د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴
د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

غزال محمدي

د هرات په بېلا بېلو سیمو کې د زرنجو  په تګ راتګ تر بندیز لګېدو وروسته، په دغه ولایت کې ښځې وايي، د تګ راتګ لپاره د ستونزو سره مخ شوې دي. له بل لوري د خلکو سرچینې وايي، طالبانو له څو ورځو راهیسې، ټکسي چلوونکو ته امر کړی، هغه ښځې چې مانتو یې اغوستی وي، په موټر کې سورې نه کړي.

سه شنبې د «لیندۍ ۹ مه» د ورځې کابو ۱۱ بجې د هرات ښار په مرکز کې په «دروازه ملک» سیمه کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې تر سترګو کېږي، چې د واټ څنګ ته د لېږدونکې وسیلې راتګ ته ولاړې دي. هغوی انتظار کوي، چې خپل د موخې ځای ته د تګ لپاره یوه مناسبه لېږدوونکې وسیله په لاس ورشي.

د ښځو لپاره انتخابونه محدود دي. هغوی باید اوږد مزلی پلی ووهي او یا هم د مسافر وړونکو ټکسیانو په ډاله کې کېني، یا تر ډېره انتظار وباسي تر څو د «فلان کوچ» په نوم لیني موټر راشي او د سورېدو ځای په کې پیدا کړي.

د منځني عمر لرونکې مېرمن په «مستعار نوم» ناهید چې بشپړ تور حجاب یې اغوستی او لویه خلطه یې په لاس کې ده له هر موټرچلوونکي پوښتي «ترور آیا تاسو د جوی انجیل شاوخوا ته ځۍ؟» خو ځواب نه اوري.

کله چې بل انتخاب نه پاتې کېږي، اړ ده، چې د ټکسي د شا په ډاله کې کېني.

ناهید په ډاله کې پلتۍ وهي او کوپه کېني. هغه وايي، له کله چې د دروازه ملک څه تر مستوفیت سیمې پورې د زرنجو په ګرځېدو بندیز لګېدلی، د لېږدونکو وسایطو کرایه آسمان ته پورته شوې او کابو نه پوهېږي، چې څه ډول ارزان بیه نقلیه وسیله پیدا کړي او خپل ځان د ګزرګاه سړک پر لار په جوی انجیل سیمه کې خپل کور ته ورسوي.

ناهید و ویل: «تل باید بېوزله او کمزورې طبقه خلک تاوان پرېکړي. هغه لار چې مخکې به زه په زرنجه کې په لس افغانۍ راتلم اوس باید دوه برابره کرایه ورکړم. آیا دا د انصاف لار ده؟ زه دلته دا یو ساعت په یخنۍ کې انتظار وم، خو بلاخره اړ شوم، چې په دې ډېر تنګ او ټیټ ځای کې پلتۍ و وهم او کېنم.»

ناهید د دریو لوڼو او یوه زوی مور ده، چې معمولآ د کورنۍ لپاره د جامو او خوراکي توکو د اخیستو په موخه بازار ته راځي.

په وروستۍ اوونۍ کې د هرات ولایت د طالبانو د ترافیکو مدیریت، د هرات ښار په څو اصلي او فرعي واټونو کې د زرنجو په تګ راتګ بیندیز لګولی دی.

لکه له مستوفیت څخه تر خواجه کله سیمې واټ، له خواجه کله تر پایان آب، له پایان آب تر نمریک سیمې، د محبس واټ، د ټانک مولوي سیمه او هغه سیمه چې هرات ښار لروغوني منارونه هلته دي. همدارنګه له دروازه ملک تر جکان سیمې، سه پلک، کندهار دروازه، برامان تر حیواني کلېنیک پورې.

دا هغه لارې دي، چې د ختیځ، لوېدیځ، سویل، شمال او د ښار ډېری نورې څنډې د هرات ښار سره نښلوي.

هرات کې طالبانو اعلان کړی، چې دا پرېکړه یې د ښاري نظم او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه په هرات ښار کې تر لاسه لاندې نیولې ده.

خو څېړنې ښيي، چې په هرات کې د درې ټیره یا زرنجو په تګ راتګ په بندیز سره، چې تر ډېره ښځې ورڅخه د تګ راتګ لپاره کار اخلي، د ښځو لپاره ګرځېدا ستونزمنه شوې ده. ښځې ساعتونه ساعتونه د واټ تر غاړه ولاړې پاتې وي او یا اړ کېږي، چې د ټکسي د شا په ډاله کې کېني.

هغه ښځې چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې وايي، طالبانو د ټکسي په مخکني سېټ کې هم د ښځو کېناستل منع کړي دي. ځینې هم وايي، د ټکسي د لوړې کرایې له امله نه شي کولی د شا په سټ کې کېني. البته هغه په هغه صورت کې، چې پردی نارینه یې تر څنګ نه وي.

۲۹ کلنه نسیمه د ټکسي د شاه ډاله کې د کېناستو تجربه د شرم او خجالت وړ وبلله، خو وايي، په دې وروستیو ورځو کې د موټر په ډاله کې کېناستل په تدریجي ډول د هراتي نجونو او ښځو لپاره په یوه ناولي قانون اوښتی دی.

نسیمې و ویل: «یوازې د موټر شا د ښځو ده، توپیر نه کوي، ځوانه وي او که زړه، څلور ښځې د شا په ډاله کې کېنوي او د ډالې دروازه هم پرانستې وي… ډېر بد حس کوې.

نسیمه د دې تازه ستونزې څخه د خپلې تجربې په اړه ویلي دي: «دوه ساعته باید ودرېږم، تر څو د لارې ټکسي پیدا شي او هغه ټکسي هم موږ تر کوره نه رسوي، چې اړ یم تر کور پورې پاتې لار پلې ووهم.»

یا ۲۵ کلنه مژګان چې د انګلیسي ژبې په یوه مرکز کې زده کوونکې ده وايي، د زرنجو په بندېدو سره د کور او ښوونیز مرکز تر منځ لار پلي ځي: «زه هره ورځ ګورم، چې ځوانې نجونې اړ دي، اوږده واټنونه پلی لاړې شي، خو دې ته نه حاضرېږي، چې په ټکسي کې کېني. ځکه له وړاندې په هرات کې دا دود و، چې ځوانې نجونې د سېټ په چوکیو کې کېني.»

د غالۍ اوبدونکو ښځو د ټولنې مشره مریم عیاني وايي، د طالبانو په نوي محدودیت سره یې ورځنۍ تګ راتګ له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

هغې و ویل: «فعلآ چې زرنجې درول شوې دي، زه هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د واټ تر څنګ انتظار کوم تر څو ټکسي پیدا شي. یا باید د څلورو تنو کرایه ورکړم، یا انتظار وباسم، چې یوه بله ښځه له ما سره یو ځای شي او د شا په سېټ کې زما تر څنګ کېني.»

مېرمن عیاني ویلي دي: «د مخې سېټ اوس طالبانو محدود کړی دی او د شا په سېټ کې هم که نارینه نه وي، ښځه کولی شي کېني، خو دا وضعیت په ګټه نه دی، ځکه ټکسي د شا سېټ د څلورو تنو کرایه اخلي او هغه ښځه چې لاس یې د کورنۍ په جېب کې وي، د څلورو تنو د کرایې د ورکړې توان نه لري.»

هرات کې د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي شېرمحمد حجازي، هرات کې له یوې ځايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دا مهال د هرات ښار  د ننه لږ تر لږه سل زره درې ټيره یا زرنجې فعالیت لري، په داسې حال کې، چې د هرات ښار له پنځه زره څخه د کمو زرنجو د تګ راتګ وړتیا لري.

له دې سره یو شمېر ښځو او نجونو له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د امر پر بنسټ، ټکسي چلوونکي ښځو ته د ټکسي چلوونکي تر څنګ سیټ کې د کېناستو اجازه نه ورکوي.

په [مستعار نوم] ۴۷ کلنه سوسن باوري ده، چې ټکسي چلوونکي معمولآ د طالبانو له وېرې ښځې د مخ یا هم په دویم سېټ کې نه پورته کوي.

هغې ویلي: «وايي چې محرم نه لرۍ یا پرده نه ده ځړول شوې او ښځې د موټر په شا کې کېنوي، تر څو د نارینه وو له سترګو لرې وي او موږ اړ یو چې کور ته تر رسېدو  پورې همغه تنګ چاپېریال په هرې شېبې وېرې و ډار سره وزغمو.»

په دې اړه نور ولولئ...

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

هرات د افغانستان یو له لویو ښارونو دی، چې له ښاري ټکسي څخه ګټه اخستنه په کې، د تګ راتګ لپاره یو له خوا پراخه کارول شویو وسیلو څخه ګڼل کېږي.

په [مستعار نوم] ۵۰ لکن نعمت الله ټکسي چلوونکی دی. هغه وايي، د امربالمعروف ځریو له ده ژمنه اخیستې، چې مخکنې سېټ کې د ښځو له کېنولو او هغه ښځې چې مانتو یې اغوستی وي، په خپل ټکسي کې له پورته کولو ډډه وکړي.

نعمت الله و ویل: «کابو دوه اوونۍ کېږي، امربالمعروف موږ ته ویلي، چې ښځې د مخ په سېټ کې پورته نه کړو او درې ورځې کېږي، دا امر یې کړۍ چې مانتو اغوستې ښځې هم په ټکسي کې سپرې نه کړو.

دغه ټکسي چلوونکی زیاتوي، د امربالمعروف ځریو په څلور لاریو کې د چک پانټونو په اچولو سره هغه ټکسیان چې مانتو اغوستې ښځې یې پورته کولې، ودرول او موټر چلوونکي او ښځې یې پوښتلې. هغه و ویل: «تېره ورځ ما ولیدل، چې امربالمعروف په مستوفیت څلورلارې کې یو ټکسي چې دوه مانتو اغوستې ښځې یې سپرې کړې وې، ودراوه. هغوی [امربالمعروف] موټرچلوونکی درې ساعته په کانټینر کې بندي کړی وو او د ښځو کورنیو ته یې هم زنګ و واهه، تر څو له کوره چادرنماز ورته راوړي او کله چې د کور نارینه وو چادرنماز راوړ، له هغوی یې ژمنه واخیسته، چې که چېرې بیا د دوی ښځې له چادرنماز پرته ولیدل شي، پایله به یې په خپله غاړه وي او بیا به ګیله نه کوي.»

نعمت الله د شا په ډاله کې د ښځو د کېناستو په اړه و ویل: «هرات کې د شاه ډاله د سپیو د کور په نوم پېژندل شوې، چې د بار لپاره ځای دی. زه اصلآ په دې خوښ نه یم، چې ښځه او اولادونه مې د شا په ډاله کې کېني، نو څرنګه چې یو انسان د ځان لپاره یو شی نه خوښي، د نورو لپاره یې هم باید خوښ نه کړي. خو یو شی مهمه – مسئله هم ده، چې ښځې کله د کرایې د نه درلودو له کبله اړ کېږي، ځکه لیني موټر یې په ځنډ رسوي، خو دا ډول زر خپلې موخې ته رسېږي.»

۲۵ کلنه سمیرا هم د لومړي ځل لپاره خپل کار ته د تګ پر مهال اړ شوه، چې د ټکسي د شا په ډاله کې سپره شي. هغه دغه تجربه «سپکوونکې» بولي: «ډېره شرمېدم، په ټوله لار مې سر ښکته اچولی وو، چې نه ویل کېږي خپلوان او قومیان مې ونه ویني.»

د سیمرا په وینا، تېره اوونۍ ډېر ځلې د لږدوونکو وسیلو د کمښت لپاره په ځنډ کار ځای ته رسېده او دا د دې لامل شوه، چې د کار خاوند له خوا ملامته کړای شوه.

د ناهید په څو ګام کې نېږدې ۲۷ کلنه نګیتا چې د یوې ښځینه خیاطۍ کارکوونکې ده، انتظار ده، چې یوه لېږدوونکې وسیله پیدا کړي تر څو کار ته ولاړه شي.  هغه ځینې وخت اړ کېږي، چې له فرقې تر شرق الماس پلورنځي پورې په باراني هوا کې دوه ساعته پلی مزل وکړي: «تېره ورځ زه په باراني هوا کې دوه ساعته له دې امله پلې لاړم چې زرنجې بندې دي، ټکسیان یا ډک وو او یا دا چې نارینه سوارلي یې درلوده او ما باید د شا په ډاله کې ځان کاری ځای ته رسولای، خو زه د شا ډاله کې سپره نه شوم.»

د هرات ښار په اصلي واټونو د درې ټیره یا زرنج موټر د تګ راتګ د بندیز په اړه د نګیتا نظر دا دی: «دغه [طالبان] په دې کار سره یوازې غواړي، چې ښځې په کور کېنوي، مخکې یې هم ویلي وو، چې له محرم پرته ښځې د له کوره نه وځي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې هغه ښځې چې غواړي له ۷۲ کیلومتره زیات سفر وکړي، باید یو نارینه محرم ورسره وي.

له دې مخکې طالبانو په کابل کې له ټکسي چلوونکو غوښتي وو، چې «بې حجابه» او له نارینه محرم پرته ښځې پورته نه کړي.

د ټکسي په ډاله کې د ښځو پورته کول، د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم شتون لري. لکه کندهار، چې مخکې ښځو په یوه راپور کې رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د ټکسیانو ناولی قانون په دې ښار کې هم شته، چې د ښځو ځای د موټر د شا په ډاله کې دی.

اړوندې لیکنې

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه
خبر

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه
خبر

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه