د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ډېره بېوزلي او ګډوالي، د هغه کورنۍ برخلیک، چې بامیانو کې له خپلې مغارې په زړر کډه شوې ده

21 جنوري 2026
ډېره بېوزلي او ګډوالي، د هغه کورنۍ برخلیک، چې بامیانو کې له خپلې مغارې په زړر کډه شوې ده

تمنا تابان

تر شاوخوا دوه کلونو وړاندې پورې په (مستعار نوم) د ۵۳ کلنې بخت آور کورنۍ کابو له څلووېښتو کلونو راهیسې د بامیانو له مغارو په یوه کې ژوند کاوه. هغوی د بېوزلۍ له امله ونه توانېدل، چې په دې موده کې د ځان لپاره یوه سرپناه جوړه کړي.

خو بخت آور یو له هغو اوو کورنیو څخه وو، چې د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشت کې له خپلو مغارو د «ټوپک د میل» په مټ، په زور کډه کړای شول. هغه وايي، په تېرو دوه کلونو کې یې ژوند تر ډېره په بېوزلۍ او کډوالۍ کې تېر کړی دی.

ځايی سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، هغه پښتانه چې تازه بامیانو ته راغلي دي، له یوه لوري او بامیانو کې اوسېدونکي تاجکان له بل لوري په مغارو د ملکیت ادعاوې کړې او د مغارو ځینې اوسېدونکي یې په زور کډوالۍ ته اړ کړې دي.

هغه مهال د رخشانې رسنۍ اروزونو وښوده، چې لږ تر لږه اووه کورنۍ د خپلو استوګنو له مغارو په زور ایستل شوې او کډه شوې دي.

له دوه کلونو وروسته، اوس بخت آور وايي: «کله یې چې زموږ سمڅه په زور له موږ ونیوه، موږ اړ شو، چې له بامیانو کډه شو، کابل ته ولاړو تر څو وکولی شو هم کار وکړ او هم زموږ د ژوند وضعیت څه ښه شي، زموږ ژوند خو ښه هېڅ نه شو، بلکې لا بد شو، کابل کې د کور کرایه خورا پورته وه او ومو نه شوای کولای، چې پوره یې کړو، له ۵ میاشتو وروسته اړ شو، چې بېرته بامیانو ته وګرځو.»

د بخت آور کورنۍ بامیانو ته له ستنېدو وروسته، تر اوسه پورې څلور ځلې اړ شوې، چې خپل کور ته تغیر ورکړي، اوس لا ډېره بېوزلي د هغوی پر ژوند خوره شوې ده: «اړ شو چې په یوه نیم ړنګ کور کې په زر روپۍ کرایې ژوند وکړ، خو هره ورځ زموږ د ژوند وضعیت ورځ تر بلې بد او لا بدېږي.»

د بخت آور مېړه د زړه ناروغي او د کار توان نه لري، هغه او کوچینی زوی یې د کورنۍ یوازې ډوډۍ راوړونکي دي: «اړیو هر کار چې په لاس راځي تر سره یې کړو، تر څو ژوند پاتې شو او له بل لوري د خپل خاوند د درملو لګښت پرې پوره کړو.»

د بخت آور په وینا، اوس هغه مغاره چې دا او کورنۍ یې ترې په زور ایستل شوې وه، له استوګنې خالي ده.

کابو دوولس زره مغارې د سختو ډبرو  په زړه کې کیندل شوې دي. د تاریخي کیسو له مخې، د هغو لرغونتوب یو زر او ۵۰۰ کلونو وړاندې ته ورګرځي، چې د بامیانو د ځلانده تاریخ یوه برخه ده. خو سلګونه کاله وروسته، دغه مغارې له هغو ناچاره اوسېدونکو ډکې شوې، چې له هغو پرته بله سرپناه نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

په یوه ورځ د لور ورکېدل او د پلار مړینه، د لوبغاړې لور له نیول کېدو یوه میاشت بې خبري

د افغانستان له لرې پراته کلي د نیویارک تر کرنل پوهنتونه: د «خدیجه مونس» د استقامت کیسه

مغارې د ډبرو په زړه کې په داسې ډول توږل شوې، چې عمومآ په اوړي کې سړې او په ژمي کې ګرمې دي. د همدې لپاره هغه ځای د بامیانو د ډېری بېوزله اوسېدونکو لپاره د اوسېدو ځای ګرځېدلی دی.

د دې مغارو اوسېدونکي خورا بېوزله دي، لکه بخت آور او کورنۍ یې چې د هغوی ژوند د مني په درندو کارونو پورې تړلی دی. لکه کچالو اېښودل: «هر کار به تلو او په ځمکو کې به مو کار کاوه، کچالو مو اېښودل او د ژمني خواړه او سونګ توکي به مو برابرول، سږ کال د کډوالۍ له امله بې کاره شو، تر څو د هر کال په شان کار وکړو. له بلې خوا د کور خاوند موږ نه پرېږدي، چې کچالو او (خس« کور ته راوړو «غونډ سور) یې کړو.

د په زور کډوالۍ کیسه څه ده؟

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د مغارو د اوسېدونکو د په زور کډوالۍ په اړه د ځايي طالب چارواکو نظر تر لاسه کړي.

خو د بامیانو د لرغونو مغارو د ملکیت له مدعیانو مولاداد له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ادعا کوي، هغه ټولې مغارې چې په بامیانو کې شتون لري، د دوی په ملکیت کې دي: «د سړک شا ته مغارې چې زموږ د ځمکو شا ته حسابېږي، په بشپړ ډول زموږ د تاجیکو خلکو دي او که چېرې قانوني دعوا رامخ ته شي، موږ ګټوونکي یو.»

په (مستعار نوم) رحمت الله مطیع چې د بامیانو د تاریخي ځایونو په اړه یو باخبره او مسووله سرچینه ده، وايي، مغارې لرغوني آثار او د دولت ملکیت دی، نه د چا یا کومې ځانګړې ډلې شخصي ملکیت: «د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې، د مغارو په شان ځایونه، چې په بامیانو کې شتون لري، د چا ملکیت نه ګڼل کېږي. بلکې عامه ملکیت او د دولت ملکیت دی.»

هغه وايي، دا مغارې لرغوني آثار دي او دولت باید اوسېدونکو ته د دې مغارو په ورکولو سره له دې مغارو ساتنه وکړي.

د بخت آور په څېر کسانو لپاره هم هېڅکله توضیح نه ده ورکړل شوې، چې هغوی ولې باید له مغارو وشړل شي: «موږ څلووېښت کاله کېږي، چې په همدې سمڅو کې ژوند کوو. که چېرې هغوی سند ولري، ولې یې په دې تېرو څلووېښتو کلونو کې دعوا ونه کړه، چې اوس وايي، سمڅې زموږ مال دی.»

د جمهوریت د حکومت په وخت کې، سره له دې چې د نړیوالۍ ټولنې میلیونونه ډالر مرستې راوبهېدې، خو د مغارو اوسېدونکو د ژوند لپاره هېڅ ډول پاملرنه ونه شوه. د طالبانو په وخت کې هم همدا وضعیت دوام لري.

ټاکل شوې وه، چې ملګري ملتونه د ۱۴۰۲ کال تر پایه پورې د ۱۴۴ مغاره اوسېدونکو کورنیو لپاره ښارګوتی جوړ کړي. دا ښارګوټی د جلال (شهرک بابا) غوندۍ کې جوړېده، چې د هر کور د جوړېدو لګښت ۴ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالره اټکل شوی وو. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دې ښارګوټي د بنسټ ډبره د همغه کال د غوايي میاشتې په ۱۱ مه نېټه کېښوده او ښارګوټي ۱۲ هکتاره ځمکه وړله. چې بامیانو کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې له خوا چمتو کړای شوې وه.

خو د طالبانو حکومت، د نامعلومه دلایلو له امله، د دې ښارګوتي د جوړېدو چارې درولې او تر نن ورځې پورې له هغې کوم خبر نشته.

د رخشانې رسنۍ ارزونې ښيي، چې دا مهال د مغارو د اوسېدونکو د په زور ایستلو لړۍ درول شوې ده، خو د بخت آور په شان کورنۍ دوه کاله کېږي، چې د کډوالۍ ترخه څکي.

د بخت آور په وینا: «لاس یې له هوا لنډ دي او پښې يې په ځمکه ننوتې دي.»

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه

23 جون 2026
له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات
دسته‌بندی نشده

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات

21 جون 2026
د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول
خبر

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

21 جون 2026
له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه
دسته‌بندی نشده

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه

20 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي
خبر

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي
خبر

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه