانو امنیتي ادارو ته له ورتګ وروسته، د هغې له نیول کېدو خبر شوي دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې، د دې خبریالې د نیول کېدو دلیل د هغې «رسنیز فعالیتونه» بولي.

د سرچینې په وینا، دا سیمه ییزه ښځینه خبریاله، له مخکې څو ځلې د ناپېژانده کسانو له خوا ګواښل شوې وه، تر څو له رسنیزو فعالیتونو لاس په سر شي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

سرچینه وايي، دا خبریاله د دوه ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده.

سرچینې د دې سیمه ییزې خبریالې د جسمي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له بند څخه یې د هغو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. خو د اورانوس تلوېزیون او کندوز راډیو مسوولینو له رخشانې رسنۍ سره په اړیکه کې و ویل، ناظره راشیدي، د دې رسنۍ برحال خبریاله نه ده.

د (احمد په مستعار نوم) د دې رسنۍ یو تن چارواکي ویلي، ناظره رشیدي کلونه مخکې د دې بنسټ کارکوونکې وه، خو اوس هغه د دې رسنۍ برحاله خبریاله نه ده.

تر اوسه کندوز کې سیمه ییزه طالب چارواکو د دې سیمه ییزې ښځینه خبریالې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه