د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي

20 جنوري 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپورهان وايي، غړي هېوادونه باید په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» د «بشریت په وړاندې جنایت د مخنیوي او سزا» د نوي تړون په راتلونکو خبرو اترو کې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو له هغې جملې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنسټ نن «دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه» په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د دې تړون مشروعیت او اغېزمتوب یوازې په هغه صورت کې ممکن دی، چې د ښځو، نجونو او ټولو هغه کسانو، چې د جنسیت په دلیل موخه ګرځېدلې دي، مانا لرونکی ګډون په هغې کې و اوډل شي.

په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې ژوندي پاتې شویو کسنو د ټولګډونه اړتیا یو له خورا روښانه بېلګو څخه ده.

د اعلامیې له مخې، طالبانو په ۲۰۲‍‍۱ کې د واک تر لاسه کولو راهیسې د محرومیتونو په پلي کولو له هغې جملې، له شپږم ټولګي پورته له ښوونځي د نجونو راګرځول، د ښځو د کار پر حق سخت محدودیت او په عمومي ټولنیز ژوند کې د هغوی ګډون جرم ګڼلو سره د ښځو او نجونو د لرې کولو لپاره منظمه او بنسټیزه پالي تعقیب کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې د افغان ښځو اواز یوازې د قربانیانو کیسې نه دي، بلکې په افغانستان کې د روان واقعیتونو د پوهې او تخصص په اړه اصلي سرچینه ده.

هغوی ویلي، د نړیوالو حقونو د بشپړتوب او اوسنیو ناورینونو د ځواب وینې لپاره د ښځو ګډون اړین دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

پر دوام له خبرو اترو کوونکو هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې ښځو د سازمانونو پراخ او خوندي ګډون تضمین کړي.

همدارنګه هغوی د هغو ادارو لپاره د برابرو فرصتونو غوښتنه هم وکړه، چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولینزې شورا تاییدي نه لري.

دغه راز دې کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د واکمنۍ له عادي کولو مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکو د خوندي، قانوني او دوامداره کډوالۍ لارو د پراختیا او د افغان ښځو په مشرۍ د مدني ټولنې لپاره د دوامداره مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

دوی ټینګار کړی، چې د «جنسیتي توپیر» نومونه د دې سره د سیالۍ او د دې جرمونو د عاملینو د ځواب ورکولو په لور یو بنسټیز ګام دی.

په اعلامیه کې راغلي: «هېوادونه باید له جنسیتي توپیر څخه د بشریت پر وړاندې جرم په توګه ملاتړ وکړي او په ټول تړون کې د جنسیت حساس احکام خوندي کړي. په ورته وخت له هېوادونو غواړو، چې د افغان ښځو، نجونو او د بېلا بېلو جنسیتي هویت لرونکو خلکو د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې پیاوړې کړي، له هغې جملې، د طالبانو د نظام د نورمال کېدو په فعاله توګه مخنیوی، د خوندي، قانوني او اوږدمهاله کډوالتوب لارې رامنځ ته کول او د ښځو په مشرۍ د مدني ټولنې لپاره د دوامداره تمویل چمتو کول.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه