د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل

20 جنوري 2026
طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

هرات ښار کې سیمه ییزه سرچینې وايي، په دې ولایت کې ځايي طالب چارواکو په یوه شفاهي امر، د ښځو موټر چلوونه له دې آمله «چې د پېښې پر مهال محرم نه لري» بنده کړې ده.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه درې ښځینه موټرچلوونکو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه امر تېره ورځ (دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه) د طالبانو د امربالمعروف د رییس عزیزالرحمن مهاجر له خوا ورکړل شوی دی.

د سرچینې په وینا، هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس په یوه ناسته کې، چې له یو شمېر ښځینه موټرچلوونکو سره یې درلوده، هغوی ته ویلي، چې «د پېښې پر مهال د محرم نشتوالي» له امله باید د ښځو موټر چلوونه بنده شي.

یوې موټرچلوونکې ښځې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته وايي، د طالبانو د امربالمعروف رییس دوی ته ویلي، «ښځې په هېڅ صورت اجازه نه لري، چې د ښار په منځ کې موټر وچلوي.»

هغې زیاته کړې: «[د طالبانو د امربالمعروف رییس] موږ ته و ویل، که ښځې کومه پېښه وکړي، محرم یې له کوم ځایه پیدا کړو؟ هغه مهال محرم له کومه کړو، تر څو د ښځې لاس ونیسي؟»

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس ښځې ګواښلې او ویلي یې دي، چې د موټر چلوولو په صورت کې یې موټر دروي او دوی ښايي ونیسي.

دغه موټر چلوونکې ښځې د عزیزالرحمن مهاجر له قوله ویلي دي: «که ښځې د موټر چلوولو کسب وکړي، د نورو ښځو مخ څوک ونیسي؟ که ښځه د موټر د شترنګ تر شاه وه، موټر یې نیول کېږي او خپله به زنداني شي.»

یوې بلې موټر چلوونکې هم ویلي، د موټر د درېدو له وېرې اړ شوه، چې د طالبانو امر پلی کړي. هغې ویلي دي: «په خپل شخصي موټر کې تر کار ځای پورې له ۱۵ تر ۲۵ دقیقو پورې رسېدم، خو اوس، چې ټکسیان مانتو لرونکې ښځې نه پورته کوي او په هر لار کې لیني موټر هم نشته، موږ اړ یو چې ډېری لارې پلې لاړې شو.»

یوې بلې موټرچلوونکې هم د طالبانو دې امر ته غبرګون وښود او ویې ویل، دغه ډله د تازه فرمانونو په ورکولو سره، له ټولینز ژوند څخه د ښځو د ورکولو په لټه کې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغې و ویل: «زه تولیدي شرکت لرم. د کارونو مسوولیت زما پر خپله غاړه دی. اړ یم، چې په موټر کې تګ راتګ وکړم. خاوند مې ناروغ دی او یوه ورځ تر منځ باید هغه د ډیالېز لپاره روغتون ته یوسم. اوس په دې امر سره زموږ د تګ راتګ لګښت زیاتېږي.»

هرات کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه