د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د افغان ښځو لپاره له زېږون مخکې پوهاوی او امیدوارۍ کې پالنه حیاتي ده

28 جنوري 2026
ملګري ملتونه: د افغان ښځو لپاره له زېږون مخکې پوهاوی او امیدوارۍ کې پالنه حیاتي ده

UNFPA Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو نفوس صندوق (UNFPA) وايي، د افغان ښځو لپاره د زیږون څخه مخکې پوهاوی او پاملرنه حیاتي ده، او دا کار د امیدوارۍ او زېږون پر مهال د پېچلو خطرونو په کمولو کې مرسته کوي.

رخشانه: دغه بنسټ پرون (سه شنبې د سلواغې ۷ مه) په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان په ډېری سیمو کې ښځې اړ دي، چې د روغتیايي پالنې لپاره اوږدې لارې طی کړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې، د مسلکي روغتیايي مرکزونو د نه شتون په دلیل، زېږون غالبآ په کور کې او د زده کړې نه لیدلو کسانو په مرسته ترسره کېږي.

دغه بنسټ پر داوم لیکلي، ډېری ښځې د زېږون پر مهال له ځینو ستونزو لکه، سختې خونرېزۍ، درد، تبې، کمزورتیا او د وینی له ټیټ فشار سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په وینا، په لرې پرتو سیمو کې میندو او کورنیو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د مرکزونو جوړول د امیندوارۍ پېچلي خطرونه کموي، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی زیاتوی او د میندو او ماشومانو روغتیا ته ګټه رسوي.

یاد بنسټ ویلي، د زېږون څخه مخکې پوهاوي کې، له زېږون څخه وروسته پاملرنه، د امیدوارۍ خوندي واټ او د خبرداریو نښو پېژندل، د میندو او ماشومانو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لوبوي.

دې سازمان ټينګار کړی، چې د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدماتو پراخول، په ځانګړې توګه په محرومو سیمو کې، کولی شي د کورنۍ روغتیا ښه کړي او د مسلکي خدماتو د نشتوالي خطرونه کم کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په یوه راپور کې لیکلي وو، په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زېږون پر مهال مري، په هرو اوو ثانیو کې یوه ښځه یا نوی زېږېدلی ماشوم مري او هر نوی زېږېدلی ماشوم د مړه زېږون [د مور په ګېډه کې مرګ] سره مړ کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه راپور کې اعلان کړې، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه د نړۍ د اوسط په پرتله درې برابره زیاته ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د آسیا په کچه د مور او ماشوم مړینې له امله تر ټولو لوړه کچه لري او له هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې اړه نور ولولئ...

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

طالبانو پر هېواد د خپلې واکمنۍ په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو محدودیتونه لګولي دي.

دا مهال روغتیايي ښځینه کارکوونکې باید له نارینه (خپل شرعي محرم) سره روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې ښځینه ناروغانې درملنه کړي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه