د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«ښځې له کتاب او تخیل سره»، د طالبانو د محدودیت په وړاندې د اعتراض یوه وړه کړۍ

۷ سلواغه ۱۴۰۴
«ښځې له کتاب او تخیل سره»، د طالبانو د محدودیت په وړاندې د اعتراض یوه وړه کړۍ

د «له کتاب او خیال سره ښځې» د کتاب‌لوست حلقه / انځور: د رخشانه رسنۍ

آزاده رها

یوه آرام ماسپښین په فیض آباد کې د دریا په کور کې څلور نجونې دې ته انتظار دي، چې تلېفون ته یې زنګ راشي. ټاکل شوې ده چې پروانه به له یفتل ولسوالۍ څخه د تلېفوني اړیکې له لارې له دوی سره یو ځای شي. شبکه کمزروې ده، غږ په غژ غژ او ځنډ رسېږي. له دې ټولو سره هېڅوک د غونډې پیل ته بېړه نه لري. ټاکل شوې پروانه د خبرو اترو پیلوونکې وي او نورې به انتظار پاتې کېږي.

پنځه نجونې هره اوونۍ د طالبانو له سترګو لرې، د کتاب لوستلو یوه کوچینۍ کړۍ جوړوي. خپله وايي، کتاب د ساتېرۍ لپاره نه، بلکې د «نړۍ، ژوند، خپلواکۍ او آزادۍ د پوهېدو لپاره» لولي. د ډلې نوم یې «ښځې له کتاب او تخیل سره» ایښی دی.

هغه کتاب چې دا اوونۍ یې په اړه خبرې کوي « سالِ بلوا» د عباس معروفي اثر دی، هغه ناول چې د ځپنې، ایمان، ځواک او دود او ټولنیز تاوتریخوالي تر منځ د یوې ګیر ښځې په اړه دی.

دا کړۍ د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې جوړه شوې ده. د هرې اوونۍ غونډه یې په یوه ټاکلې ورځ د یو نیم ساعت لپاره د یو له غړو په یوه کور کې جوړېږي. د غوندې ځای په قصدي ډول بدلېږي.

د دې ډلې مسووله ۲۵ کلنه دریا وايي: «په لومړي سر کې مو غوښتلو چې تل په یوه کور کې وي. خو د خلکو د نظرونو په اړه اندېښمنې وو. اوس په هره اوونۍ کې له موږ د یوې په کور کې وي. غلې، بې غږه او بې فشاره یې تر سره کوو.»

هغه د ژبې او ادبیاتو د درېیم کال زده کړیاله وه، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې، اوس له خپلې اته کسیزه کورنۍ سره د فیض آباد په شهر نو کې ژوند کوي.

دریا و ویل: «کتاب لوستل مې تل له ژونده نه بېلېدونکې برخه وه، کله چې کتاب لولم، فکر کوم په بله نړۍ کې یم، شخصیتونه، ځایونه، طبیعت… کله کله له کیسې سره ژړام، کله خاندم، خو په هر حال، کتابونو مې ژوند ته رنګ ورکړی دی.»

د طالبانو د نظام د لوړو زده کړو وزارت، د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۹ مه، نجونې پوهنتون ته له تګه راوګرځولې. له هغې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع کړې وې. هغه پرېکړه چې لا هم پر ځای ده او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په وینا، چې په تېرو څلورو کلونو کې له زده کړو د ۲.۲ میلیونه نجونو په محرومیت راڅرخېدلې.

پروانه ۲۱ کلنه ده او له یفتل ولسوالۍ څخه د تلېفوني اړیکې له لارې په غونډه کې ګډون کوي.

په یوولسم ټولګي کې وه، چې طالبانو ښوونځي وتړل.

هغه وايي: «ټوله اوونۍ مې په کتاب تېرېږي. هغه بېړه چې غونډو ته یې لرم د ستایلو نه ده. خوښه یم چې دې ډله کې یم، ان که د اړیکې له لارې ده.»

په دې لار کې د پروانې ملاتړ د خپل مشر ورور له خوا کېږي. هغه پروانې ته وايي: «که دا ډله انګیزه درکوي. هر ډول چې کېږي دوام ورکړه.»

پروانه کله انټرنېت ته د لاسرسي په پار، اوږده لار ځي. هغه غونډۍ ته چې هلته شبکه کار کوي. تر څو د واټساپي ډلې څخه د اوونۍ د الکترونکي کتاب فایل ډانلوډ کړي او بیا کور ته وګرځي.

«کله یې چې اجازه رانه کړه، چې ښوونځي ته لاړه شم، ډېره ناهیلې شوم. مور مې ډاډ راکاوه، خو خپله پوهېدم، چې اوضاع نه ښه کېږي. پرېکړه مې وکړه، چې خپله یو کار وکړم… او اوس د کتاب لوستلو دا پروګرام لرم.»

د دې اوونۍ د غونډې مدیریت د پروانې پر غاړه دی، لومړی لیکوال معرفي کوي، وروسته یې د لیکولو په طرز او شخصیتونو خبرې کوي او په پای کې خپل برداشت وايي. شمېرلی او په لېوالتیا سره.

په دې اړه نور ولولئ...

د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام

معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!

هغې و ویل: «زما لپاره تر ټولو عجیب او مرموز شخصیت نوش آفرین وو. هغه د هغو ښځو انځور دی، چې غم یې لیدلی دی. په بند کې پاتې شوې دي او د کورنیو او د افغانستان د نننۍ ټولنې په شان ځپل شوې دي. له همغه پیله مې ورسره پېژندګلوي درلوده. درد لرونکې وه، ډېره درد لرونکې.

دغه نجونې تر ډېره د وړیا انټرنېټي کتابونو نخسې لټوي او کله ناکله له کتاب پلورنځیو کتاب اخلي. په تېرو پنځو میاشتو کې یې تر ډېره کلاسیک ناولونه لوستلي دي. د ښځو د قدرت، کړاو، مانا او مقام په اړه اثر.

د جورج اورول له « قلعه‌ی حیوانات» او همینګوی «پیرمرد و دریا» نیولې د عباس معروفي «چراغ ها رامن خاموش می کنم» زویا پیرزاد، «سال بلوا» «سمفوني مردګان» او د رهنورد زریاب تر اثارو پورې.

د دریا په وینا، «سال بلوا» ډېر ورته اغېزمن وو: «دا ناول له فشار او محدودیته ډکو کلونو کیسه ده. نوش آفرین د هغه کسانو استازې ده، چې په داسې وختونو کې بنده پاتې شوې ده. د هغې وضعیت د نن ورځې د افغانستان د خلکو هینداره ده. هغه وګړي، چې له تحصیلي محدودیتونو، ټولنیزو ځپنو او سیاسي فشارونو سره لاس او ګیروان دي. موږ هم د ناولونو د کرکېټرونو په څېر د مقاومت او زده کړې له لارې هیلې ژوندۍ ساتو.»

یوه بله غړې رویا د یادې کړۍ هدف په دې ډول بیانوي:«ډېری ښځې، چې ظلم پرې کېږي، له خپلو حقونو د ناپوهۍ له امله دي. هغه کتابونه چې موږ یې لولو، د کړاو، ټاکنې او زور په وړاندې د درېدو په اړه دي. هغه څه چې موږ خپله هره ورځ ورسره ژوند کوو.»

طالبانو په افغانستان کې په کتابونو هم ډېر محدودیتونه لګولي دي، له هغې جملې له کتاب پلورنځیو د سلګونه مخه کتابونو ټولول او د افغانستان د پوهنتونو له نصاب څخه د هغه کتابونو چې لیکوالانې یې ښځې دي یا د ایراني لیکوالانو له خوا لیکل شوي لرې کول.

۲۲ کلنې مروارید نیم ساعت پلی مزل کړی تر څو غونډې ته ورسېږي. هغه وايي، په ننني افغانستان کې ډېری ښځې د عباس معروفي د سال بلوا کې د نوش آفرین شخصیت ته ورته دي.

هغې و ویل: «نوش آفرین د دود، مذهبي ځواک او ټولنیز قضاوت تر منځ بنده پاتې ده. له یوې غلې ښځې په یوه پوهې ښځې بدلېږي. برخلیک یې ښيي، چې په دې ډول چاپېریال کې د انتخاب کولو لېوالتیا خپله د مقاومت یوه بڼه ده.»

هغه د طالبانو د راتګ په لومړي کال کې د کانکور له لارې د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم څانګې ته منل شوې وه، خو د پوهنتون له پیل نه یې وړاندې د ښځو زده کړې بندې شوې.

مروارید و ویل: «په همغه شپه مې چې غوښتل بلخ ته لاړه شم. پوهنتون وتړل شو. تر سهاره مې وژړل. ژوند راته تیاره شوی وو. خو په کتاب لوستلو  او  دې ټولګې سره، لږ لږ له هغه وېروونکي خوب څخه راووتم.»

هیله یې وکیله کېدل وو. اوس وايي، پنشنبې ورته د اوونۍ تر ټولو مهمې ورځې دي: «دې غوندې زه د ژوند له ډېرو کږلېچونو لرې کړې یم.»

د هغې په اند تر ټولو ښکلی کتاب چې په دې ډله کې یې لوستی «پیرمرد و دریا» وو، د پایښت لپاره د مبارزې کیسه.

هغې و ویل: «که چېرې یوه ښځه پوهه وي، نو یوه کورنۍ پوهه ده، پوهه ښځه پوهېدلي اولادونه روزي. طالبان له پوهو ښځو وېرېږي. د طالب سره د مقابلې لپاره باید پوهه شو، وده وکړو ، ټول په ګډه.»

دوه نورې غړې، مروه او شهر زیب هم له زده کړو د پاتې کېدو او کتاب ته پناه وړلو ورته تجربې لري. خو نه غواړي، چې د ژوند جزیات یې په دې راپور کې راشي.

په لږ څه سړه خونه کې، د شنه چای تاوونه پورته کېږي او د پروانې غږ د تېلفون له شا راځي. د باندې له محدودیتونو ډکه نړۍ جریان لري، خو په دې وړه خونه کې، د کتابونو په منځ کې ځوانې نجونې ناستې دي، چې باور لري لوستل خپله د مقاومت یو ډول دی.

په دې راپور کې نومونه د امنیتي ننګونو له امله بدل او ځینې جزیات ترې لرې کړای شوي دي.

اړوندې لیکنې

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴
مرموزې وژنې: کندهار کې د درې ښځو جسدونه کشف شوي
خبر

مرموزې وژنې: کندهار کې د درې ښځو جسدونه کشف شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴
د طالبانو جزايي اصول نامې، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او مجرمانو د خوندیتوب زمینه برابر کړې
خبر

د طالبانو جزايي اصول نامې، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او مجرمانو د خوندیتوب زمینه برابر کړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴
نر او ښځې له بېلچو سره میدان ته راووتل، تر څو د طبیعت د زندان مخالف شي
دسته‌بندی نشده

نر او ښځې له بېلچو سره میدان ته راووتل، تر څو د طبیعت د زندان مخالف شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴
ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د یوې مور او شپږو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د یوې مور او شپږو ماشومانو ژوند واخیست

۹ سلواغه ۱۴۰۴
بې انځوره افغانستان: کاپیسا کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز ولګېد
خبر

بې انځوره افغانستان: کاپیسا کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز ولګېد

۹ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه