د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

13 جنوري 2026
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

د هرات جبرئیل ښارګوټي کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو د تکواندو یوه ښځینه روزونکې له خپل پلار او یوه بل سړي سره یو ځای نیولې ده.

رخشانه: یوې ځايي سرچینې د اصلي هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د تکواندو روزونکې خدیجه احمدزاده د سه شنبې په ورځ د «مرغومي ۲۰ مه» د سهار ۸:۳۰ بجې د یوه پټ سپورتی کلب څخه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې: «د سه شنبې په ورځ سهار ۷ بجې د طالبانو د امربالمعروب ځواکونه دغه کلب ته ورغلي او په ۸:۳۰ بجو یې هغه نیولې ده. موږ خبر نه وو، چې هغه یې چېرته بېولې، له ډېرو پلټونو او سرګردانۍ وروسته پوه شو، چې زندان کې یې بندي کړې ده.»

د سرچینې په وینا، دا ښځینه روزونکې کابو ۲۲ کلنه ده او نجونو د هغې تر نظر لاندې د تکواندو تمرین کاوه.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړې، دا روزونکې ښځه هغه مهال نیول شوې، چې نجونو ته یې په «پټه» تمرین ورکاوه.
هغې ویلي دي: «طالبانو د کلب دروازه ټکولې، کله چې چا دروازه نه ده ورته پرانستې، هغوی [طالبانو] له بېرونه غږ پرې کړی، چې موږ ستاسو له روزونکې سره کار لرو. زده کوونکي یې د یوې بلې دروازې څخه له کلبه وتلي، خو طالبانو د هغوی روزونکې له ځان سره یووړه.»

د سرچینې په وینا، دا ښځینه ورزشکاره اوس د هرات مرکزي زندان کې ساتل کېږي او د هغې پلار هم له یوه بل سړي سره یو ځای نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، خدیجې دغه پټ کلب د هراتي ښځو او نجونو د سپورت لپاره د زمینې برابرولو په موخه جوړ کړی وو، خو د هغې په نیولو سره یې کورنۍ اندېښنمنه ده.

سرچینې و ویل: «سپورت، چې باید د روغتیا، هیلو او ژوند سمبول وي، په افغانستان کې په یوه جرم بدل شوی. دا یوازې یوه نیونه نه ده، طالبان پرته له کوم دلیله خلک نیسي، پرته له دې، چې کوم وضاحت ورکړي او پرته له دې، چې د خپلو اعمالو مسوولیت ومني.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په هرات ولایت کې طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه