د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د رسنیو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي، د افغان خبریالانو مرکز دغه کار غندلی

27 جنوري 2026
طالبانو د رسنیو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي، د افغان خبریالانو مرکز دغه کار غندلی

عکس: مرکز خبرنگاران

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کول «د رسنیو د خپلواکۍ قانوني اصولو د بنسټ خلاف» وبلل او هغه یې په کلکه غندلی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د سلواغې ۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د رسنیو د ملاتړ د دریو بنسټونو پرته د لږ تر لږه ۱۰ نورو بنسټونو جوازه لغوه کړي دي.

دغه مرکز لیکلي، طالبانو یوازې «د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغانستان له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ او افغان مطبوعاتي مرکز» جوازونه تمدید کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې د رسنیو ملاتړو یو شمېر بنسټونو جوازونه د «خبریالانو د شکایت، ډېروالي او د دې بنسټونو د مسوولینو د بې مسلک توب» له امله نه دي تمدید کړي.

دغه وزارت ادعا کړې، چې یاد بنسټونه «د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای د هغوی لپاره ستونزې [جوړې] کړې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیو بنسټونو باور ته زیان رسوولی وو.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د رسنیو ملاتړو یوازې درې بنسټونو جوازه یې نوي کړي او نور پاتې بنسټونه لغوه شوي دي. دې وزارت مشخصه کړې نه ده، چې د کومو بنسټونو جوازونه نوي او د کومو هغه لغوه شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو ملاتړ بنسټونو د یوه بنسټ د مسوول له قوله لیکلي، طالبانو د بنسټونو له ارزونې پرته، د هغوی جوازونه لغوه کړي. هغه د طالبانو دا اقدام د خپلواکه بنسټونو ځپل وګڼل.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: ۲۰۲۶ کې به ۴.۹ میلیون افغان میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري

معترضو ښځو له پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

دې مرکز د طالبانو له لوري د رسنیو ملاتړو بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د ټولنیزو رسنیو او د رسنیو د خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو خلاف وباله او د دې د طالبانو د دې اقدام د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي، طالبانو خپلواکه رسنۍ او خبریالان سخت ځپلي او دا ډله د هغو غږونو د غلي کولو په لټه کې دي، چې د دوی له سیاستونو سره جوړ نه راځي.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، د هېواد پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدودیتونو لګولو سره د یو شمېر رسنیو د بندېدو سبب شوي دي.

دې ډلې په دغه موده کې لسګونه خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان نیولي او زنداني کړي دي. په وروستي ځل کابو دوه اوونۍ وړاندې کندوز کې ښځینه خبریاله ناظره رشیدي د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې او زنداني شوې ده. تر اوسه د طالبانو له بنده د دې ښځینه خبریالې د خوشي کېدو په اړه کوم خبر په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

سرچینې: ننګرهار کې په یوې ځوانې نجلۍ ډلیز جنسي تېری شوی

19 جولای 2026
فایق: د طالبانو له خوا د «بې حجابۍ» په پلمه نیول شوې ښځې له فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ شوې
خبر

فایق: د طالبانو له خوا د «بې حجابۍ» په پلمه نیول شوې ښځې له فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ شوې

19 جولای 2026
بامیانو کې د کوچیانو له خوا د دوو تنو سخت وهل او د طالبانو سترګې پټول
دسته‌بندی نشده

بامیانو کې د کوچیانو له خوا د دوو تنو سخت وهل او د طالبانو سترګې پټول

19 جولای 2026
معترضې ښځې: له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستل د انسانو له ژوند سره سیاسي لوبه ده
خبر

معترضې ښځې: له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستل د انسانو له ژوند سره سیاسي لوبه ده

18 جولای 2026
د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي
خبر

د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي

18 جولای 2026
د بشري حقونو څو بنسټونو، د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د طالبانو د سزا او ځواب وینې غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو څو بنسټونو، د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د طالبانو د سزا او ځواب وینې غوښتنه وکړه

18 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه