سینا سعیدي
د مرغومي په پنځه ویشتمه د ژمي په ساړه سهار کې، ۲۵ کلنه همتا د هرات په جبرییل ښار کې د یوې ټوټې ټوکر او کنډولو د توکو اخیستو لپاره له کوره ووته. د کور له پرېښودو مخکې د تل په څېر ډاډه وه، چې «لوی تور حجاب» او «تور ماسک» یې اچولی دی، نه یوازې د طالبانو د امر پر ځای کولو لپاره، بلکې د دې لپاره چې واتوانېږي په ټکسي موټر کې سپره شي.
په هرات ښار کې د عمومي ترانسپورټ ډېری چلوونکي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ځواکونو د وېرې له آمله، بې حجابه ښځې نه پورته کوي. همتا وايي، په دې وروستیو اوونیو کې پر تم ځایونو، څلور لارو او ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د طالبانو د امربالمعروف د ځواکونو حضور زیات شوی دی: «د دې لپاره چې په حجاب مې را تم نه کړي، لوی ټکری مې په سر کړ.»
د «جبریل ښارکوټي- دروازه ملک» د لیني موټر له حرکت څو دقیقې وروسته، طالبانو د «تالار بهار زندګي» په څلور لاري کې موټر ودراوه. د طالبانو یوه مامور له شیشې د ښځو کتار ته وکتل او سترګې یې په هغه نجلۍ ولګېدې، چې لوی ټکر یې پر سر نه وو.
هغه ټکري، چې ښځې یې په هرات ښار کې کاروي، د ښځو لپاره یو ځانګړی پوښښ دی، چې معمولآ ساده، تور رنګه، اوږد او پراخه دی، تر څو له (مخ او لاسونو پرته) ټول بدن پرې وپوښي.
د همتا په وینا، مامور موټر چلوونکی ښکته کوي او د مسافرو په وړاندې یې سپکوي: «هغه ته یې ښکنځلې وکړې، ویې ویل نور حق نه لرې، چې بې حجابه ښځې یا نجونې پورته کړې.»
د همتا په خبره په موټر کې سپره ځوانه نجلۍ، چې د طالبانو د خوښې وړ حجاب یې نه وو اغوستی هم وګواښل شوه، چې که بیا له لوی ټکري پرته ولیدل شوه، وبه نیول شي.»
ځايي سرچینې وايي، د تېرې اوونۍ له منځ راهیسې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د هرات ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ښځو په جامو او شخصي توکو څارنه زیاته کړې ده. ځینې د هغوی په شخصي جامو کې په څلور لارو، بازارونو، کوڅو، کلېنیکونو او د پلورنې په مرکزونو کې ګرځي.
د هرات په جبرییل ښارګوتي کې د یوه خصوصي کلېنیک کارکوونکې ۲۷ کلنه نرګس وايي، مخکې به په اوونۍ کې یو ځل پلټنه کېده خو اوس هره ورځ وي.
هغې و ویل: «دوه ورځې وړاندې راغلل، دا چې زما په حجاب یې نیوکه ونه کړه، ویې ویل، نر او ښځه باید جلا کار وکړي او ناروغان دې هم په جلا سالون کې انتظار وي.» د نوموړې په وینا، درملتون د دې له امله چې هممهاله نارینه او ښځینه کارکونکو په کې کار کاوه وتړل شو.
د هرات ښار په مرکز کې روغتیايي کارکوونکې سیمین ورته تجربه لري.
هغې و ویل: «د تېرې اوونۍ د پنشنبې په ورځ په شخصي جامو کې د ناروغ په پلمه راغلل، نېږدې ماسپښین وو، غوښتل یې ناروغان په زور لمانځه ته بوځي.»
په جبرییل ښارګوټي کې د ښځینه جامو پلورونکې منصوره د هغې د یوې خپلوانې سره د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له چلنده و ویل: «کله مې چې ملګرې له ټولګي راووته او د کور په خوا تله، د ۸ مې استقلال کوڅې په سر کې، شجاعي «په جبرییل ښارګوټي کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو یوه غړي» هغه ودروله او ورته یې و ویل، ولې چادرنماز نه لرې؟»
د منصورې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف دې غړي د دې له ملګرې وپوښتل، چې له کومه ځایه راغلې او وروسته له هغې، چې دې ځواب ورکړ د انګلیسي له ټولګي راغله، لومړی یې کتابونه ورته څیرې کړل او وروسته یې د هغې په وړاندې ورته وسوځول.
منصوره وايي: «کله یې چې کتابونه وروښودل، چې انګلیسي دي، [د طالبانو د امربالمعروف غړي] هغې ته پوچ و ویل، چې ولې کفري ژبه زده کوې او وروسته یې له ورور سره اړیکه نیسي، چې راشي او د خور ضمانت یې وکړي.»
تمنا چې د انګلیسي ژبې د ښوونیز مرکز یوه بله زده کوونکې ده وايي، څو ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف یوې ښځینه کارکوونکې دا په کوڅه کې ودروله او ویې پوښتله، چې آیا د «ښځینه کلپ» غړې ده که نه.
هغې و ویل: «کله مې چې خپل د انګلیسي کتابونه وروښودل او ویې لیدل، چې ټولګیواله مې ویډیو ترې کوي، زه یې په زوره ټېله کړم او خپله ولاړه.» تمنا وايي، له هغې ورځې وروسته په وېره کې له کور څخه راوځي.
واک ته د طالبانو په بېرته راتګ سره، ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي. د زده کړو مخنیوی، له ډېری کارونو محرومیت، په دولتي او نړیوالو بنسټونو کې د کار ممنوعیت، له محرم پرته په تګ راتګ محدودیت او د هغوی په وړاندې د پارکونو او عمومي ځایونو تړل کېدل.
د «بې حجابۍ» په دلیل د ښځو د نیولو راپورونو تر ډېره له کابل، مزارشریف او هرات ښارونو څخه ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو مدافعین د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي توپیر» بولي او د یوه نړیوال جرم په توګه د هغې د په رسمیت پېژندلو غوښتوونکي دي.
د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له لوري د ښځو پر جامو څار د ښځو یوازینۍ ستونزه نه ده. د هغه ویډیوګانو پر بنسټ چې په خواله رسنیو خپرې شوې دي، تېره ورځ (جمعه د مرغومي ۲۶ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت وسله وال پلټوونکي د هرات پوهنتون د طب پوهنۍ محصلینو فراغت غونډې ته د ننه شول او فارغ شویو زده کړیالانو ته یې و ویل، چې خپلې نکټايۍ لرې کړي.
په ویډیو کې لیدل کېږي، چې زده کړیالان د غونډې د ګډونوالو په وړاندې، د مراسمو له پای ته رسېدو مخکې اړ شول، چې خپلې نکټایۍ له غاړې خلاصې کړي.
څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو یو شمېر هغو ښځو ته، چې چادرۍ یې نه وې پر سر، د هرات حوزوي روغتون ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.
هغه ویډیوګانې چې د رخشانې رسنۍ خبریال له دې شېبې ثبت کړې، ښيي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځینې مامورین، بې چادرۍ ښځې په دورو وهي







