د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سرچینه: د طالبانو د محکوم جزايي اصول نامه توشېح شوې ده

25 جنوري 2026
د «طالبانو د جزايي محکمو د اصول نامې» منځپانګه څه ده؟

د طالبانو د «د محکمو د جزايي اصول نامې» په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، یوې خبرې سرچینې رخشانې رسنۍ ته تایید کړې ده، چې دغه قانون د طالبانو له لوري توشېح شوی دی.

رخشانه: د رخشانې رسنۍ سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي، دغه اصول نامه ترتیب شوې، خو تر اوسه په رسمي توګه او د طالبانو په رسمي جریده کې نه ده ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې سند د غیر رسمي منځپانګې خپرېدو د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ پرون ماښام ویلي، د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې پایلې اندېښمنوونکې دي.

بنټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دی دا مهال د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې په ارزونه کې دی او له همدې اوسه معلومه ده، چې د هغې [د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې] پایلې د افغانستان د خلکو لپاره اندېښمنوونکې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، په مناسب وخت کې به تفصلي بیانیې په دې اړه خپرې کړي.

د روادارۍ د بشري حقونو بنسټ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې اوله) په خپل یوه راپور کې لیکلي، «د طالبانو د محکمو جزیايي اصول نامې» ته یې لاسرسی موندلی، هغه صند چې د نړیوالو بشري حقونو او عادلانه محکمو له بنسټیزو اصولو سره ښکاره په ټکر کې دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په دې سند کې د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض او د خلکو د اساسي خپلواکۍ ځپل، له هغې جملې د انساني کرامت تر پښو لاندې کول، د بیان د آزادۍ او فکر ماتول، خپل سرې نیونې او سزاوې رسمي او قانوني شوې دي.

د طالبانو د محکمو په جزايي اصول نامې کې د حنفي مذهب لارویان، مسلمان او د «اهل سنت او جماعت» سره د نورو ټولو مذهبونو او بېلا بېلو مخالفو باورونو پیروان د «نوښتګرو یا بدعت کوونکو» په توګه یاد شوي دي.

د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه له ځان سره لري. د بشري حقونو فعالان دغه قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو سره په ټکر کې بللي او ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح سره خپل جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

دې ډلې تر اوسه پورې د دغې اصول نامې توشېح رد او یا تایید کړې نه ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه